١٣- مدينې منورې ته رسول (صلى الله عليه وسلم) روغ رمټ ورسيد د هغه ځاى اوسيدونکي مهاجر ؤ که انصار دومره خوشحاله شول چې ښځې او ماشومان له کورو راووتل، خلکو خپل کارونه پريښودل، يهودانو هم په ظاهر کې د خوښۍ اظهار کاوه او له مسلمانانو سره يې پدې خوشالۍ کې ګډون وکړ، خو په زړه کې له نوې رهبرۍ سره د مسابقې له امله ډير خفه وو…. د مسلمانانو په خوشالۍ کولو کې خو څه د تعجب او پوښتنې وړ شى ځکه نشته چې له هغوى سره خو خپل رسول (صلى الله عليه وسلم) يو ځاى شوى ؤ، هغه رسول (صلى الله عليه وسلم) چې د الله په اذن سره يې دوى له تيارو نه رڼا ته وايستل. همدا راز د يهودو خوشالي هم څه د تعجب وړ او غريبه خبره ځکه نده چې دا د هغې ټولنې په وړاندې چې نور د دوى له تسلط نه وتلې وه د دوى د منافقت، چاپلوسۍ او غدارۍ يوه نمونه او طريقه وه، پداسې حال کې چې له هغه چا سره يې بې حده زياته کينه او دښمني درلوده کوم چې پر ملتونو يې د دوى تسلط او واکمني له مينځه وړله. ددې سبب هم دا ؤ چې نوموړي نوي اسلامي ځواک د خلکو هغه مالونه د يهودو له چور او چپاول نه ساتل کوم چې د قرض تر پردې او نامه لاندې به يې په ناحقه ورنه اخيستل، او وينو تويولو هغه لړۍ يې پاى ته رسوله کومه چې يهودو د نصيحت او مشورې په او عنوان سره روانه کړې وه. د يهودو دا خاصيت اوس هم موجود دى هغوى له هر هغه چا سره دښمني کوي څوک چې ملتونه د دوى له تسلط نه آزادوي، او لدې ډول خلکو سره هره ممکنه ناروا کوي که توطئه وي يا مرګ او يا ترور په هيڅ صرفه نه کوي دا د يهودو هميشنى صفت دى. په مدينه کې يې له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره همدا ډول کار کړى، سره لدې چې له هغه (صلى الله عليه وسلم) سره يې د همکارۍ او سلامتيا نه ډک ګډ ژوند تيرولو ډير پيمانونه يې ورسره لاسليک کړي دي. لنډه دا چې يهود په هر وخت کې يو اور بلوونکى قوم دى. ((كُلَّمَا أَوْقَدُوا نَاراً لِلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا اللَّهُ …)) هرکله چې دوى د جنګ اور په لمبو راولي، الله هغه مړ کړي).
١٤- مدينې ته د هجرت له پيښو نه دا معلوميږي چې رسول (صلى الل عليه وسلم) به هر چيرته چې تم کيده نو لومړى به يې هلته جومات جوړاوه تر څو هلته اوسيدونکي مسلمانان پکې راټول شي. د قبا جومات يې جوړ کړ او هلته څلور ورځې پاتې شو او د لارې په نيمايي کې يې د جمعې لمانځه د ادا کيدو په خاطر د مدينې او قبا تر مينځ د ((رانوناء)) په دره کې چيرته چې بني سالم بن عوف اوسيدل جومات جوړ کړ، همدا ډول کله چې مدينې ته ورسيد نو هلته يې هم اولنى کار د جومات جوړول ؤ.
دا ټول په اسلام کې د جومات په اهميت دلالت کوي، اسلامي عبادت نفس پاکوي، د اخلاقو تزکيه کوي، د مسلمانانو تر مينځ همدردي او همکاري زياتوي، د جمعې او اخترونو لمونځونه خو له هر څه نه زيات د مسلمانانو د غونډيدو، يووالي، اسلامي همکارۍ او د اهدافو د اشتراک څرګندوى دي. همدا راز جومات د مسلمانانو په ژوند کې لوى اجتماعي او روحي رسالت لري، همدا جومات دى چې مسلمانان سره يو کوي، نفسونه يې پاکوي، زړونه او عقلونه يې بيداروي، مشکلات يې حلوي او د قوت او يووالي څرګندونه يې کوي. په اسلام کې د جومات تاريخ دا ثابته کړيده چې همدې جومات د ځمکې پرمخ د الهي نور او هدايت، د خورولو پخاطر ډيرې لښکرې له خپل زړه نه قومانده کړيدې، او همدا جومات د اسلامي هداياتو روښانه څراغ ؤ، او د همدې جومات په غيږ کې د اسلامي تمدن لوى لوى قوماندانان روزل شويدي، ابوبکر، عمر،عثمان ، علي، خالد، سعيد، ابو عبيده، او د اسلامي تاريخ دوى ته ورنه نور قهرمانان په نبوي جومات کې د محمدي مدرسې شاګردان وو. په اسلام کې د جومات يوه ځانګړتيا او خصوصيت دا دى چې له هغه ځاى نه هره هفته (د جمعى په ورځ) د حق لوړ او قوي آواز پورته کيږي، دا آواز بد او منکر غندي، په نيکۍ سره امر کوي، خلک له غفلت نه راويښوي، د وحدت لور ته بلنه ورکوي د ظالم په وړاندې د احتجاج مظاهره کوي، طاغي ته ګوش مالي ورکوي…. مونږ په خپل وړکتوب کې ليدلي چې د فرانسوي استعمار په ضد د وطني اوملي حرکتونو د خوځيدو او د صهيونيزم په خلاف د جهادي مشرانو د پناه يوازينى ځاى جومات ؤ، خو دا چې اوس جومات د تعطل په حالت کې قرار لري خپله لويه دنده نه شي تر سره کولاى، نو ددې ټوله ګناه د مزدورو او يا ناپوهه او غافلو خطيبانو په غاړه ده. او که دا نن هم د شريعت واقعي علماء د حق ريښتني داعيان، الله او رسول ته مخلص او د مسلمانانو په حال زړه سواندي رهبران منبر ته جګ شي نو د جومات پخوانى دور بيرته را ژوندى کيداى شي، بيرته په ټولنه کې د صدارت او مشرتابه عهده په غاړه اخلي، د خلکو د تربيې، او د الله په لار د برابرو انسانانو جوړولو مدرسه ګرزي مونږ داسې ورځې راتلو ته سترګې په لار يو، چې دا د مؤمنو با اخلاقه، پوهو او مخلصو ځوانانو ډله د جومات منبر ته وخيژي او د حق آواز يو ځل بيا د هر چا غوږ ته ورسوي.