ابوعبيدة بن معن له اعمش نه روايت کوي چې ابوالبختري وايي: اشعث بن قيس او جرير بن عبدالله د سلمان فارسي رضي الله عنه خوا ته راغلل، سلام يې پرې وکړ او ورته يې وويل: د نبي کريم صلی الله عليه وسلم ملګری ته يې؟ هغه ورته وويل: ما ته پته نشته، دواړه په شک کې پاتې شول، سلمان رضي الله عنه ورته وويل: د هغه ملګری هغه څوک دی چې جنت ته ورسره يوځای ننوځي، دواړو ورته وويل: مونږ د ابوالدرادا رضي الله عنه لخوا نه راغلو، هغه ورته وويل: د هغه ډالۍ ما ته راکړئ، دواړو ورته وويل: مونږ ته خو يې څه نه دي راکړي، هغه ورته وويل: د الله نه ويريږئ او امانت راته راکړئ، د هغه له اړخه چې هرڅوک ما ته راځي هرومرو راته ډالۍ راليږدوي، دواړو ورته وويل: په مونږ دغه ګمان مه کوه، مونږ د ډېرو شتمنيو څښتنان يو، هغه ورته بيا وويل: نا نا زما هديه او ډالۍ راته راکړئ، دواړ ورته وويل: هغه مونږ ته هېڅ هم نه دي راکړي خو دومره يې وويل: په تاسو کې يو سړی دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم به ورسره کله هم يواځې شو د نور څه تالاش به يې بيا نه کو، چې تاسو دواړه کله هغه ته ورشئ نو زما سلا م به ورته ووايئ، هغه ورته وويل: له دې پرته مې درنه نور څه نه غوښتل، ايا له دې څخه بله ښه ډالۍ شته؟ ( سيرأعلام النبلاء: ۱ / ۵۴۹ ).
قتاده رحمه الله وايي: عامررحمه الله ته چې کله مرګ راغی په ژړا شو، چا ورته وويل: ولې ژاړئ؟ هغه وويل: له مرګ نه د وېرې له کبله نه ژاړم او نه په دنيا راته ژړا راځي، په دې ژاړم چې د اوړي د ګرمۍ روژې او د شپې عبادتونه به مې قبول شوي وي او که نه؟( سيرأعلام النبلاء: ۴ / ۱۹ ).
موسی تيمي له [عبدالرحمن بن ابان بن عثمان بن عفان] په صفت کې وايي: هغه په دين، دنيا، عزت او شرف کې له هر چا پورته و، ويل کيږي چې د مريانو ټوله کورنۍ به يې واخسته، پوښاک به يې ورته ورکړ او ازاد به يې کړل او دا به يې ويل چې دا به راسره د مرګ په سختو جټکو کې مرسته وکړي، هغه په داسې حالت کې مړ شو چې په مسجد کې په خوب ويده و، ويل کيږي چې: هميشه لپاره به يې عبادتونه او ذکرونه ويل، علي بن عبدالله بن عباس چې وليد د خېر په کارونو کې يې پسې اقتدا شروع کړه (سيرأعلام النبلاء: ۵ / ۱۰ ).
ابوالعّباس السّراج وايي:د ابراهيم بن بشّار نه مې واورېدل چې علي بن الفُضَيْل وايي: زما پلار عبدالله بن مبارک ته وويل: ته مونږ ته وايي چې له دنيا څخه بې رغبتي وکړئ او خپله تجارتونه کوې؟ هغه ورته وويل: فضيله! د مخ د اوبو ساتلو او د عزت د خوندي کولو لپاره يې کوم، ترڅو د الله پاک عبادت ورباندې وکړم، زما پلار ورته وويل: چې دنيا او نيک عملونه سره يو ځاي شي څومر خوند کوي(سيرأعلام النبلاء : ۸ / ۳۸۷ ).
زياد بن ماهک وايي: شداد بن اوس به ويل: تاسو د خېر او شر له اسبابو پرته نور څه نه دي ليدلي، ټول خېر په جنت کې دی او ټول شر په جهنم کې دی، د دنيا په خوراک ښه او بد دواړه انسانان بوخت دي، اخرت هغه رښتنې وعده ده چې زورور باچا به پکې فيصلې کوي، دنيا او اخرت دواړه بچې لري، د اخرت بچې جوړ شئ او د دنيا بچې مه جوړيږئ (صفة الصفوة: ۱ / ۷۰۹ ).
عبدالله بن اخت مسلم بن سعد وايي: د حج لپاره مې اراده وکړه نو ماما مې راله لس زره درهم راکړل چې دا به په مدينه کې ډېرې نادارې کورنۍ ته ورکړئ، مدينې ته په رسېدو مې د نادراې کورنۍ پوښتنه وکړه چا راته وښوده ورغلم دروازه مي ټک ټک کړه، ښځې له دننه عږ وکړ چې څوک يې؟ ما ورته کړه:زه له بغداد نه راغلی يم، چا راته لس زره درهم راکړي دي چې په مدينه کې به يې ډېرې نادارې کورنۍ ته ورکړې تاسو راته چا په نښه کړئ درهم مو واخلئ. هغي راته وويل: تا ته ويل شويدي چې ډېرې نادارې کورنۍ ته يې ورکړه، او زمونږ ګاونډيان له مونږ څخه ډېر ناداره دي، هغوی مې پرېښودل او بلې کورنۍ ته راغلم، دروازه مې ټک ټک کړه، ښځې جواب راکړ ټول هغه څه مې ورته وويل چې مخکې مې بلې ښځې ته ويلي و، هغې راته وويل: مونږ او ګاونډيان مو په نادارۍ کې يو شان يو راته تقسيم يې کړه (صفة الصفوة: ۲ / ۲۰۶ ) .