د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم اوامر درې درجې لري:
لومړۍ درجه: او هغه دا چې ددغه اوامرو څخه په اسلام باندې پاتي کېدل او استمرار لازمیږي، چې دالله تعالی په توحید باندې د امر کولو او په طاغوت باندې د کفر او له هغی څخه انکار کولو، او د اسلام له نواقضو او ماتونکو څخه ځان ساتلو کې د الله تعالی د اوامرو او احکامو اطاعت او پیروي وکړل شي.
نو هغه څوک چې ددې درجې اوامرو څخه مخالفت او سرغړونه کوي، او د الله تعالی سره شرک کوي، او یا هم د اسلام له نواقضو او ماتوونکو څخه د کوم ناقض او ماتوونكي مرتكب شي، لکه د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم دروغجن ګڼل، او یا ددین په کومه مسله پسې ټوقې مسخرې کول، او یا داسې نورو نواقضو مرتکب شي نو داسې شخص کافر دی او د اسلام څخه وتلی دی.
دوهمه درجه: هغه اوامر چې په هغې باندې بنده له عذاب څخه بچ کېږي، لکه د واجباتو او فرائضو ادا کول، او له محرماتو څخه ځان ساتل، نو هغه څوک چې دا ډول اوامر عملي کوي نو دی د الله په حکم او امر باندې له عذاب څخه بچ کېږي، او ددغه اطاعت او پیروۍ له کبله له ده سره د الله تعالی لخوا د لوی ثواب وعده ده، او دا درجه د متقینو بندګانو درجه ده.
دريمه درجه: د واجباتو او مستحباتو ادا کولو، او له محرماتو او مکروهاتو څخه د ځان ساتلو اوامر:
او همدا د بندګانو د کمال درجه ده، او ددې ډول اوامرو پوره کونکي د احسان دمرتبې خاوندان دي، له چا سره چې د اوچتو درجو وعده شوې ده، الله تعالی دی په خپل فضل او مهربانۍ ځمونږ هم دغه درجه په برخه کړي.
او الله تعالی مونږ لپاره دین پوره کړی دی، او په مونږ يي خپل نعمت پوره کړی دی، چې د اسلام دین یي راپوره کړی دی، لکه چې الله تعالی فرمایي:( ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗا( [المائدة: ۳].
ترجمه: نن ورځ ما تاسو ته ستاسو دین بشپړ کړ، او په تاسو مې خپل نعمت تمام او پوره کړ، او ستاسو لپاره مې د اسلام مقدّس دین ددین په توګه غوره کړ.
نو د اسلام دین کامل دین دی، او د شریعت احکام یې زمونږ د ژوند ټولو اړخونو ته شامل دي، ځکه خو په دغه شریعت کې نقص او کمی نشته، او نه پکې کوم اختلاف او تناقض شته، بلکې دا پوره آسانه او فطرتي دین دی چې د هر وخت او هر ځاي لپاره صالح او پکې چلیږي، او د بندګانو ټولو احوالو ته شامل دی.
او هغه څوک چې د الله تعالی او دهغه د رسول صلی الله عليه وسلم اطاعت او پیروي کوي، نو دی په حقیقت کې دژوند په هر اړخ کې سمې خوا ته لار موندونکی دی، لکه چې الله تعالی په خپل کتاب کې فرمایي: ﴿إِنَّ هَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانَ يَهۡدِي لِلَّتِي هِيَ أَقۡوَمُ﴾ [الإسراء: ۹].
ترجمه : بیشکه دا قرآنکریم هغې لارې ته ښودنه کوي چې ډیره سمه ده.
نو هېڅ بنده د الله تعالی په مخالفت او د هغه له کتاب څخه په سرغړونه کې د خپل ځان لپاره کومه ښه پایله لاس ته نشي راوړی.