څلورم رکن : درکوع کول
رکوع ته د ښکته کېدو پرمهال د تکبيرويل
22 – : عَنْ سُهَيْلٍ عَنْ أَبِيهِ عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّهُ كَانَ يُكَبِّرُ كُلَّمَا خَفَضَ وَرَفَعَ وَيُحَدِّثُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَفْعَلُ ذَلِكَ.( صحيح مسلم 2 / 8)
ژباړه: له سهيل رَضِيَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دی دا روايت کوي له خپل پلار نه او دا روايت کوي د ابوهريره رَضِيَ اللهُ عَنْهُ نه چې هغه به د ښکته کېدو او پورته کېدو په وخت کې الله اکبر کو او ابو هريره رَضِيَ اللهُ عَنْهُ به وويل چې رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ به هم داسې کول .
فايده : په دې حديث کې مونږ زده کړل چې کله په لمونځ کې ښکته يا پورته کېږو نو بايد ( الله اکبر ) ووايو ، دا د نبي کريم صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ طريقه ده او له تکبير تحريمه نه بغير ټولو تکبيرونو ته تکبير د انتقال ويل کېږي .
لاسونه په زنګونانوکېښودل او خپلې ګوتې شا ته نه اړول
23 – : عَنَ سَعْدٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ [ أُمِرْنَا أَنْ نَضَعَ أَيْدِينَا عَلَى الرُّكَبِ ]( الجمع بين الصحيحين البخاري ومسلم 1 / 100)
ژباړه : د سعد رَضِيَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دی چې مونږ ته امر کړی شوی دی په دې باندې چې خپل لاسونه ( رکوع کې ) په زونګونانو باندې کېږدو.
فايده : په دې حديث کې مونږ ته دا راوښودل شول چې کله رکوع ته ښکته شو نو بايد لاسونه په زنګونانو باندې کېږدو.
په زنګونانو د لاسونو کېښودلو طريقه
24 – : عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ [ أَلَا أُصَلِّي لَكُمْ كَمَا رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُصَلِّي فَقُلْنَا: بَلَى فَقَامَ فَلَمَّا رَكَعَ وَضَعَ رَاحَتَيْهِ عَلَى رُكْبَتَيْهِ وَجَعَلَ أَصَابِعَهُ مِنْ وَرَاءِ رُكْبَتَيْهِ…( سنن النسائي 118)
ژباړه : عقبة بن عمرو رَضِيَ اللهُ عَنْهُ وويل : ايا زه تاسوته هغه ډول لمونځ نه کوم چې ما پرې رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ليدلی دی چې دغه ډول لمونځ یې کو ؟ مونږ وويل ولې نه ! نو هغه پاڅېد کله چې يې رکوع وکړه نو دواړه ورغوي يې په خپلو زنګونانو باندې کېښودل او ګوتې يې د خپلو زنګونانو مخې ته وګرځولې .
فايده : په دې حديث کې مونږ ته د رکوع کولو طريقه راوښودل شوه چې لمونځ کونکی به خپل ورغوي په زنګونانو باندې ږدي او خپلې ګوتې به شا ته نه اړوي .
خپل زنګونان کلک نيول او لاسونه ترينګلي کول او له خپل بدن څخه لري ساتل
25- عَنْ أَبِيْ حُمَيْدٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ [ ثُمَّ رَكَعَ فَوَضَعَ يَدَيْهِ عَلَى رُكْبَتَيْهِ كَأَنَّهُ قَابِضٌ عَلَيْهِمَاوَوَتَّرَ يَدَيْهِ فَتَجَافَى عَنْ جَنْبَيْهِ ]( سنن أبى داود 1 / 267)
ژباړه : ابوحميد رَضِيَ اللهُ عَنْهُ وايي چې بيا يې رکوع وکړه او دواړه لاسونه يې په خپلو زنګونونو باندې په داسې حالت کې کېښودل چې کلک يي نيولي وو او دواړه لاسونه يې ترينګلې کړي وو او له ډډ نه يې جدا کړي وو .
فايده : په دې حديث کې مو ياد کړل چې کله هم رکوع کوو نو خپل زنګونان به کلک نيسو او په څنګلو کې به لاسونه نه راټولو بلکې د ليندې په څېر به يې ترنګلي کوو او سست او مړه به لاسونه نه نيسو .
په رکوع کې سر نېغ يا زوړند نه نيول او ملا سيده کول
26 – : عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَتْ [ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا رَكَعَ لَمْ يُشْخِصْ رَأْسَهُ وَلَمْ يُصَوِّبْهُ ، وَلِكَنْ بَيْنَ ذَلِكَ.( صحيح مسلم 2 / 107)
ژباړه : بي بي عا ئشي رَضِيَ اللهُ عَنْهَا وايي چې رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَبه کله رکوع کوله نو سر به يې نه ځوړوند نيو نه به يې نېغ نيو بلکې درميانه به و ( يعني سيده به و ) .
فايده : په دې حديث کې مو ياد کړل چې کله رکوع کوو نو خپل سر به نه نېغ نيسو او نه به يې زوړنده وو بلکې سيده به وي او خپل د سجدي ځاي ته به ګورو.
27- عَنْ أَبِي مَسْعُودٍالْأَنْصَارِيِّ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ [ لَا تُجْزِئُ صَلَاةٌ لَا يُقِيمُ الرَّجُلُ فِيهَا صُلْبَهُ فِي الرُّكُوعِ وَالسُّجُودِ ]( سنن الترمذي 2 / 51)
ژباړه : له ابومسعود انصاري رَضِيَ اللهُ عَنْهَا نه روايت دی چې رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ويلي دي : د هغه چا لمونځ نه صحيح کېږي چې په رکوع او سجده کې خپله ملا سمه سيده نه کړي .
فايده : دا حديث مونږ ته راښايي چې د چا ملا په رکوع او سجده کې سمه سيده نه وي نو لمونځ يې صحيح نه دی ، او ناقص لمونځ الله جَلَّ جَلاَلُهُ نه قبلوي بايد په دې ډير اهتمام وشي چې داسې نه لمونځ کوو او قبليږي نه او واپس پرمونږ باندې عذاب وي .
دڅلورم رکن دليل
28 – : عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ [ ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا ] (الجمع بين الصحيحين البخاري ومسلم 3 / 86)
ژباړه : د ابو هريره رَضِيَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دی چې رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ويلي دي : بيا رکوع وکړه تر دي چې ښه په ارام شې په داسې حال کې چې ته رکوع کونکی يې .
فايده : په دې حديث کې پيغمبر صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مونږ ته راښايي چې په رکوع کې به دومره وخت پاتې کېږې چې پوره ارامتيا حاصله کړې ، بايد دومره وخت په کې تېر شي چې درې کرتې په کې “سبحان ربي العظيم” وويل شي.