له درودوڅخه ورسته دعاګاني
عَنْ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْعُودٍ رضي الله عنه قَالَ قَالَ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم [ ثُمَّ يَتَخَيَّرْ مِنَ الدُّعَاءِ أَعْجَبَهُ إِلَيْهِ فَيَدْعُوهُ ]( صحيح البخاري: 1 / 287)
ژباړه : له عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : بيا دي له دعاګانو څخه هغه خوښې کړي چې د لمونځ کونکی خوښې وي او ودې غواړي .
فايده : په دې حديث کې مونږ ته راوښودل شول چې د درودو څخه وروسته به دعاغوښتلی شي د چا چې کوم شرعي ضرورت وي نو په دغې وخت کې يې د الله جل جلاله څخه غوښتلی شي او څه دعاګانې به په راروانو احاديثو کې ذکر شي.
عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم كَانَ يَدْعُو فِى الصَّلاَةِ [ اللَّهُمَّ إِنِّى أَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْمَأْثَمِ وَالْمَغْرَمِ ] (الجمع بين الصحيحين البخاري ومسلم : 4 / 57)
ژباړه : له بي بي عايشې رضي الله عنها نه روايت دی چې يقينا رسول الله صلی الله عليه وسلم په لمونځ کې دا دعا کوله : ای الله جل جلاله يقينا زه چې پناه نيسم په تا پورې د عذاب د قبر نه ، او پناه نيسم په تاپورې د فتنې ( امتحان ) دجال څخه ، او پناه نيسم په تا پورې د ګناه څخه او د قرض څخه ( چې قرضداری نه شم ) .
فايده : په دې حديث کې پيغمبر صلی الله عليه وسلم مونږ ته دعا راوښودله چې د درود څخه وروسته ويلی کېږي نو مونږ له پکار دي چې دا دعاګانې زده کړو او په خپلو لمونځونو کې يې ووايو چې الله جل جلاله مو ددغې فتنو او امتحانونو څخه بچ کړي .
عَنْ أَبِي بَكْرٍ الصِّدِّيقِ رضي الله عنه أَنَّهُ قَالَ لِرَسُولِ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم عَلِّمْنِيْ دُعَاءً أَدْعُو بِهِ فِيْ صَلَاتِيْ . قَالَ : قُلْ : اللَّهُمَّ إنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِيْ ظُلْماً كَثِيرَاً . وَلا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إلاَّ أَنْتَ . فَاغْفِرْ لِي مَغْفِرَةً مِنْ عِنْدِكَ . وَارْحَمْنِي , إنَّكَ أَنْتَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ]( صحيح البخاري : 1 / 286)
ژباړه : له ابوبکر صديق رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې وويل : ما ته داسې دعا وښايه چې زه پرې لمونځ کې دعا وغواړم نو پيغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وويل داسې ووايه : ای الله جل جلاله يقينا ما له ځان سره ډېر ظلم کړی دی او نه بښي څوک ګناهونه مګر ته يې بښې ، له خپل طرف نه راته ټوله بښنه وکړه او رحم راباندې وکړه په يقين سره چې ته بښونکی او د رحم والا يې .
فايده : په دْ حديث کې مونږ ته بله دعا راوښودل شوه چې له درودو څخه وروسته ويل کېږي .
عَنْ عَلِيٍّ رضي الله عنه عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم [ أَنَّهُ كَانَ إِذَا قَامَ إِلَى الصَّلاَةِ «… يَكُونُ مِنْ آخِرِ مَا يَقُولُ بَيْنَ التَّشَهُّدِ وَالتَّسْلِيمِ « اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِى مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ وَمَا أَسْرَفْتُ وَمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّى أَنْتَ الْمُقَدِّمُ وَأَنْتَ الْمُؤَخِّرُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ ]( صحيح مسلم : 2 / 185)
ژباړه : له علي رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به کله لمونځ ته ودرېد نو… اخرني ويل به يې د تشهد او سلام منځ کې دا و : ای الله جل جلاله ما ته بښنه وکړه زما د هغې ګناهونو چې ما مخکې کړي دي او د هغې ګناهونو چې زه يې وروسته کوم او د هغې ګناهونو چې ما پټ کړي دي او د هغې ګناهونو چې ما ښکاره کړي دي او د هغه څه چې په هغې کې ما له حد څخه تېری کړی وي او د هغې ګناهونو چې ته پرې له ما څخه ډير ښه پوهه يې ته اول يې( له تا څخه مخکې څه نه و ) او ته اخري يې( ستا نه وروسته به څوک نه وي ) او نشته د بندګۍ مستحق مګر ته يې .
فايده : په دې حديث کې مونږ ته بله دعا راوښودل شوه چې دا دعابه پيغمبر صلی الله عليه وسلم په هر لمونځ کې ويله نو مونږ او تاسو ته درس دی چې مونږ يې هم په خپلو لمونځونو کې ووايو ځکه زمونږ څخه داسې ګناهونه ډير کېږي .