دوهمه لمعه
بيان د لحن
هرکله چې مصنف رحمه الله د تجويد لغوي اواصطلاحي تعريفونه بيان کړه اوس په دې لمعه کې د لحن بيان کوي، ځکه د عربي مشهوره مقوله ده چې:
(تعرف الأشياء بأضدادها).
ژباړه: هر يو شى پيژندلى شي په خپل ضد سره .
نو د تجويد ضد لحن دى .
ددې مختصر تعريف نه ؤروسته د يوڅو خبرو پيژندل ضروري دي .
١ – معنى د لحن .
٢ – اقسام د لحن .
٣ – حکم د لحن .
معنى د لحن:
لحن په لغت کې لهجې، خوش اوازۍ او غلطۍ ته وايي.
او په اصطلاح کې لحن وئيلى شي قران کريم د تجويد نه خلاف لوستل، يا بې قاعدې او غلط لوستل .
د تجويد نه خلاف قران لوستل . يعني هغه حروف چې مشابه بالصوت وي په هغې کې غلطي کول، غلط لوستل يعني په حرکاتو او سکناتو کې غلطي کول، بې قاعدې لوستل، يعني صفات عارضه نه اداء کول .
اقسام د لحن:
لحن اولاً په دوه قسمه دى :
١:- لحن جلي . ٢:- لحن خفي .
1. لحن جلي:
ښکاره او غټې غلطۍ ته وايي ، دا داسې غلطي وي چې په دې باندې هر خاص او عام پوهيږي لکه د الحمد په ځاى الهمد ويل .
لحن جلي اقسام :
لحن جلي په پنځه قسمه دى :
1. ( تبديل الحرف بالحرف).
يعني د يو حرف په ځاى بل حرف ويل. لکه د وانحر په ځاى وانهر ويل.
2. (تبديل الحركة بالحركة).
يعني د يو حرکت په ځاى بل حرکت ويل. لکه: د صِراطَ په ځاى صَرَاطَ ويل .
3. (تزييد الحرف او النقصان).
يعني زياتول د يو حرف يا کمول د يو حرف. لکه: د قالُوْا په ځاى قالُ ويل او د قَالَ په ځاى قَالا ويل.
4. (تسكين المتحرك او التحريك الساكن).
ژباړه: يعني ساکن کول د متحرک او تحريك حرف او يا حرکت ورکول حرف ساکن ته. لکه :د فَضَّلَنَا په ځاى فَضَلْنَا ويل يا د خَلَقْنَا په ځاى خَلَقنَا ويل.
5. (تبديل المخفف بالمثقل وتبديل المثقل بالمخفف).
يعني بدلول د مخفف حرف په مشدد باندې او يا بدلول د مشدد حرف په مخفف حرف باندې.
لکه: د مُطَاعٍ په ځاى مُطَّاعٍ ويل او يا دُرِّيٌ په ځاى دُرِيٌ ويل.
حکم دلحن جلي:
حکم د لحن جلي دادى چې دا حرامه ده يعني ددې لوستل او اوريدل دواړه حرام دي او په بعضې ځايونو کې پرې لمونځ هم فاسديږي نوځکه دلحن جلي نه ځان ساتل فرض دي .
2. لحن خفي:
لحن خفي هغې غلطۍ ته وايي چې هغه وړه او پټه غلطي وي لکه په حرف ((را)) باندې چې زبر يا پيش راشي نو هغه به مفخمه ( ډکه ) ويلى شي اوکه دا څوک مرقق ( تشه ) ؤايي نو دېته لحن خفي وايي، او په دې باندې خاص ماهرين ددې فن پوهيږي .
حکم د لحن خفي:
دا مکروه دي ليکن له دې څخه هم ځان ساتل ضروري دي .
• خلاصه ددې لمعې دا شوه چې په مخارجو او صفات لا زمه کې څه غلطي راشي نو دې ته لحن جلي وايي، او کله چې په يو حرف کې صفات عارضه ادا نشي نو دې ته لحن خفي وايي .
ملاحظه: د تلاوت په وخت کې د هغو عيوبو نه ځان ساتل پکار دي چې دهغو د ادا کولو په وجه تلاوت ته نقصان رسيږي او هغه دادي :
١ – ترعيد: مد او حرکت کې اواز خوځول، مکروه – حرام .
٢ – تنفيش: حرکات پوره نه اداء کول، مکروه .
٢ – تعجيل: د تيز والي له وجې نه حروف د يو بل نه نه جدا کول ، حرام .
٤ – تطنين: ټول حروف په پوزه کې ادا کول چې دغنې يا د نون اواز پکې وي، حرام.
٥ – تهميز: په هر حرف کې همزه اداء کول، حرام .
٦ – تطويل: حرکات او مدونه د خپل حد نه زيات راښکل، مکروه .
٧ – همهمه: مشدد مخفف او مخفف مشدد اداء کول، حرام.
٨ – زمزمه: د سندرو په طرز تلاوت کول اګر که د تجويدد قواعدو موافق وي، حرام .
٩ – ترقيص: آواز زنګول کله چې د تجويد نه خلاف وي، حرام .
١٠ – عنعنه: همزه د عين سره يو ځاى مخلوط اداء کول، حرام.
١١ – رکزه: بى ځايه إدغام کول , حرام .
١٢ – تمضيغ: حروف ژول، مکروه .
١٣ – تعويق: د کلمې په منځ کې وقف کول او بيا د ما بعد نه شروع کول ، حرام.
١٤ – وثبه: حروف نيمه کې پرېخودل او مخکې شروع کول يعني ټوپونه وهل، حرام .
محاسن التلاوة
د تلاوت په وخت کې ددې شپږو محاسنو لحاظ پکار دى چې هغه دادي :
١/ ترتيل: چې تلاوت په آرامه او إطمنان سره وکړای شي او د تجويد د قواعدو لحاظ وساتل شي .
٢/ تجويد: حروف قراني د خپل مخرج نه د صفات لا زمه او عارضه ؤ سره يوځای اداء کول .
٣/ تبيين: هر حرف واضح او صفا اداء کول .
٤/ ترسيل: الفاظ په نرمۍ سره وئيل او حروف پوره اداء کول او د حرف د پټولو او خوړلو نه ځان ساتل .
٥/ تحسين: د تجويد سره سره تلاوت په خوش اوازۍ سره کول دعربو د لهجې موافق.
٦/ توقير: په خشوع او خضوع او باوقاره تلاوت کول .
د تلاوت مراتب :
(١) ترتيل:
له آرامه تلاوت کولوڅخه عبارت دی .لکه په جلسو او اجتماعاتو کې چې کيږي، لکه دا ترتيل امام ورش عاصم او حمزه (رحمهم الله) اختيار کړى دى او دې ترتيل ته بعضې قراء تحقيق او يا مشق هم وايي.
(٢) حدر:
دې ته وايي چې تلاوت زر زر وکړاى شي، لکه په تراويحو کې چې کيږي، او دا حدر امام قالون او ابن کثير او ابو عمرو بصري (رحمهم الله) اختيار کړى دى.
(٣) تدوير:
دې ته وايي چې د ترتيل او د حدر په منځ کې وکړاى شي چې نه د ترتيل په شان ډير په ورو وي او نه د حدر په شان ډير زر زر وي لکه په فرضي مونځونو کې چې کيږي او دا تدوير ابن عامر او کسايي (رحمهما الله) غوره کړى دى.
نوټ: په دې درې واړه طريقو کې تطبيق د قواعدو د تجويد ډېر ضروري دى داسې نه چې حروف يو بل کې خلط يا ګډوډ شي يا مقدار کم يا زيات شي يا حرکات مجهول ادا کړاى شي نو بيا داسې لوستل جائز نه دي .