اتمه لمعه
د حرف (را) قواعد:
حرف (را) په شپـږو(۶) حالا تو کې مفخمه ويلى شي:
اوله قاعده:
هر کله چې په حرف (را) باندې زبر، پيش يا دوه زبره اويا دوه پيشه راشي اګر که مشدده وي نو په دې ټولو حالا تو کې به حرف (را) مفخمه ويلى شي لکه: (رَبك، رُبما، خبيراً، بصيرٌ، ضرَّاء).
دوهمه قاعده:
هر کله چې حرف (را) ساکنه وي او د هغې نه په مخکې حرف باندې زبر يا پيش راشي نو دغه حرف (را) به مفخمه ويلى شي لکه: (اَرْسَلْنَا، يُرْسَلُ).
دريمه قاعده:
هر کله چې حرف (را) د وقف دوجې نه ساکنه کړى شي او د هغې نه مخکې حرف هم ساکن وي په دې شرط چې ياې ساکنه نه وي او په مخکې حرف باندې زبر يا پيش راشي نو دغه حرف (را) به مفخمه ويلى شي لکه: (القَدْر، العُسْر).
څلورمه قاعده:
هر کله چې حرف را ساکنه وي او مخکې ترې کسره عارضي وي نو دغه حرف (را) به هم مفخمه ويلى شي لکه: (اِرْجِعُوْ، اِرْكََبْ).
پنځمه قاعده:
هر کله چې حرف (را) ساکنه وي او مخکې ترې کسره منفصله وي نو دغه حرف (را) به مفخمه (ډکه ) ويلى شي لکه: (اَمِ ارْتَابُوْ، رَبِّ ارْجِعُوْن).
شپږمه قاعده:
هرکله چې حرف (را) ساکنه وي او مخکې ترې کسره اصلي متصله وي ليکن چې ؤروسته ترې د حروف مستعليه نه يو حرف مفتوح په دغه کلمه کې راغلى وي نو دغه حرف (را) به مفخمه (ډکه ) ويلى شي لکه:(فِرْقَةٍ، قِرْطَاسٍ، مِرْصَاداً، اِرْصَاداً، لبِالْمِرْصَاد) ددې قاعدې همدا الفاظ په قرآن کريم کې راغلي دي .
د مرققي (را) حالاتونه :
حرف (را) به په پنځه (۵) حالاتو کې مرققه ويلى شي:
اول: هر کله چې حرف (را) باند زير راشي نو دغه حرف (را) به مرققه ( باريکه) ويلى شي اګر كه مشدده وي لکه: (رِجَال، الرِّجَال).
دوهم: هرکله چې حرف (را) ساکنه وي او په مخکې حرف باندې کسره اصلي متصله وي خو چې ؤروسته ترې د حروف مستعليه نه يو حرف مفتوح په دغه کلمه کې نه وي راغلى نو دغه حرف (را) به مرققه ( باريکه) ويلى شي لکه: (اَنْذِرْ، فِرْعَوْن).
دريم: هرکله چې حرف (را) د وقف د وجې نه ساکنه شي اومخکې حرف هم ساکن وي او مخکې حرف باندې کسره راشي نودغه حرف (را) به مرققه ويلى شي: لکه
(ذِكْر، بِكْر).
څلورم: هرکله چې حرف (را) ساکنه شي د وقف د وجې نه او دهغې نه مخکې حرف (ياې) ساکنه وي که مده وي او که لينيه وي نو بيا به دريم حرف ته نشي کتلى بلکه دغه حرف (را) به مرققه ويلى شي لکه: (خَيْرْ، قَدِيْرْ).
او دا حرف (را) به ځکه مرققه ويلى شي چې حرف (يا) جوړه ده د دؤ(۲) کسرو نه.
او قانون دادى چې حرف (را) ساکنه د يوې کسرې نه ؤروسته راشي نوهغه حرف (را) به مرققه ويلى شي او که د دوه کسرو نه ؤروسته راشي نو بيا به په طريقه اولى سره مرققه ويلى شي .
پنځم: هرکله چې (را) مماله راشي نو هغه به مرققه ويلى شي او د امام حفص رحمه الله په نزد په ټول قرآن کريم کې (را) مماله فقط يو ځاى کې راغلې ده: (مجر يـها).
قاعده: (را) مرامه به په تفخيم او ترقيق کې د خپل حرکت موافق ويلى شي او مطلب ددې دادى چې د وقف بالروم په حالت کې به د حرف (را) د حرکت دريمه حصه ظاهرولى شي اؤقف بالروم په پيش او زير کې کېږي، او ددې تفصيل به ؤروسته راځي إن شاء الله تعالى .
تنبيهات:
اوله تنبيه: (را) مشدده به په تفخيم او ترقيق کې د خپل حرکت موافق ويلى شي لکه: (مُسْتَقِرٌّ، الرِّجَال).
دوهمه تنبيه: په لفظ د (كُلُّ فِرْقٍ) په دې کې اختلاف دى:
١- تفخيم . ٢- ترقيق .
تفخيم پکې د عامې قاعدې موافق کېږي ځکه چې د (را) ساکنې څخه ؤروسته د حروف مستعليه ؤ نه (قاف) راغلى دى او ترقيق پکې ځکه دى چې (را) د دوه کسرو په منځ کې واقع شوې ده او کسره تقاضا د ترقيق کوي ، نه د تفخيم.
دويم دا چې دا حرف (را) چې د کوم حرف مستعليه د وجې نه مفخمه ويلى شي نوهغه په خپله مکسور دى، نو د هغې په تفخيم کې کمى راغلى دى، نو دا د حرف (را) په تفخيم باندې اثر نشي کولى خو بيا هم تفخيم او ترقيق دواړه جايز دي .
دريمه تنبيه:په لفظ د (مِصْرَ او عَيْنَ الْقِطْرِ) په دې کې هم اختلاف دى : ١- تفخيم . ٢- ترقيق .
1 _ ¬ترقيق پکې ځکه دى چې حرف (را) د وقف د وجې نه ساکنه شوې ده او مخکې حرف هم ساکن دى او مخکې حرف باندې کسره راغلې ده .
1 – ترقيق پکې ځکه دى چې حرف (را) د وقف د وجې نه ساکنه شوې ده او مخکې حرف هم ساکن دى او مخکې حرف باندې کسره راغلې ده .
2 – تفخيم پکې ځکه دى چې د حرف (را) ساکنې نه مخکې د حروف مستعليه ؤ نه يو حرف راغلى دى .
ليکن په دې دواړو کلماتو کې غوره خبره داده چې په لفظ د مِصْرَ کې تفخيم غوره دى د ترقيق نه ځکه د مِصْرَ (را) مفتوحه ده په حالت د وصل کې او په لفظ د (عَيْنَ الْقِطْرِ) کې ترقيق غوره دى د تفخيم نه ځکه د قِطْرِ (را) مکسوره ده په حالت د وصل کې .
په دې دواړو حروفو کې اصل حرکت ته اعتبار دی .
څلورمه تنبيه: په لفط د (وَاَنْذِرْ قَوْمَكََ، وَلا تُصَعِرْ خَدكََ، فَاصْبِرْ صَبْراً) په دې کې هم اختلاف دى :
١- تفخيم . ٢- ترقيق .
1/: تفخيم پکې د عامې قاعدې موافق کېږي ځکه چې د (را) ساکنې نه ؤروسته د حروف مستعليه ؤ نه يو حرف راغلى دى .
2/: ترقيق پکې ځکه دى چې د (را) ساکنې نه مخکې کسره اصلي متصله راغلې ده او ؤروسته ترې د حروف مستعليه نه يو حرف راغلى دى خو جدا په بله کلمه کې دى نو دا د حرف (را) په تفخيم باندې اثر نشي کولى .
پنځمه تنبيه: په لفظ د(خَيْرٌ او قَدِيْرٌ) کې به هم په حالت د وقف کې دا (راءات) مرقق ويلى شي ځکه چې د (را) ساکنې نه مخکې (ياې) ساکنه راغلې ده.
شپږمه تنبيه: په لفظ د (اذَا يَسْرِ ) کې هم اختلاف دى :
١- تفخيم . ٢- ترقيق .
1: تفخيم پکې ځکه دى چې حرف (را) د وقف د وجې نه ساکنه شوې ده او مخکې حرف هم ساکن دى او په مخکې حرف باندې فتحه راغلې ده .
2: ترقيق پکې ځکه دى چې دا په اصل کې (اِذا يسرى) ؤ نو بعضې قراء وايي چې دا حرف (را) به مرققه ويلى شي ځکه چې دا دلالت وکړي په حذفيت د (يا) باندې ليکن دا قول ضعيف دى .
فايده: اماله په لغت کې مايله کېدلو ته وايي .
او په اصطلاح کې زبر، زيرته او الف (يا) ته مايله کول دې ته اماله وايي.
د اماله ډولونه :
اماله په دوه(۲) ډوله ده:
١- اماله کبرى . ٢ – اماله صغرى .
1: اماله کبرى
يعني ډېر ميلان کول , په داسې طريقې سره چې زبر زير ته او الف يا ته مايله شي خو چې د زير او يا حصه پکې زياته وي خو دومره زياته هم نه وي چې خالص زير او (يا) ترې جوړه شي او د امام حفص (رحمه الله) په نزد اماله کبرى فقط يو ځاى كې راغلې ده: (مجريـها) چې په اصل کې مَجْراها ؤ) .
2: اماله صغرى
هغه ده چې زبر زير ته او الف يا ته مايله شي خو چې د زبر او الف حصه پکې زياته وي .
ليکن دومره هم زياته نه وي چې خالص الف او زبر ترې جوړ شي او د امام حفص رحمه الله په نزد اماله صغرى نشته .
د حرف (را) اجمالي قواعد:
د مفخمي (را) حالاتونه :
حرف (را) په شپـږو (۶) حالا تو کې مفخمه ويلى شي:
(١) (را) مضمومه يا مفتوحه لکه: (رُبما، رَبك، خبيرٌ، بصيراً، ضرَّاء).
(٢) (را) ساکنه ماقبل مضموم يا مفتوح لکه: (يُرسل، أَرْسَلْنَا).
(٣) (را) ساکنه وقفاً ماقبل ساکن ماقبل ضمه يا فتحه لکه: (العُسْر، القَدْر).
(٤) (را) ساکنه ماقبل کسره عارضي لکه: (اِرْجِعُو، اِرْكََب).
(٥) (را) ساکنه ماقبل کسره منفصله لکه: (اَمِ ارْتَابُوا، ربِّ ارْجعون).
(٦) (را) ساکنه ماقبل کسره متصله ما بعد حرف مستعليه مفتوح . مثال: فِرْقَه، قِرْطَاس، لَبِالْمِرْصَاد، اِرْصَاداَ، مِرْصَاداَ.
د حرف (را) د ترقيق پنځه (۵) حالات دي او هغه دادي :
(١) را مکسوره: (رِجَال، الرِّجَال).
(٢) را ساکنه ما قبل کسره اصلي متصله چې ما بعد ترې حرف مستعليه مفتوح په دغه کلمه کې نه وي راغلى: (فِرْعَوْن، انذِرْ).
(٣) را ساکنه وقفًا ما قبل ساکن ماقبل مکسور لکه: (ذِكْْر، بِكْْر).
(٤) را ساکنه ماقبل ياې ساکنه يا لينيه: (قَدِيْر، خَبِيْر).
(٥) را مماله لکه: (مجر يـها).