رواه البخاري في الصحيح من حديث مالك بن حويرث أن النبي – صلى الله عليه وسلم – قال : ( صلوا كما رأيتموني أصلي ). (بخای کتاب الاذان باب الاذان للمسافرین اذا کانوا جماعة والاقامة …الخ: ۶۳۱)
ژباړه : لمونځ داسي کوئ لکه چي تاسو ما وينئ چه لمونځ کوم. کله چي لمونځ کوي نو مخ به قبلې ته کوي، ځکه الله تعالی فرمای: وَحَيْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ(القبره : ۱۴۴)
ژباړه : هر چيري چي تاسو ياست نو خپل مخونه مسجد حرام ته وګرزوئ. قبلې ته تر مخکېدلو وروسته نېت ضروري دئ، رسول الله صل الله علیه وسلم وايي: إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّيَّةِ. (بخاری کتاب بدء الوحی باب کیف کان بدء الوحی الی رسول الله r الخ: ۱) ژباړه: د ټولو اعمالو صحت پر نېت موقوف دئ. نېت د زړه کار دئ او دوې برخې لري، يوه دا چي څه کار کوم او دوېمه داچي د چا لپاره يې کوم؟ نو د کار پر وخت به سړی د هغه شی تعين کوي او نېت به يې خاص د الله رضا وي بس همدغه نېت دئ.
د لمانځه پر وخت به عاجزي کوي، الله تعالی فرمايي: قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ (*) الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ(المومنون:۲،۱)
ژباړه: بې شکه مومنان بريالي دي هغه چي په خپلو لمنځونو کي عاجزي کوي. لمانځه ته د ولاړې پر وخت دي مخی ته ستره ږدي، رسول الله صل الله علیه وسلم ويلي: رواه أبو داود (598) عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (إِذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ ، فَلْيُصَلِّ إِلَى سُتْرَةٍ وَلْيَدْنُ مِنْهَا) قال الشيخ الألباني رحمه الله : “إسناده حسن صحيح” انتهى من ” صحيح سنن أبي داود” (3/281) .
ژباړه: کله چي ستاسو يو سترې ته لمونځ کوي نو نژدې دي ورته درېږي په دې وخت کي شيطان لمونځ نه شي پرې ګډوډولای. که تر سترې دننه څوک تېرېدی نو منعه دي شي، حدیث کي دي: عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضي الله عنه قَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ : إذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ إلَى شَيْءٍ يَسْتُرُهُ مِنْ النَّاسِ , فَأَرَادَ أَحَدٌ أَنْ يَجْتَازَ بَيْنَ يَدَيْهِ فَلْيَدْفَعْهُ ، فَإِنْ أَبَى فَلْيُقَاتِلْهُ ، فَإِنَّمَا هُوَ شَيْطَانٌ . (بخاری کتاب الصلاة باب یرد المصلی من مربین یدیه : ۵۰۹، مسلم: ۵۰۵/۲۵۹ )
ژباړه : کله چي کوم کس ويو شي ته لمونځ کوي هغه يې ستره وي له خلکو يې وساتي نو که څوک يې تر مخ تېرېدل وغواړي منعه دي کړي، که هغه منعه نه شو جنګ دي ورسره وکړي ځکه دا شيطان دئ. د سترې د کميت په اړه د يوې پوښتنې ځواب رسول الله ص داسي کړی دئ: عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها أَنَّهَا قَالَتْ : (سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ سُتْرَةِ الْمُصَلِّي ، فَقَالَ : مِثْلُ مُؤْخِرَةِ الرَّحْلِ) رواه مسلم كتاب الصلاة باب سترة المصلی(۷۷۱)
ژباړه : د زين د وروستي لرګي په شان به وي.