نهمه ځانګړنه: قران کريم يواځې د ژونديو لپاره دی نه د مړو لپاره. الله جل جلاله د قران په اړه فرمایي )لِّيُنذِرَ مَن كَانَ حَيًّا( ژباړه:دې لپاره چې ويره ورکړي دا قران هغه چا ته چې ژوندى وي.
اوبل ځاى فرمايي (وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَىٰ( ژباړه:نشته دانسان لپاره بدله (لامل د ثواب او عذاب ژغورلو) مګر د هغه څه چې ده يې کوښښ کړی وي. امام شافعي رحمه الله دپورتني ايت نه استدلال کوي او وايې: د قران د تلاوت بښلو (ډالۍ کولو) ثواب مړي ته نه رسي ځکه دا د دوى د عمل او کړنې څخه نه دی او کوم چې د اولاد تلاوت دی د هغه ثواب مور او پلار ته رسي ځکه اولاد د مور او پلار له کوښښ څخه وي. لکه څرنګه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمایلي :”أنت ومالك لأبيك”. ژباړه: ته او مال دې دپلار يې. دحديث په بل روايت کې راځي:”وإنَّ أولادكم من كسْبكم”. ژباړه:ستاسې اولادونه ستاسې له کړنې او کوښښ څخه دي.
لسمه ځانګړنه: قران کريم زړه د منافقت او شرکي ناروغيو څخه ژغوري او ځينې سورتونه يې د بدني روغتيا لپاره هم راغلي، لکه د فاتحې سورت، اخري سورتونه (معوﺫتين) او داسې نور…… چې په صحيحو حديثونو کې يې يادونه شوې ده. له همدې امله الله رب العزت فرمايلې دي:{يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِّمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ)
ژباړه: اى خلکو! يقينا دا قران تاسو ته د رب له لوري وعظ کونکی راغلی دی، د هغه څه لپاره درملنه ده چې په سينو کې دي او د مومنانو لپاره لارښونه او رحمت دی. په بل ايت کې الله جل جلاله فرمايي(وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ)
ژباړه:مونږ ناﺯلو قران چې د مومنانو لپاره درملنه او رحمت دي.
يوولسمه ځانګړنه: قران کريم دخپل لوستونکي لپاره دقيامت په ورځ دالله جل جلاله په وړاندې سپارش کوي. ځکه پيغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:”اقرأوا القرآن فإنه يأتي يوم القيامة شفيعاً لأصحابه”. ژباړه:قران ولولي ځکه دا به د قيامت په ورځ راځي او د خپل لوستونکي لپاره به سفارش کوي.
دولسمه ځانګړنه: قران کريم په هغه اسماني کتابونو باندې څارونکى، ساتونکى، پريکړه کونکى دی چې د قران څخه مخکې ناﺯل شوي دي. په دې اړه الله جل جلاله فرمايي(وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ ۖ)
ژباړه:مونږ تا ته په رښتني سره کتاب (قران) راستولی دی، رښتني کونکى دی دمخکنيو کتابونو او په هغوی څارونکى دی. امام حافظ ابن کثير رحمه الله د مهيمن کلمې د تفسير په اړه د ويناو راټولولو نه وروسته وايي: دا ويناوې ټولې سره نږدې معنې لري چې د مهيمن کلمې ته شاملې دي، دا په مخکنيو کتابونو ګواه، پريکړه کونکى او ساتونکى دی. دا ستر کتاب تر ټولو وروسته ناﺯل شوی او داسماني کتابونو پاى ده، دنيکمرغۍ ټول شيان يې په ځان کې رانغښتي او تر ټولو پوره دی، هغه ښيګڼې پکې هم راټولې شوي چې په مخکنيو کتابونو کې يې شتون درلود، هغه د پام وړشيان پکې هم ورﺯيات شوي دي چې په مخکنيو کتابونو کې موجود نه وو او الله جل جلاله يې دساتنې وعده کړې ده.
ديارلسمه ځانګړنه: قران کريم په خپلو ويناو کې رښتنې او په احکامو کې منصف دی. الله جل جلاله ويلې دي(وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلًا ۚ لَّا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ ۚ)
ژباړه:ستا د رب وينا په رښتني او انصاف سره پوره شوه، د هغه د وينا لپاره کوم بدلون نشته. قتاده رحمه الله فرمایي: په وينا او خبر ورکولو کې رښتنی دی، په غوښتنو کې منصف دی، د څه په اړه چې يې خبر ورکړي حق او ثابت دي چې رښتنولي یې د لمر په څير ځلانده ده، شک او ګمان پکې هيڅ ځاى نلري، په څه چې يې امر کړي انصاف دی چې پرته لدې نور انصاف وجود نلري، له باطلو شيانو يې منع کړې او داځکه چې قران يواځې له باطلو شيانو منع کوي. لکه څرنګه چې الله جل جلاله فرمايلي دي(يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ)
ژباړه:دوی ته په نيکيو امر کوي او له بديو يې منع کوي، ګټور او پاک شيان يې ورته حلال کړي، ناپاکه اوچټل شيان يې پرې حرام کړي.
څوارلسمه ځانګړنه: له کومو کيسو چې په قران کې يادونه شويده حقيقت او رښتنې دي، خيال او تصور ندی، دموسى عليه السلام او فرعون کيسه رښتني ده. الله رب العزت فرمايي(نَتْلُو عَلَيْكَ مِن نَّبَإِ مُوسَىٰ وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ)
ژباړه:بيانو تا ته کيسه د موسى عليه السلام او فرعون په رښتني سره. ددې په څير د غاروالو (اصحاب الکهف) کيسه هم رښتني ده الله جل جلاله فرمايي(نَّحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُم بِالْحَقِّ ۚ )
ژباړه: مونږ تاته ددوی په اړه په رښتني سره کيسه او بيان کوو. د هر څه په چې قران کريم کې الله رب العزت کيسې کړي ثابت او څرګند دي پدې اړه الله جل جلاله فرمايي(إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ ۚ)
ژباړه:يقينن دا بيان ريښتني او پرحقه دي.