٩- د ثور په غار کې د مشرکينو له ليدو نه د ابوبکر (رضي الله عنه) ويره دعوت هر وفادار با درده او ريښتني عسکر لپاره لوى مثال دى، مخلص سپاهي بايد د خپل امين رهبر له خطر سره مخامخ کيدل د ځان لپاره ډير مشکل و بولي او د مشکلاتو په وخت کې په هغه شفقت او زړه سوى ولري. ابوبکر (رضي الله عنه) هغه وخت پخپل ځان نه ويريده، ځکه که د ځان د مرګ ويره ورسره واى، نو پدې خطرناک هجرت کې به يې له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره ملګرتيا نه کوله، هغه ښه پوه ؤ چې که مشرکينو ته په لاس ورغى نو جزاء يې مرګ ده ، نو حقيقت دا دى چې هغه د رسول (صلى الله عليه وسلم) په ژوند ډاريده او د اسلام دراتلونکي تشويش ورسره ؤ او پدې فکر کې و که چيرې رسول (صلى الله عليه وسلم) مشرکينو ته په لاس ورشي نو د اسلام آينده به څنګه وي؟
١٠- د رسول الله (صلى الله عليه وسلم دا قول چې ابوبکر (رضي الله عنه) ته د ثور په غار کې فرمايي: ((اې ابوبکره! د هغه دوو په هکله چې دريم يې الله وي څه فکر کوې؟ )) دا په الله باندې د پوره باور او په الهي نصرت د کامل ډاډ، لوى او ښکاره مثال دى. هغه (صلى الله عليه وسلم) د مشکلاتو په دومره شدت کې هم له الهي امداد نه مطمئن دى په الله ( جل جلاله) يې پوره تکيه کړې، له هيڅ شي نه ويريږي، نو دا هم دهغه (صلى الله عليه وسلم) د نبوت د صدق يو بل دليل او ثبوت دى ځکه نبي (صلى الله عليه وسلم) پدې سخت حال کې هم داسې مطمئن ښکاري لکه چې هيڅ خبره هم نه وي.هغه (ص) پوره يقين لري چې الله (جل جلاله) ددې خلکو د هدايت او رحمت لپاره استولى دى، نو يوازې يې نه پريږدي. آيا دا امکان لري چې پداسې حال کې له صادق نبي (صلى الله عليه وسلم) نه پرته د بل چا نه چې په دروغو د نبوت داعي وي دومره اطمينان وليداى شي؟!په همدې ډول مشکلو حالاتو کې د ريښتني او دروغجن داعي او دعوتګر تر مينځ توپير هم کيداى شي، پدې معنى چې رښتنى هغه څوک دى چې تل د الله (جل جلاله) رضا غواړي په الله يې پوره باور او توکل وي، له الهي مدد او نصرت نه پوره مطمئن وي، له چا نه يې ويره نه وي، خو تش په نامه داعي د مشکلاتو په وخت کې په شا ځي، د لږ فشار په مقابل کې تسليميږي د ويرې په حالاتو کې له هر څه تيريږي او همدا وجه ده چې لدې ډول دروغجنو کله هم الهي مرسته او کمک نه وي.
١١- دا چې سراقه ونه توانيد رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته څه زيان او ضرر ورسوي، داپخپله د (صلى الله عليه وسلم) د نبوت يو بل ښکاره دليل دى. سراقه چې په رسول (صلى الله عليه وسلم) پسې روان ،کله به چې ورلنډ شو نو د آس پښې به يې به شګو کې ننوتې، قدم يې نه شوى پورته کولى خو کله به چې ترې نه کوز شو او د مکې په لور به يې روان کړ، آس به سم صحيح روامن ؤ، او که به يې بيا وغوښتل چې په رسول (صلى الله عليه وسلم) پسې يې بوزي، نو بيا به همغه حال ؤ، قدم به يې نه شوى اخيستى….. ايا له رسول (صلى الله عليه وسلم) نه پرته د بل چا په حق کې داسې پيښيږي؟ نه کله هم نه، نو ثابته شوه چې هغه د الله رسول او د الهي نصرت تر سيوري لاندې روان ؤ. سراقه هم پدې حقيقت پوه شو، له رسول (صلى الله عليه وسلم) نه يې د امان غوښتنه وکړه، پوه شو چې له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره دومره الهي مرسته ده چې بشر يې له ادراک نه عاجز دى، او په همدې دليل له جايزې تير شو او د راتلونکي لپاره په وعده راضي شو.