عَنِ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما قَالَ : جَمَعَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم بَيْنَ الْمَغْرِبِ وَالْعِشَاءِ بِجَمْعٍ صَلَّى الْمَغْرِبَ ثَلاَثًا وَالْعِشَاءَ رَكْعَتَيْنِ بِإِقَامَةٍ وَاحِدَةٍ.( )
د ابن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چې په سفر کې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ماښام او ماسخوتن لمونځونه سره يو ځای په جماعت ادا کړل ، درې رکعته د ماښام او دوه د ماسخوتن ، په داسې حالت کې چې د دواړو لمونځونه لپاره يې يو اقامت وکړ .
لا ندې ترتيب شوی جدول د تېرو حديثونو په رڼاکې جوړ کړی شو :
فرض لمونځ درکعتونوشمير
سهار دوه رکعته
ماسپښين څلوررکعته
مازيګر څلوررکعته
ماښام درې رکعته
ماسخوتن څلوررکعته
۱ – : عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ رضي الله عنه قَالَ :قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم [رأْسُ الْأمْرِ الْإِسْلامُ ، وَعُمُودُهُ الصَّلَاةُ ]( )
ژباړه : د معاذ بن جبل رضي الله عنه نه روايت دی چې نبی کريم صلی الله عليه وسلم ويلي دي : د ټولو ديني کارونو سر اسلام دی او ستن يې ) د دين ( لمونځ دی .
فايده: په دې حديث کې مونږ زده کړل چې سر د ټولو نېکو کارونو د اسلام راوړل دي ، نو چې چا اسلام نه وي راوړی د هغه سړي هېڅ عمل د الله جل جلاله په وړاندې قبول نه دی نو اسلام د نېکو اعمالو د قبلېدو لپاره شرط دی او د اسلام ټينګښت لمونځ دی نو چې لمونځ څوک نه کوي هغه مسلمان نه بلل کېږي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي [ إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلاَةِ ] ( )
ژباړه : د انسان او شرک او کفر ترمنځ جداوالی د لمونځ نه کول دي .
همدارنګه په حديث کې مونږ ته د لمونځ اولنی شرط هم ذکر شو چې اسلام دی ، له دې نه بغېر لمونځ نه صحيح کېږي .
همدارنګه الله جل جلاله له نيت نه بغير يو عمل هم نه قبلوي نو د لمونځ لپاره نيت کول شرط دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي [ إنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالنِّيِّاتِ ] ( )
ژباړه: يقينا د ټولو اعمالو مدار په نېت پورې تړلی دی.
هېره دې نه وي دا د لمونځ لپاره اتم شرط دی .
2- : عَنْ جَابِرٍ رضي الله عنه قَالَ : سَمِعْتُ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم يَقُولُ [ إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلاَةِ ».( )
ژباړه : له جابر رضي الله عنه نه روايت چی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي د انسان او شرک او کفر ترمنځ جداوالی د لمونځ نه کول دي .
فايده : په دې حديث کې مونږ زده کړل چې که څوک لمونځ کوي نو هغه به مسلمان وي او چې څوک لمونځ نه کوي نو هغه به مشرک او کافر وي .
نوچې کوم لمونځ د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په طريقه نه وي هغه لمونځ د الله صلی الله عليه وسلم په وړاندې قبول نه دی ، دا داسې شو لکه چې له سره چا لمونځ نه وي کړی په دې سره سړی له دين څخه وځي.
3 – :عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو رضي الله عنه عَنْ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم أَنَّهُ ذَكَرَ الصَّلَاةَ يَوْمًا فَقَالَ [ مَنْ حَافَظَ عَلَيْهَا كَانَتْ لَهُ نُورًا وَبُرْهَانًا وَنَجَاةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَمَنْ لَمْ يُحَافِظْ عَلَيْهَا لَمْ تَكُنْ لَهُ نُورٌ وَلَا بُرْهَانٌ وَلَا نَجَاةٌ وَكَانَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَعَ قَارُونَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَأُبَيِّ بْنِ خَلَفٍ]( )
ژباړه : له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يوه ورځ لمونځ ياد کړ او وېويل : که څوک په لمونځ حفاظت ( همېشوالی ) وکړي نو لمونځ به ورله رڼا ، دليل اود قيامت وپه روځ دخلاصون ذريعه شي ، او که څوک پرې حفاظت ونه وکړي ( خيال يې ونه ساتي ) نو د قيامت په ورځ به ورله رڼا ، دليل او د خلاصون هېڅ ذريعه نه وي ، او د دې سره به د قيامت په ورځ د قارون او فرعون او هامان او د ابي بن خلف ملګری وي .
فايده : دا حديث مونږ ته راښايي چې بايد مسلمان په خپل پنځه وخته فرض لمونځ باندې همېشوالی وکړي چې د قيامت په ورځ د مسلمان لپاره رڼا او همدارنګه دخلاصون دليل وګرځي .
او که چرته مسلمان په خپل لمونځ کې کوتاهي وکړي او په خپل وخت يې ادا نکړي يا کله کړی او کله نه کړی نو دا لمونځ سړي ته څه فايده نه رسوي بلکې واپس پرې دليل وي تر دې چې دا انسان به د قارون او د فرعون او د هامان او د ابي بن خلف ملګری وګرځي .
الله جل جلاله دې مونږ د دوی له ملګرتوب نه وساتي ، امين يا رب العلمين .
4 – : عَنْ أَبِيْ حَازِ مٍ رضي الله عنه قَالَ: [ لَقَدْ رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم قَامَ عَلَيْهِ فَكَبَّرَ وَكَبَّرَ النَّاسُ وَرَاءَهُ وَهُوَ عَلَى الْمِنْبَرِ ثُمَّ رَفَعَ فَنَزَلَ الْقَهْقَرَى حَتَّى سَجَدَ فِيْ أَصْلِ الْمِنْبَرِ ثُمَّ عَادَ حَتَّى فَرَغَ مِنْ آخِرِ صَلاَتِهِ ثُمَّ أَقْبَلَ عَلَى النَّاسِ فَقَالَ: يَا أُيُّهَا النَّاسُ إِنِّيْ صَنَعْتُ هَذَا لِتَأْتَمُّوا بِيْ وَلِتَعَلَّمُوا صَلاَتِيْ ]( )
ژباړه : ابو حازم رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مې په خپل ممبر وليد چې تکبير يې وکړ ، خلکو ورپسې اقتداءً هم تکبير وکړ ، نبي کريم صلی الله عليه وسلم په ممبر و نو لاندې ورڅخه راښکته شو او دممبر په بېخ کې يې سجده وکړ ، بېرته ممبر ته پورته شو ، تر دې چې له لمونځ څخه اوزګار شو خلکو ته يې مخ راوګرځو او ورته يې وويل : اي خلکو ! داسې لمونځ مې ځکه وکړ چې تاسو راپسې اقتداء وکړئ او زما د لمونځ طريقه زده کړئ .
فايده: دا حديث مونږ ته را ښايي چې بايد معلمين او امامان خلکو ته لمونځ په عملي شکل وښايي ترڅو خلک ښه پوهه شي او د صحيح لمونځ طريقه زده کړي
5 – : عَنْ مَالِكِ بْنِ الْحُوَيْرِثِ رضي الله عنه قَالَ : قَالَ لَنَا رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم [صَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي ] ( )
ژباړه: دمالک ابن الحويرث رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي: تاسو لمونځ وکړئ لکه څرنګه چې تاسو ماوينئ او زه لمونځ کوم .
فايده: دې حديث کې مونږ ته رسول الله صلی الله عليه وسلم امر کړی دی چې داسې لمونځ به کوئ چې څنګه يې زه کوم او تاسو ما ګورئ ، نو پيغمبر صلی الله عليه وسلم خو وفات دی مونږ به لمونځ د هغه له احاديثو څخه اخلو ، دا به داسې شي لکه هغه چې لمونځ کوي او مونږ ورته ګورو .
6 – : عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ:قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم [ إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلاَةِ فَأَسْبِغِ الْوُضُوءَ ثُمَّ اسْتَقْبِلِ الْقِبْلَةَ فَكَبِّرْ ] ( )
ژباړه: له ابو هريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي : تاسو چې کله لمونځ ته پاڅيږې نو اول پوره اودس وکړه بيا قبلې ته مخامخ شه او (الله اکبر) ووايه.
فايده: دا حديث مونږ ته راښايي چې کله سړی د لمونځ لپاره پاڅيږي نو اول به اودس کوي ځکه چې بې اودسه لمونځ نه کېږي په اودس کې به خپل اندامونه پوره وينځي او چې لمونځ کوي نو قبلې ته به مخامخ شي او تکبير تحريمه به ووايي .
په دې حديث کې مونږ ته د لمونځ دوه شرطونه ذکر شول چې اودس کول او قبلې ته مخ ګرځول دي .