- عاصم احول د ابو عثمان النَّهدي نه روايت کوي چې ما ابوذر رضي الله عنه لمر خاته طرف ته په خپله سورلۍ په زنګېدو وليد، ما پرې د ويده ګمان وکړ چې ورنږدې شوم ورڅخه مې وپوښتل چې ويده وې؟ هغه وويل: نا لمونځ مې کو (سيرأعلام النبلاء: ( ۲ / ۷۸ ) .)
- احنف بن قيس ته چا وويل: ډېر بوډا يې هسې نه روژه دې پسې لا کمزورې نه کړي، هغه ورته وويل: د اوږد سفر لپاره توښه تياره وم، او هغه به ټول لمونځونه د شپي له مخې کول، خپله ګوته به يې په اور کېښوده او له ډېره درده به يې ويل: په پلانکۍ ورځ دې ولې ګناه کوله؟ ياد دې شي؟ (سيرأعلام النبلاء: ( ۴ / ۹۱ – ۹۲ ) .
- سعيد الجُريري د ابوالعلاء نه روايت کوي چې يو سړي وويل: زه تميم الداري رضي الله عنه ته راغلم او ډېرې خبرې مو سره خپل منځ کې وکړې بيا ورته ما وويل: ته روزمره څومره قران لولې؟ هغه راته وويل: ته هم شايد هغه کسانو کې يې چې د شپې له مخې قران ولولي بيا د سهار په مهال هر چاته وايي چې د شپې مې دومره دومره تلاوت وکړ، لوړه په رب لايزال چې زما نفس واک يې په لاس دی که درې رکعته نفل د شپې وکړم له دېنه راته محبوب دي چې ټول قرانکريم په يوه شپه کې ولولم او سهار پرې خلک وخبروم ، دې خبرو يې زه غصه کړم ما ورته وويل: تاسو د نبي الله صلی الله عليه وسلم پاتې ملګري ټول چوپتيا خوښوئ، څوک چې درنه پوښتنه وکړي سختې خبرې ورته کوئ او مسله ورته هم نه ښايئ.
زما په غصه چې هغه پوهه شو لږ نرم شو او راته يې وويل: وراره خبره واوره! ته څه فکر لرې که زه يو قوي مومن او ته په ايمان کې کمزوری يې ايا ته به د خپلې کمزورتيا سره زما قوت برداشت کړې؟ يا زه کمزوری او ته قوي مومن يې زه به د خپلې کمزوتيا سره ستا ايماني قوت برداشت کړم؟ نا بلکې ته هم او زه هم کمزوري کيږو، دومره کوه چې له دين څخه د ځان لپاره او د ځان څخه د دين لپاره څه ناڅه واخله تر څو هغه عبادت چې ته يې توان لرې وکړی شې (سيرأعلام النبلاء: ( ۲ / ۴۴۶ ) .
- د عبدالله بن عمرو العاص رضي الله عنهما د قران کريم د زياتو لوستلو په دلچسپۍ کې د تېر شوي حديث په تعليق کې امام ذهبي مزيد فرمايې: نبي الله صلی الله عليه وسلم به ورته د روژو متعلق هم په ښکته راروان و تر دې چې ورته يې وويل: يوه ورځ روژه نيسه او يوه ورځ روژه مه نيسه، او دغه زما د ورور داود عليه السلام روژه ده ، او د نبي صلی الله عليه وسلم نه دا هم ثابت دي چې: غوره ترېنه روژه د داود عليه السلام روژه ده، د ټولې زمانې پرله پسي روژې نېولو څخه يې منعه فرمايله ده ، دشپې څه برخه کې په خوب کولو يې هم امر کړی دی فرمايې: زه تهجد هم کوم خو ارام هم کوم، روژه هم نيسم خو بوزه کېږمه هم، نکاحونه هم کوم او غوښه هم خورم، زما له سنت څخه چې هر څوک بې رغبتي وکړي زما پېروکار نه دی.
که څوک په خپلو عبادتونو او دعاګانو کې په نبوي سنتو پورې ځان پېوسته نه کړي ډېر به بې دمه او زيات به خفه شي، او د مسلمانانو د خېرخواه او مهربانې هستۍ نبي صلی الله عليه وسلم له پيروکارۍ او له ډېر خېر څخه محروم او بې برخې پاتې شو، هغه تل لپاره خپل امت ته غوره ترين عملونه ښوولي دي او له هغه ډول پېرتوب څخه يې رابند کړي دي چې هغه پرې نه دی مبعوث شوی، د ټولې زمانې روژه يې هم غندلې ده، او په روژه کې يې له وصال څخه منعه هم فرمايلې ده، د رمضان د اخرنو لسو شپو پرته يې نورې شپې په عبادتونو رڼولو نه منعه کړېده، هغه څوک يې رټلي دي چې د نکاح توان لري او نکاح نه کوي، هغه څوک يې هم رټلي دي چې غوښه نه خوري داسې نور ګټور اوامر او نواهي…
عابد انسان که پرې علم ونلري شايد ماجور او معذور وګڼل شي، او په محمدي اثارو عالم انسان چې پر دغو اوامرو او نواهيو تېری وکړي مغرور او فضولي سړی دی، الله پاک ته محبوب عملونه هغه دي چې تل وي اګر که کم هم وي، الله پاک دې مونږ ته دښې پېروۍ توفيق راکړي او د مخالفتونو د ټولو ډولونو نه دې مونږ وساتي (سير أعلام النبلاء: ( ۳ / ۸۴ – ۸۵ ) .