او هر چې مشرک دی نو دده خو په ټولو کې لویه سزا ده، او هغه د الله عزَّوَجَلَّ قهر غصه او تل تر تله د جهنم په اور کې پاتی کېدل او د الله عزَّوَجَلَّ له لیدلو څخه بی برخی کېدل، الله پاک فرمایي:
﴿إِنَّهُۥ مَن يُشۡرِكۡ بِٱللَّهِ فَقَدۡ حَرَّمَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِ ٱلۡجَنَّةَ وَمَأۡوَىٰهُ ٱلنَّارُۖ وَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنۡ أَنصَارٖ ﴾ [المائدة: 72].
ترجمه: بیشکه شان دادی هغه څوک چې شریکوال او برخوال ومني د الله تعالی سره نو یقیناً حرام کړ الله پر ده باندې جنت، او ځاي د ورتللو دده اور دی، او نشته د ظالمانو لپاره هېڅوک مددګار.
همداراز په بل ځاي کې الله پاک فرمایي: ﴿كَلَّآ إِنَّهُمۡ عَن رَّبِّهِمۡ يَوۡمَئِذٖ لَّمَحۡجُوبُونَ * ثُمَّ إِنَّهُمۡ لَصَالُواْ ٱلۡجَحِيمِ ﴾ [المطففین: 15-16].
ترجمه: هېڅکله داسې نه ده لکه چې دا کافر یي وايي، بیشکه دوﺉ به په دغه ورځ د قیامت له خپل رب او پروردګار څخه پناه او په پرده کې وي)یعنی د الله تعالی د دیدار او لیدنی له نعمت څخه به بي برخی وي(، او بیا به بیشکه دوﺉ جهنم ته داخلیدونکي وي.
او شرک داسې ګناه ده چې الله عزَّوَجَلَّ يي نه بخښي، او نه له مشرکېنو څخه عفو کوي، بلکې دوﺉ که په شرک باندې مړه شي او توبه ورڅخه ونه باسي، نو ددوﺉ لپاره یي د تل لپاره دردناک عذاب واجب او فرض کړی دی، چې خامخا به ورته رسیږي، لکه چې الله جل جلاله فرمايي:
﴿إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغۡفِرُ أَن يُشۡرَكَ بِهِۦ وَيَغۡفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُۚ وَمَن يُشۡرِكۡ بِٱللَّهِ فَقَدۡ ضَلَّ ضَلَٰلَۢا بَعِيدًا﴾ [النساء: 116].
ترجمه: بیشکه الله عزَّوَجَلَّ بخښنه نه کوي د شرک د ګناه، او بخښي هغه ګناه چې له شرک پرته وي هغه چا ته چې د الله عزَّوَجَلَّ ورته خوښه شي، او هغه څوک چې د الله پاک سره شریک او برخَوال ومني نو یقیناً دی ګمراه او بی لاری شو په ګمراهۍ لری سره له حق نه».
او عبد الله بن مسعود رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي: «مَنْ مَاتَ وَهْوَ يَدْعُو مِنْ دُونِ اللهِ نِدًّا دَخَلَ النَّارَ وَقُلْتُ أَنَا مَنْ مَاتَ وَهْوَ لاَ يَدْعُو لِلَّهِ نِدًّا دَخَلَ الْجَنَّةَ». [رواه البخاري].
ترجمه: «هغه څوک چې مړ شو په داسې حال کې چې هغه د الله عزَّوَجَلَّ څخه پرته بل څوک رابللو او چېغه یي ورته وهله نو هغه به اور ته ننوځي».
ابن مسعود رضي الله عنه وايي: او ما ورسره وویل: هغه څوک چې مړ شو او هغه له الله تعالی سره شریک نه رابلي نو هغه به جنت ته داخل شي.
د شرک معنی دا ده چې د الله عزَّوَجَلَّ د عبادت او بندګۍ ترڅنګ د بل چا عبادت او بندګي هم وشي، او دغه غیر الله د الله عزَّوَجَلَّ سره په عبادت او بندګۍ کې شریکوال او برخَوال وګڼل شي، خو څوک چې د الله تعالی سره بل څوک شریکوال او برخَوال ومني نو دده مخکنی نیک عمل تباه او برباد او دی له تاوانیانو څخه کېږي؛ لکه چې الله پاک فرمايي: ﴿وَلَقَدۡ أُوحِيَ إِلَيۡكَ وَإِلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكَ لَئِنۡ أَشۡرَكۡتَ لَيَحۡبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ ٦٥ بَلِ ٱللَّهَ فَٱعۡبُدۡ وَكُن مِّنَ ٱلشَّٰكِرِينَ ﴾ [الزمر:65-66].
ترجمه: او بیشکه وحیی شوی ده تاته – اي محمد صلی الله عليه وسلم، او هم وحیی شوی ده هغه پیغمبرانو ته چې له تا څخه مخکې وو، وحیی شوی ده ددی خبری چې که تا شرک وکړ د الله تعالی سره نو خامخا برباد به شي ستا نیک عمل او خامخا ته به د تاوانیانو له جملی څخه شی، بلکې ته عبادت او بندګي وکړه يواځی د یو الله عزَّوَجَلَّ، او ته د شکرګزارو له جملی څخه شه.
2/ دتوحید دوهم فضیلت: او هغه دا چې توحید د هر عمل د قبول لپاره اساسي شرط دی، نو د مشرک ټول اعمال الله پاک ته د منلو او قبلولو وړ نه دي، بلکې د اسلام دین څخه بل هر دین د الله پاک په وړاندې د منلو او قبلولو وړ نه دی، لکه چې الله عزَّوَجَلَّ فرمایي:
﴿وَمَن يَبۡتَغِ غَيۡرَ ٱلۡإِسۡلَٰمِ دِينٗا فَلَن يُقۡبَلَ مِنۡهُ وَهُوَ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ ٨٥﴾ [آل عمران: 85].
همدارنګه الله جل جلاله د ډیرو انبیاؤ له یادونی وروسته فرمایي:
﴿وَلَوۡ أَشۡرَكُواْ لَحَبِطَ عَنۡهُم مَّا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ﴾ [الأنعام: 88].
ترجمه: «او کچېری بالفرض دغه انبیاء -علیهم السلام- هم شرک وکړي نو ددوﺉ کړي نیک عملونه به برباد او ابته شي».
او د کفارو په هکله الله پاک فرمایي:
﴿وَقَدِمۡنَآ إِلَىٰ مَا عَمِلُواْ مِنۡ عَمَلٖ فَجَعَلۡنَٰهُ هَبَآءٗ مَّنثُورًا ﴾ [الفرقان: 23].
ترجمه: او قصد کړی دی مونږ هغه عمله ته چې دوﺉ کړی وي، نو وګرزوو مونږ هغه لره ګرد او غبار او دوړه الوزولی شوی».
نو د مشرک عمل برباد او نامنل شوی دی؛ ځکه الله عزَّوَجَلَّ د هېڅ مشرک څخه هېڅ یو عمل نه قبلوي.
او ددی پر عکس د مؤمن موحد عمل د الله تعالی په وړاندې مقبول او منظور دی اګر که لږ هم وي، بلکې دغه لږ عمل ورته الله پاک څو چنده زیاتوي.