About the author

Related Articles

2 Comments

  1. 1

    لقمان حکيم حکمت

    په مسله کې د اختلاف باوجود د کره کتنې له مخې راجح دا ده چې مړي ته د هر نېک عمل ثواب نه رسيږي بلکې د هغه عمل ثواب ورته رسيږي چې شريعت کې يې ثبوت راغلی وي، د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په دوره حيات کې د هغه کورني غړي وفات شوي دي خو دا ترې ثبوت نه لري چې يا يې ورته دقران تلاوت، څاښتي او نور نفلي لمونځونه او يا روژې نېولي وي، او نه له صحابه کرامو څخه ثبوت لري او نه هم له تابعينو او تبع تابعينو نه .
    خوولې مړي ته د ژوندو له پلوه د ـ( حج، عمرې، د فرض روژې، صدقې او دعا ) ثواب رسيږي، ابن کثير هم وايي چې ( وَأَنْ لَيْسَ لِلإِنْسَانِ إِلا مَا سَعَى ) څخه دا ثابتيږي د قراءت ثواب ورته نه رسيږي ځکه چې مړي کسب نه دی، له دې کبله نه خو نبي کريم صلی الله عليه وسلم خپله کړي دي او نه يې صحابه کرامو، په دې باندې نور عبادتونه قياس کول هم سم نه دي، خو ولې دعا او صدقه ورته رسيږي په دې باندې صحيح او صريح دليلونه شتون لري. ( تفسير ابن کثير : ۴ / ۲۵۸ ).
    اصل هم په عباداتو توقيف دی هغه به منو چې ثبوت يې غوڅ وي او له هغه به ډډه کوو چې ثبوت يې نه وي راغلی، د دعاء په ثواب يې دا دليلونه دي ( ۱) واستغفر لذنبك وللمؤمنين والمؤمنات . ( ۲ ) والذين جاءوا من بعدهم يقولون ربنا اغفر لنا ولإخواننا الذين سبقونا بالإيمان ولا تجعل في قلوبنا غلاً للذين آمنوا ربنا إنك رءوف رحيم ( ۳ ) اللهم اغفر لأبي سلمة وارفع درجته في المهديين، واخلفه في عقبه، وافسح له في قبره، ونور له فيه ( ۴) ما من رجل مسلم يموت فيقوم على جنازته أربعون رجلاً لا يشركون بالله شيئاً إلا شفعهم الله فيه .
    دا دعاګانې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د دې قول سره هېڅ تعارض نه لري چې ( اذا مات الانسان انقطع عمله الا من ثلاث… ) ځکه دعا د بچي ده او بچی د پلار له کسب څخه دی .
    په صدقه يې دليل د نبي کريم صلی الله عليه وسلم دا حديث دی چې يو سړي نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته وويل : إن أمي افتلتت نفسها (ماتت فجأة)، وأظنها لو تكلمت تصدقت، فهل لها أجر إن تصدقت عنها؟ قال: “نعم”، وروى مسلم نحوه من حديث أبي هريرة رضي الله عنه، والصدقة عبادة مالية محضة ) د بخاري روايت دی . (۱)من مات وعليه صيام صام عنه وليه ( ۲) وأولوا الأرحام بعضهم أولى ببعض في كتاب الله إن الله بكل شيء عليم (۳) ألحقوا الفرائض بأهلها، فما بقي فهو لأولى رجل ذكر” (متفق عليه).
    او په حج يې دليل د صحيحينو حديث دی چې د بنوخثعم يوې زنانه نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته وويل ( يا رسول الله، إن فريضة الله على عباده في الحج أدركت أبي شيخاً كبيراً لا يثبت على الراحلة؛ أفأحج عنه؟ قال: “نعم) او يوې بلې مخزومۍ زنانه له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل ? إن أمي نذرت أن تحج فلم تحج حتى ماتت أفأحج عنها؟ قال: “نعم، حجي عنها، أرأيت لو كان على أمك دين أكنت قاضيته؟ اقضوا الله، فالله أحق بالوفاء) .
    خلاصه دا چې د ذکراذکارو ، دقران د تلاوت او نور هغه عبادتونه چې مړو ته يې ثواب رسېدل ثبوت نه لري کول یې ديني بدعت دی، خو دعا کول ورته د مړي په ژوندي حق دی ورته به يې کوي، او دهغه څه ثواب ورته رسيږي چې په دين کې يې ثبوت راغلی وي، معلومه شوه چې مشرکانو او مبتدعينو ته د ګناهونو عذاب او عقاب اهداء کول هم دیني بدعت دی هېڅ ثبوت نه لري . الله دې مونږ ته د سمې صحيح لارې هدايت وکړي . امين .

    Reply
  2. 2

    اسدالله غالب

    مړو ته ثواب بښل:
    ——————————————————————————-
    مړی ته د ژوندی ده دعا نه علاوه بل هیڅ شی نه رسیږی البته مور پلار ته د اولاد تمامو نیکو اعمالو ثواب رسیږی:
    الله تعالی فرماي:
    (وان لیس للانسان. الا ما سعی)(النجم39)…..
    ترجمه:او د انسان لپاره صرف هغه شی دی کوم چه د خپله کړی دیی_دا ښکاره نص دی په دی خبره چه مړی دی که ژوندی د خپل عمل نه سیوا د بل چا عمل باندی فایده نشی اخستی او هر چه اولاد دی نو دا د والدینو لباره کسب اړ عمل دی لکه نبی علیه السلام فرمایی:
    (ان اولادکم من کسبکم)بیشکه ستاسو اولاد ستاسو ګته ده _ترمذی.مشکات.ابن ماجه.232/2)
    ————————————————————————–
    ابوهریره رضی الله عنه فرمایی چه نبی علیه السلام فرمایلی دیی :(کله چه انسان مړ شی نو د هغه عملونه بند شی سیوا د دری عملونو نه :اول…صدقه جاریه ….دوهم:د هغه علم چه بل چا ته یی ښودلی …..دریم…نیک عمله اولاد چه د هغه لپاره دعا غواړی_(مسلم2/41)
    ————————————————————————–
    د دی حدیث نه معلومه شوه چه د دی مذکوره شیانو نه علاوه مړی ته د بل شی ثواب نه رسیږی ګنی بیا د دی حصر هیڅ معنی نه جوړیږی.
    نبی علیه السلام دی کار ته ترغیب ندی ورکړی او نه یی راهنمای کړی ده که چرته دا د خیر کار ویی نو خامخا به مونږ ته نبی علیه السلام راښودلی ویی_
    نو په صریح دلایلو کی دا نشته چه هغی نه عمومی طور سره ثواب بښل معلوم شی سیوا د والدینو نه او دا یو داسی باب دی چه دی کی قیاسونه کار نه ورکوی بلکه صرف نصوص کار ورکوی.
    ————————————————————————–
    بله دا چه :مبتدعینو د ایصال ثواب په مسله کی ډیره فراخی پیدا کړی ده تردی چه په نورو بدعتونو او شرک کی هم پریوتی .ځکه دوی د خلقو کورنو ته ځی او قران لولی پدی باندی اجرت هم اخلی خوراک هم کوی او ثواب یی مړو ته بښی..او قران هم صحیح نه وایی یوه سیپاره بریږدی بله وایی قرات هم سم نکوی صرف ځان خلاصوی خیټه ډکه وی او روپی اخلی_
    ———————————————————————
    اسد الله غالب

    Reply

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Designed & Developed By: Sher Salafi