د شهادت کلمه، معنی او غوښتنی یي
د شهادت کلمی څخه هغه معلوم او معروف الفاظ مراد دي چه: «أشهد أن لا إله إلاّ الله، وأشهد أن محمداً رسول الله».
دغه دواړه ګواهۍ د اسلامي دین بنسټ او لمړنې رکن دې، په کوم چه یو بنده د اسلام په مقدس دین کښی داخلیږي، نو که څوک دغه دواړه ګواهیو باندی ګواهي ونکړي مسلمان کیدې نشي.
لکه چه عبد الله بن عمر رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روایت کوي چه هغه فرمايلي دي:
«بُنِيَ الإِسْلاَمُ عَلَى خَمْسٍ شَهَادَةِ أَنْ لا إله إلا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ وَإِقَامِ الصَّلاَةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ وَحَجِّ الْبَيْتِ وَصَوْمِ رَمَضَانَ». [متفق عليه]
ترجمه: «د اسلام دین په پنځه بنسټونو باندي جوړ او ولاړ دې:
لمړې: ددي خبری ګواهي کول چه د عبادت او بندګۍ مستحق او لایق بل هیڅ څوک نشته مګر یواځی الله جل جلاله دې، او محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی ریښتینې پیغمبر او ستاذې دې.
دوهم: (په شپه او ورځ کښی پنځه وخته پوره له حقوقو سره) لمونځ ادا کول.
دریم: د خپل مال زکات ورکول.
څلورم: د بیت الله شریف حج کول.
پنځم: د رمضان د مبارکی میاشتی روژه نیول». (دا حدیث شریف په صحیح بخاري شریف او صحیح مسلم شریف کښی روایت شوې دې).
نو په اسلام کښی لمړنې فرض دا دي چه تر هر څه دمخه د لمړني بنسټ معنی او احکام زده کړل شي؛ ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چه کله معاذ بن جبل رضي الله عنه یمن ته د یو داعي، بلونکي او ښوونکي په صفت لیږلو نو ورته یي وفرمايل: «إِنَّكَ سَتَأْتِي قَوْمًا أَهْلَ كِتَابٍ فَإِذَا جِئْتَهُمْ فَادْعُهُمْ إِلَى أَنْ يَشْهَدُوا أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ فَإِنْ هُمْ أَطَاعُوا لَكَ بِذَلِكَ فَأَخْبِرْهُمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ فَرَضَ عَلَيْهِمْ خَمْسَ صَلَوَاتٍ فِي كُلِّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ… الحديث». [متفق علیه]
ترجمه: «بیشکه ته داسی خلکو ته ورتلونکې یي چه هغوي اهل کتاب او کتابیان دي، نو لومړې یي باید ددي خبری منلو ته راوبلی چه: نشته وړ، لایق او مستحق دعبادت او بندګۍ مګر یواځی یو الله جل جلاله دې، او زه- یعنی محمد صلی الله عليه وسلم – دالله تعالی ريښتينې پیغمبر او استاذې یم، که هغوي درسره دا خبره ومنله، نو بیا ورته وښایه چه الله جل جلاله پر دوي په هره شپه ورځ کښی پنځه لمونځونه فرض کړي دي…» الحدیث.
دا حدیث شریف په صحیح مسلم شریف کښی له ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت شوې دې.
او په صحیح بخاري شریف کښی یي بیا لفظ داسی دې: «فَلْيَكُنْ أَوَّلَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ عِبَادَةُ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ».
ترجمه: یعنی «ستا لمړنۍ بلنه دی هغوي ته دا وي چه هغوي دی یواځی یو الله جل جلالهد عبادت او بندګۍ مستحق او لایق وګڼي…».
ددي خبری بیان او وضاحت د جبریل عليه السلام په هغه اوږد حدیث شریف کښی هم راغلې دې چه په هغه کښی جبریل عليه السلام له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ددین د مراتبو په هکله پوښتنه کوي: چه هغه اسلام، ایمان او احسان دي، او بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلو صحابه کرامو رضي الله عنهم ته وفرمایل: دا پوښتنه کونکې جبریل عليه السلام وو، تاسو ته ددي لپاره راغلې وو چه تاسو ته ستاسو دین درزده کړي.
نو ددین له کارونو څخه تر ټولو لومړنې هغه کار چه تر هر څه دمخه یي زده کول فرض دي، هغه هم هغه څه دي چه د جبریل u په دغه حدیث کښی راغلي دي.
او ددین لومړنۍ مرتبه اسلام دې، او د اسلام لمړنې بنسټ دغه دوه ګوني ګواهۍ دي.