- ابوبکرعبدالکبير الحنفي وايي:مونږ ته بُکير بن مسمار، هغه ته عامر بن سعد ويلي و چې زما پلار سعد خپله رمه څروله،خپل ځوی عمر ورته په اس سپور راوان و، د ليدو سره سم يې وويل: د راروان سړي له شر څخه الله پورې پناه غواړم، د رارسيدو سره سم يې ورته وويل: تا ته دا دوسته ده چې خپله رمه لکه د بانډه چې په څېر څروئ او په مدينه کې خلک سره په واک او اختيار باندې په جنګ اخته دي؟ هغه د عمر سينه ووهله او ورته يې وويل: چپ شه ما د نبي صلی الله عليه وسلم نه اوريدلي دي: ډېر تقوادار، شتمن او پټ خيرات کونکی د الله پاک ډېر خوښ شي (سيرأعلام النبلاء: ( ۱ / ۱۰۲ ). او حديث په صحيح مسلم: ( ۲۹۶۵ ) کتاب الزهد کې او امام احمد – رحمه الله – پخپل مسند: ( ۱ / ۱۶۸ ) کې روايت کړی دی .).
- ابن سعد د عبدالعزيز اويسي نه، هغه له عبدالله بن جعفر نه، هغه له ام بکر نه، هغه له خپل پلار مسوَر نه روايت کوي چې عبدالرحمن بن عوف چې کله د شوری غړی وګمارل شو، ما ته دا دوسته وه چې عبدالرحمن د واک په ګدۍ کيني، که هغه نه وي بايد سعد بن ابي وقاص مشرتابه جوړ شي، عمرو بن العاص راپسې راغی او راته يې وويل: ستا ماما عبدالرحمن بن عوف په الله څه ګومان لري چې د دې په شتون کې بل څوک واک ته ورسيږي او دا په دې پوهه وي چې زه ترې افضل او ښه يم؟ زه راغلم او عبدالرحمن ته مې دغه خبره وکړه، هغه راته وويل: زما دې په الله قسم وي چې که چاړه مې په مرۍ تر هغه راښکل شي چې څټ ته ورسيږي دا به راله له دېنه ښه وي چې په مشر وبلل شم (سيرأعلام النبلاء: ( ۱ / ۸۷ – ۸۸ ) طبقات ابن سعد: ( ۳ / ۱ / ۹۴ – ۹۵ ) دأم بکر بنت المسور نه بغير د سند نور راويان ثقه دي د بنت المسور معلومات نشته چې څوک ده ؟).
- ابن وهب وايي: ما ته ابن لهيعة، هغه ته يحيی بن سعيد، هغه ته ابوعبيد، هغه يې له خپل پلار عبدالله او هغه يې له خپل پلار عبدالرحمن بن ازهر نه روايت کوي چې عثمان بن عفان رضي الله عنه له پوزې وينه راماته شوه، حُمران ته يې غږ کړ چې له ما څخه وروسته د خلافت عُهده د عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه په نوم وليکه، حُمران عهد لاسليک کړ او عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه ته د مبارکۍ لپاره ولاړ او ورته يې وويل: مبارک شه!
عبدالرحمن: ولې؟
حُمْران: عثمان رضي الله عنه ستا لپاره د خلافت عهدنامه لاسليک کړه.
عبدالرحمن: ای الله! که عثمان رضي الله عنه په رښتيا د خلافت لپاره زما اختيار کړی وي له هغه نه مې مخکې وفات کړه، هغه و چې شپږ مياشتې وروسته وفات شو (سيرأعلام النبلاء: ( ۱ / ۸۸ ) .
- جُوَيْرِيَة بن اسماء له مالك نه، هغه له زهري نه، هغه له سعيد نه روايت کوي چې سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه ته استازی واستو چې له خلکو نه بيعت واخله، هغه ورته وويل: مور درباندې وژاړه چې له عمر رضي الله عنه نه وروسته هر څوک ټوالواکي غواړي خلک به ورپسې خبرې کوي(سيرأعلام النبلاء: ( ۱ / ۸۸ ) د سند ټول روايان ثقه دي. او له سعيد نه مراد سعيد بن المسيب دی)