حبيب بن ابي ثابت وايي: يوه ورځ عبدالله بن مسعود راووت خلک ورپسې روان شول، هغه ورته وويل: ايا څه کار مو راسره دی؟ هغوی ورته وويل: څه کار مو نشته خو مونږ ويل چې له تاسره لاړ شو، هغه ورته وويل: بېرته ستانه شئ، داسې تلل د مشرتابه لپاره فتنه او د ورپسې خلکو لپاره هلاکت دی(صفة الصفوة: ( ۱ / ۴۰۶ ).
حارث بن سويد وايي: عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي: که تاسو ته زما صحيح معلومات وای نو زما په سر به مو خاورې اچولی وای( صفة الصفوة: ( ۱ / ۴۰۶ – ۲۰۷ ).
بسطام بن مسلم وايي: د محمد بن سيرين سره چې به څوک روان شول هغه به ورته وويل: څه خو نه وايې؟ که د چا به ورسره څه کار و نو ورله به يې وکړ، چې په راستنېدو کې به ورسره بيا څوک پاڅېد بيا به يې ورته وويل: ولې؟ څه کار خو دې نشته؟ (صفة الصفوة: ( ۳ / ۳۴۳ ).
حسن وايي: زه يوه ورځ د عبدالله بن مبارک سره وم، يوې چينې ته راغلو خلکو ترې اوبه څښلې، چونکه خلکو ونه پېژند، ټيل مټال يې ورسره وکړ خو چې له ګنې ګونې راووت ما ته يې وويل: ژوند داسې خوند کوي چې هېڅ څوک مو نه پيژني او نه راله عزت کوي.
بيا په کوفه کې ورباندې کتاب المناسک لوستل کېده چې دې ځای ته ورسېد: عبدالله وايي: دا زما مذهب دی. نو ويويل: زما دا خبره چا ليکلې ده، چا چې لېکلي وه هغه ورته وويل: ما ليکلې ده، تر هغه يې په لاس ګرو ګرو چې تر څو يې وران کړ، بيا يې وويل: زه لا څوک يم چې خبره هم مې ليکل کيږي؟( صفة الصفوة: ( ۴ / ۱۳۵ ).
حسين بن الحسن المروذي وايي: عبدالله بن مبارک وايي: له شهرت څخه ځان پټ وساته، او دا هم خلکو ته مه ښايه چې ته شهرت نه خوښوې، ولې چې د ځان لپاره په زهد دعوه کول د زهد نه خپله وتل دي، د دې داسې معنی ده چې ته پخپله ځان ته د خلکو مدح او ثنا راکاږې(صفة الصفوة: ( ۴ / ۱۳۷ ).
احمد بن يونس اليربوعي وايي: ما ته معاوية بن حفص هغه ته داود بن مهاجر ويلي و چې ابنمُحَيريز ويل ما فَضَالة بن عبيد ته وويل: ما ته نصحيت وکړه. هغه وويل: يو څو خويونه دي چې الله پاک به پرې تا ته ډېر خېر درورسوي: چې وسع دې کيږي خلک وپېژنه خو په خلکو ځان مه پېژنه، چې وسع دې کيږي خبرې اوره خو خبرې مه کوه، چې وسع دې کېږي بل ته کېنه خو ځان ته څوک مه کېنوه(سيرأعلام النبلاء: ( ۳ / ۱۱۶ ).
يو سړی وايي: ابو عبدالله احمد بن حنبل رحمه الله مې په ډېر خفګان کې وليد په دې حالت کې يې يو سړي صفت وکړ چې [ جزاک الله عن الاسلام خيراً ] الله تعالی دې تا ته د اسلامي خدماتو نيکه بدله درکړي، هغه ورته وويل: الله تعالی دې زما له خوا اسلام ته خير ورکړي، زه لا څوک يم او څه مې کړي دي (سيرأعلام النبلاء: ( ۱۱ / ۲۲۵ )؟
محمد بن المنکدر وايي: د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مسجد کې به زه همېشه لپاره يوې ستنې د شپې لمونځ ته ودرېدم، په مدينې والا باندې يو کال قحط راغی که څه هم د استسقا لپاره ووتل خو باران پرې ونه شو، د شپې له مخې چې مې د ماسخوتن لمونځ وکړ د عادت سره سم خپلې ستنې ته راغلم او ورته تکيه شوم، په دې جريان کې له رنګه تور سړی چې زيړوالي ته ورته و راغی، لنګ يې وهلی و او په وولو يې څادرګی هم پروت و، له ما نه مخکې ستنې ته ودرېد، دوه رکعتونه يې وکړل او بيا کېناست او وېويل: ای الله! ستا د پېغمبر د حرم اوسيدونکي د باران غوښتو لپاره درووتل خو تا پرې باران ونه کړ، زما دې په تا قسم وي چې باران پرې وکړه.
ما له ځان سره وويل: شايد لېونی وي. خو لاس يې لا نه و ښکته کړی چې ما د اسمان غراری واورېد او باران وشو، ماغوښتل چې کور ته مې ولاړ شم په دې کې هغه د باران اواز واورېد د الله پاک دومره حمد او ثنا يې بيان کړه چې ما دغسې حمد او ثنا چرته نوه اورېدلې، بيا يې وويل: زه لا څوک يم چې تا راله دعا هم قبوله کړ، ستا په قوت او حمد پورې مې دې پناه وي، له کوم څادر څخه چې يې لنګ تړلی و هغه يې پر ځان راخپور کړ او د اوږو څادر يې د خپو منځ کې واچو او تر سهاره په لمونځ باندې ولاړ و، چې کله پوهه شو سبا راختو والا دی سجده يې وکړه او بيا وتر وکړل، له هغې وروسته يې دوه رکعته د سهار سنت وکړل او په جماعت سره يې د سهار لمونځ ادا کړ، زه هم د خلکو سره په سهار لمونځ کې شامل شوم، لمونځ نه وروسته زه او هغه پاڅېدو اوبه په لښتو کې روانې وې زه او هغه په اوبو ورګډ شول خو بيا ما ته معلومات ونه شول چې چرته ولاړ.
په دوهمه شپه زه بيا د عادت سره سم خپلې ستنې ته تکيه شوم هغه بيا راغی او خپل لنګ يې په اوږو او د اوږو څادر يې د خپو ترمنځ واچو، تر سبا يې لمونځونه وکړل، د سبا د راختو په وخت کې يې سجده او بيا وتر وکړل او بيا يې د سهار دوه رکعته سنت وکړل، د جماعت لمونځ ودرېد زه او هغه دواړه په جماعت کې داخل شوو، زه او هغه دواړه له مسجد نه ووت او ورپسې شوم کور مې ورله وپېژنده چې د مدينې اوسيدونکی دی.
د لمر راختو سره سم يې کور ته ورغلم چې ومې کتل موچي و، زه يې د ليدو سره وپيژندم پاڅېد او ښه راغلاست يې راته ووايو، بيا يې راته وويل: څه خدمت دې وکړم؟ که خوښه دې وي چې موزې درله جوړې کړم؟ لږ څه کېناستم بيا مې ورته وويل: ته هغه بيګانی سړی نه يې؟ سم دلاسه يې مخ تک تور شو او راته يې وويل: ابن المنکدره! ستا په دې خبرو کې څه کار دی؟ دومره غصه او قهر شو چې نور زه دېته تيار شوم چې ورڅخه راووځم.
په دريمه شپه چې مې د نبي صلی الله عليه وسلم په مسجد کې لمونځ وکړ، د عادت سره سم خپلې ستنې ته راغلم او ورته تکيه شوم خو دغه سړی رانغی، ما له ځان سره وويل: انا لله وانا اليه راجعون، دا مې څه وکړل؟ چې کله سهار شو له لمونځ نه وروسته تر لمرخاته پورې په مسجد کې کېناستم بيا يې کور ته ورغلم څه ګورم چې کور خالي پروت دی او هېڅ شي په کې نشته، د کور والا راته وويل: تا پرون سړي ته څه وويل؟ ما وويل: ولي؟ هغوی راته وويل: چې ته څنګه ووتې هغه خپل ټول سامان، قالبونه او هر څه په څادر کې واچول او له کور ووت، مونږ نه پوهيږو چې هغه به چرته تللی وي؟
ما د مدينې هر کور ولټو خو پېدا مې نه کړ – الله دې پرې ورحميږي – ( صفة الصفوة: ( ۲ / ۱۹۰ – ۱۹۲)