د رکوع د هيئت په اړه ابوحمید ساعدي وايي:
————————–
فَإِذَا رَكَعَ أَمْكَنَ كَفَّيْهِ مِنْ رُكْبَتَيْهِ وَفَرَّجَ بَيْنَ أَصَابِعِهِ ثُمَّ هَصَرَ ظَهْرَهُ غَيْرَ مُقْنِعٍ رَأْسَهُ وَلاَ صَافِحٍ بِخَدِّهِ «وَفِی رِوَايَةٍ» وَوَتَّرَ يَدَيْهِ فَتَجَافَى عَنْ جَنْبَيْهِ. (ابوداؤد کتاب الصلاة باب افتتاح الصلاة : ۷۳۱، ۷۳۴ ، ترمذی: ۲۶۰، صحيح)
ژباړه : کله چي به رسول الله صل الله علیه وسلم رکوع کوله نو په دواړو لاسونو يې کوړۍ مضوطې نيولې، خپلې ګوتې يې خلاصولې، بيا يې خپل شا داسي ټيټوله چي سر يې نه لوړ وو او نه بالکل کښته وو او په يوه روايت کي دي: لاسونه يې د نېزې په څېر ټينګول چي مټې يې له بغلونو بېلې وې.
په ښه اطمنان به رکوع کوي رسول الله ويلي:
————————–
ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا. (بخاری کتاب الاذان باب امر النبی صل الله علیه وسلم …الخ : ۷۹۳، مسلم: ۳۹۷)
ژباړه : بيا رکوع کوه ان چي په کي ارام شې .
په رکوع کي به داسي دعا وايي:
————————–
سُبْحَانَ رَبِّيَ الْعَظِيمِ. (مسلم کتاب صلاة المسافرين باب استحباب تطويل القراءة فی صلاة اللیل: ۷۷۲، ابو داؤد ح: ۸۷۱)
ژباړه : زما رب له هره عيبه پاک تر ټولو ستر دئ.
سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي. (بخاری کتاب الاذان باب الدعاء فی الرکوع : ۷۹۴ ، مسلم : ۴۸۴)
ژباړه : اې الله! ته پاک يې، اې زموږربه! اوستاله تعريف سره اې الله! ماته بخښنه وکړه.
له رکوع به په سمع الله لمن حمده سر پورته کوي روايت کي دي:
————————–
إِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرُّكُوعِ، وَيَقُولُ: سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ. (بخاری کتاب الاذان باب رفع اليدين فی التکبیرة الاولی من الافتتاح سواء ۷۳۵، مسلم : ۸۶۵، ۳۹۱)
ژباړه : کله چي به يې له رکوع سر پورته کړ ويل به يې سمع الله لمن حمده.
ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْدِلَ قَائِمًا. (بخاری کتاب الاذان باب امر النبی صل الله علیه وسلم الذی لايتم رکوعه بالاعادة : ۷۹۳)
ژباړه : بيا له رکوع پورته شه ان چي ته بالکل سيده درېږې .
بیا داسي دعا کوي:
اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ. (مسلم کتاب الصلاة باب مایقول اذا رفع راسه من الرکوع : ۲۰۴/ ۴۷۶)
ژباړه : اې زموږربه! تاته حمددی.په بل روايت کي داسي دي: اَللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ اَلْحَمْدُ.
رَبَّنَا وَلَكَ الْحَمْدُ حَمْدًا كَثِيرًا طَيِّبًا مُبَارَكًا فِيهِ. (بخاری کتاب الاذان باب : ۷۹۹)
ژباړه : اې زموږربه! اوټول حمدونه تالره دي ، ډېرزيات حمدپاک چي برکت پکښې وي.
بیا سجدې ته د الله اکبر په ويلو ځي:
————————–
ثُمَّ يَقُولُ اللَّهُ أَكْبَرُ حِينَ يَهْوِى سَاجِدًا(بخاری کتاب الاذان باب یهوی بالتکبیر حین یسجد: ۸۰۳)
ژباړه : بيا چي به کله سجدې ته تلی الله اکبر به يې وایی .
د سجدې کولو طریقه به داسي وي:
————————–
أُمِرْتُ أَنْ أَسْجُدَ عَلَى سَبْعَةِ أَعْظُمٍ : عَلَى اَلْجَبْهَةِ – وَأَشَارَ بِيَدِهِ إِلَى أَنْفِهِ – وَالْيَدَيْنِ , وَالرُّكْبَتَيْنِ , وَأَطْرَافِ اَلْقَدَمَيْنِ. (بخاری کتاب الاذان باب السجود علی الانف : ۸۱۲ ، مسلم : ۲۳۰/ ۴۹۰)
ژباړه : ماته امر شوی دئ چي پر اوو اندامونو سجدي وکړم، پر تندي او رسول الله صل الله علیه وسلم پزې ته اشاره وکړه (يعني پر تندي او پزه) پر دواړو لاسونو ، دواړو ګونډو او د پښود پر ګوتو .
سجده به د دوو لاسونو تر منځ کوي روايت کي دي:
————————–
ثُمَّ سَجَدَ وَوَضَعَ وَجْهَهُ بَيْنَ كَفَّيْهِ. (ابوداؤد کتاب الصلاة باب رفع اليدين فی الصلاة : ۷۲۶، صحيح)
ژباړه : بيا يې د دوو لاسونو تر منځ سجده وکړه .
لاسونه به يې ځمکې لوړ او له بغله ليرې وي، روايت کي دي:
فَإِذَا سَجَدَ وَضَعَ يَدَيْهِ غَيْرَ مُفْتَرِشٍ وَلاَ قَابِضِهِمَا. (بخاری کتاب الاذان باب سنة الجلوس فی التشهد : ۸۲۸)
ژباړه : کله چي به (رسول الله صل الله علیه وسلم )سجده کوله نو لاسونه يې پرځمکه اېښودی او لېچ يې له ځمکې او بغله ليرې نیول .
په سجده کي به پښې دروي:
————————–
فَقَدْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَيْلَةً مِنَ الْفِرَاشِ فَالْتَمَسْتُهُ فَوَقَعَتْ يَدِي عَلَى بَطْنِ قَدَمَيْهِ وَهُوَ فِي الْمَسْجِدِ وَهُمَا مَنْصُوبَتَانِ . (مسلم کتاب الصلاة باب ما یقال فی الرکوع والسجود : ۴۸۶)
ژباړه :عائشه رضی الله عنهاوايي په شپه کي مي رسول الله صل الله علیه وسلم پر خپله بستره ونه ليد ، ما يې په تياره کي تلاش پيل کړ، نو زما لاس په داسي حال کي دده د پښو له شا سره ولګېد چي دئ پر سجده وو، پښې يې درولې وې.
نس به يې له ورنو او سينه له ځمکې څخه ليرې وي، روايت کي دي:
————————–
أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ إِذَا صَلَّى فَرَّجَ بَيْنَ يَدَيْهِ حَتَّى يَبْدُوَ بَيَاضُ إِبْطَيْهِ. (بخاری کتاب الاذان باب یبدی ضبعیه ویجافی فی السجود: ۸۰۷ ، مسلم : ۴۹۷)
ژباړه : بې شکه رسول الله صل الله علیه وسلم چي به کله لمونځ کاوی نو لاسونه به يې دومره پراخ کړل چي د بغل سپينوالی به يې معلومېدی.
كَانَ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- إِذَا سَجَدَ لَوْ شَاءَتْ بَهْمَةٌ أَنْ تَمُرَّ بَيْنَ يَدَيْهِ لَمَرَّتْ. (مسلم کتاب الصلاة باب الاعتدلال فی السجود …الخ : ۴۹۶)
ژباړه : رسول الله صل الله علیه وسلم چي به کله سجده کوله نوکه سېرلي يې تر لاسو د وتلو اراده کړې واي نو وتلای شوای .
جامې (کپړې) او وېښتان به نه غوټه کوي، حدیث کي دي:
————————–
أُمِرْتُ أَنْ أَسْجُدَ عَلَى سَبْعَةِ أَعْظُمٍ وَلاَ أَكُفَّ ثَوْبًا وَلاَ شَعْرًا. (بخاری کتاب الاذان باب السجود علی سبعة اعظم : ۸۱۰ ، مسلم : ۲۲۸/ ۴۹۰)
ژباړه : ماته د (الله له لوري) امر شوی چي پر اوو هډونو سجده وکړم جامه او وېښتان به نه غوټه کوم .
سجده په ښه اطمنان سره کوي:
————————–
ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا. (بخاری کتاب الاذان باب وجوب القراءة للامام …الخ : ۷۵۷)
ژباړه :بيا په ارامي او اطمنان سجده وکړه .
د سپي د ناستې په شان به سجده نه کېږي:
————————–
لاَ يَبْسُطْ أَحَدُكُمْ ذِرَاعَيْهِ انْبِسَاطَ الْكَلْبِ. (بخاری کتاب الاذان باب لا یفترش ذراعيه فی السجود : ۸۲۲)
ژباړه : له تاسو دي يو هم د سجدې په وخت کي خپل لېچ د سپي په شان پر ځمکه نه ږدي .
په سجده کي دې زیاتې دعاوې کوي ځکه الله ته په دې وخت کي زیات نژدې دئ:
————————–
أقْرَبُ مَا يَكُونُ العَبْدُ مِنْ رَبِّهِ وَهُوَ سَاجِدٌ ، فَأَكْثِرُوا الدُّعَاءَ. (مسلم کتاب الصلاة باب ما یقال فی الرکوع والسجود ؟: ۴۸۲)
ژباړه : انسان په سجده کي خپل رب ته زيات نژدې وي ځکه نو زياتې دعاوې ترې غواړئ .
سُبْحَانَ رَبِّيَ الأَعْلَى. (مسلم کتاب صلاة المسافرين باب استحباب تطويل القراءة فی صلاة اللیل : ۷۷۲)
ژباړه : زمارب پاک دئ ترټولولوئ .
ناسته به يې داسي وي چي راسته پښه به ودروي او پرچپه به کښېني:
عَنْ عَائِشَةَ ، قَالَتْ : كَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم إذَا سَجَدَ فَرَفَعَ رَأْسَهُ لَمْ يَسْجُدْ حَتَّى يَسْتَوِيَ جَالِسًا ، وَكَانَ يَفْرِشُ رِجْلَهُ الْيُسْرَى ، وَيَنْصِبُ رِجْلَهُ الْيُمْنَى. (مصنف ابن ابی شيبه کتاب الصلاة باب یفترش الیسری و ینصب الیمنی ح : ۲۹۴۱، صحيح)
ژباړه : له عائشې رضی الله عنها څخه روايت دئ دا وايي : رسول الله صل الله علیه وسلم چي به کله له سجدې سر راوپورته کړ دوېمې سجدې ته نه تلی څو سم ارام نه وای کښېنستلی او ده صل الله علیه وسلم چپه پښه غوړوله او راسته پښه يې دروله .