د تجويد اهميت
د تجويد اهميت په باره کې الله تعالى فرمائي(وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا) المزمل.
او امام بيضاوي رَحِمَهُ اللهُ ددې آيت په تفسير کې فرمائي:(أَيْ جَوِّدِ القُرْآنُ تَجْوِيْداً)ژباړه: وايه قران مجيد په ترتيل سره.
او علي رَضِيَ اللهُ عَنْهُ فرمايي:التَّرْتِيْلُ هُوَ تَجْوِيْدُ الحُرُوْفِ وَمَعْرِفَةُ الوُقُوْفِ .
ژباړه: ترتيل دحروفو کره کولو او دوقفونو پيژندلو ته وايي.
د ترتيل اقسام : فائده: ترتيل په لغت کې صفا صفا لوستلو ته وايي. او شرعا: ترتيل په شپږو خبرو باندې عمل کولوته وايي :(١) هر حرف د خپل مخرج نه صحيح اداء کول.(٢) د صفاتو لحاظ ساتل. (٣)د وقف او ابتدا لحاظ ساتل. (٤)حرکات معروف اداء کول. (٥)اواز ښايسته کول. (٦)د شدّ او مدّ خيال ساتل.
ترتيل په دوه قسمه دى:(١) تجويد الحروف. (۲)معرفة الوقوف.
تجويد الحروف هم په دوه قسمه دي: (١) مخارج الحروف. (٢) صفات الحروف.
مخارج الحروف هم په دوه قسمه دي: (۱) مخارج محقق. (٢) مخارج مقدر.
صفات الحروف هم په دوه قسمه دي(۱) صفات لا زمه. (٢) صفات عارضه.
صفات لازمه هم په دوه قسمه دي: (۱) صفات لازمه متضاده.(٢) صفات لازمه غير متضاده.
صفات عارضه په څلور قسمه دي: (١) عارض بالصفت. (٢) عارض بالحرف.(۳) عارض بالوقف. (٤) عارض بالحركة.
معرفت الوقوف هم په دوه قسمه دي: (١) كيفيت وقف. (٢) محل وقف.
محل وقف په شـپـږ قسمه دی: (١) وقف اتم يا لازم. (٢) وقف تام. (٣) وقف كافي.(٤) وقف حسن. (٥) وقف قبيح. (٦) وقف اقبح.
كيفيت وقف په پنځه قسمه دى: (١) وقف بالسكون. (٢) وقف بالاسكان. (٣) وقف بالاشمام. (٤) وقف بالروم. (٥) وقف بالابدال.