- ربيع وايي: له شافعي نه مې واورېدل: که زما په کتاب کې مو د نبي صلی الله عليه وسلم مخالف څه وليدل، زما مخالفت پرېږدئ او نبوي سنت نقل او نشر کړئ (سيرأعلام النبلاء: ۱۰ / ۳۴ )
- ربيع وايي: دا مې ترې هم اورېدلي دي: يو سړي ورته وويل: ايا دا حديث ستا مذهب دی؟ هغه ورته وويل: چې زه کله تاسو ته د نبي صلی الله عليه وسلم له پلوه صحيح حديث ذکر کړم او عمل مې نه وي تاسو پوهه شئ چې ليونی يم (سيرأعلام النبلاء: ۱۰ / ۳۴ )
- حُميدي وايي: شافعي يوه ورځ حديث روايت کړ ما ورته وويل: ايا ستا مذهب دا حديث دی؟ هغه راته وويل: ولې زه څه له کليسا نه راغلی يم؟ که نه د نصرانيانو په څېر مې ملا تړلې ده؟ ما ته به د نبي صلی الله عليه وسلم نه حديث رارسيږي او زه به وايم چې دا زما مذهب نه دی؟ (سيرأعلام النبلاء: ۱۰ / ۳۴ )
- ربيع وايي: ما د شافعي نه دا هم اورېدلي دي چې کوم اسمان به راباندې سيوري شي او کومه ځمکه به پناه راکړي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه درته حديث واوروم او مذهب يې د ځان جوړ نه کړم (عمل پرې ونه کړم) (سيرأعلام النبلاء: ۱۰ / ۳۵ )
- ذهبي وايي: په مسند شافعي کې سماعاً ذکر کوي چې هغه ته ابوحنيفة بن سمَّاک، هغه ته ابن ابي ذئب، هغه ته مُقْبَري د ابو شريح نه روايت کړيدي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: له چا څخه چې مړی شوی وي د هغه خوښه ده چې ديت اخلي او که قاتل پرې قصاص کوي.
ابن ابي ذوئب وايي: ما ورته وويل: ايا دا حديث ستا مذهب دی؟ نو زه يې په سينه کې ووهلم ډېرې خبرې يې هم راته وکړې او چېغي يې کړي: زه درته د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث بيانوم او ته راته وايي چې دا ستا مذهب دی؟ هو دا زما مذهب دی عمل ورباندې په ما فرض دی، او چې څوک يې واوري عمل يې پرې فرض دی، الله پاک د خلکو لپاره محمد صلی الله عليه وسلم استازی غوره کړی دی، او خلکو ته يې پرې هدايت کړی دی که د چا خوښه وي او که نه، خبره به يې مني، هېڅ مسلمان لپاره ترې د تېښتې لار نشته(سيرأعلام النبلاء: ( ۷ / ۱۴۲ ) . - خطيب وايي: ما ته جوهري، هغه ته مرزباني، هغه ته احمد بن محمد بن عيسي، هغه ته ابوالعيناء ويلي و: مهدي چې کله حج کو او مسجد نبوي ته راغی د ابن ابي ذئب پرته ورته نور ټو خلک پاڅېدل، مسيب بن زهير ورته وويل: امير المؤمنين ته پاڅيږه، هغه ورته وويل: الله ته خلک پاڅيږي مشرانو ته نه پاڅيږي، مهدي ورته وويل: څه ورته مه وايئ پرېږدئ د وېرې له کبله مې په سر ټول ويښتان ودرېدل (سيرأعلام النبلاء: ( ۷ / ۱۴۳ ) .
- شافعي وايي: ما سره چې په حق چا ځان لوړ بولی دی زما له سترګو نه لوېدلی دی، او چې حق رانه هر چا قبول کړی دی زه ورڅخه ډارېږم او مينه ته يې ژمن يم (سيرأعلام النبلاء: ( ۱۰ / ۳۳ ) .
حاتم الاصم وايي: ماسره چې علمي بحث څوک کوي او هغه په حق وي زه پرې خوشحالېږم، او چې کله هغه په خطا وي زه خفه کېږم (سيرأعلام النبلاء: ( ۱۱ / ۴۸۷ ) .