شپې خپل تور ګېډۍ کميس په ځا ن پسې راکشاوه او د لويديځ په لور روانه شوه. سهار ساه واخيسته. ابوطالب له خوبه راويښ شو، په شنه سهار يې ترڅنګ پراته بت باندې لاس کش کړ او روزي يې ترې وغوښته، ابوطالب ته ډېر اولاد ورپه غاړه وو.
د لمر وړانګې په عربي جزيره ولګيدې او لمر د مکې د غرونو له شاه نه راپورته شو. ابوطالب له کوره ووت، له بيت الله نه يې طواف وکړ، بيا د مکې بازارګوټي ته ورغی چې خپل دکان خلاص کړي. ابوطالب عطر پلورونکی و، هغه د عطرونو په ټولو ډولونو کې ښه مهارت لره، د تبت، هند او چين د مشکو تر منځ يې ښه توپير کولی شو، د تبت مشک په ټولو د باندې و. د عنبرو او د هغې د کانونو په اړه يې هم مهارت تر لاسه کړی و، د عودو ټولې سرچينې يې پيژندلې، هغه ته تجربه شوي و چې هندي عود تر ټولو غوره دي، له جامو نه يې ژر بوی نه ځي او په اور باندې تر ډېره مقاوت کوي، دغه عود به هر چا ته نه ورکول کېدل يواځې د مکې ځانګړو کسانو ته به رسېدل.
ابوطالب به د قريشو له کاروانونو سره له مکې نه د باندې سفرونه کول چې ښه عطر راونيسي، د سوداګريز سفر پر مهال به يې دکان خپل کوم زوی ته پرېښوده، د کعبې منجاورانو به له ابوطالب نه عطر رانيول، لبان عطر چې له يمن نه به يې راغوښتل په ټولوعطرنو د پاسه و.
د عطرونو دکاروبار سوداګري پراخه شوې وه، عطر به خپلې سيمې ته منسوبېدل، تبت هند او ښارونه يې وپېژندل شو، چين، فارس يمن مصر او شام هم په خپلو عطرونو پېژندل کېدل، هغه ډېرو ښارونو ته سفرونه کړي و او د هغوی په خويونو بلد شوی و، هغه د خپلو تجربو له پلوه د دومره پوهې او درايت خاوند شو چې د حرم ډېرو کموخلکو لرله.
عباس بن عبدالمطلب د خپل ورور دکان ته ودرېده، د پلار لپاره يې نکريزې اخيستلې،د ابوطالب دکاندارۍ ته ځيرشو، خوند يې ور نه کړ، هغه په تنکۍ ځوانۍ کې هيله لرله چې د قريشو له کاروان سره په سوداګرۍ ووځي او بيا ګټلې پيسې د خپل ښار اړمنو ته په سود ورکړي.
عباس رنګ واخيست، په بازارکې روان شو، يوې او بلې خوا يې کتل. بېلا بيلو ټوکرانو، لوښو او نورو توکو چې له ټولې نړۍ نه راوړل شوي وو، د هغه نظر ځان ته نه شو اړولی، د هغه نظر به يواځې په هغه ځای ودرېده چې کوم ځای به خلکو په سود پورونه ورکول، له دغه کار سره د هغه ليوالتيا ډېره وه، او د سود په رازونو پوهېده، دغې ليوالتيا تر دې بريده ورساوه چې د کعبې او حجرالاسود تر منځ يې په ملتزم کې ليک لوست زده کړ، تر څو په راتلونکي ژوند کې ترې په سوداګريزو تړونونو کې ګټه واخلي او تړون ليکونه امضا کړي.
عباس خپل پلار ته رنګ راوړو، عبدالمطلب خوشاله شو، خپل سپين سر يې رنګ کړ، بيا کعبې ته ووت او خپل ځای ته لاړ.
د خپلې پرې ملګري او بچي يې له ټغر نه چاپيره کيناستل، هغوی به د هاشميانو د شيخ د جلال او عظمت له امله د هغه په ټغر نه کيناستل، محمد راغی او په ټغر کېناست، کله چې يې ترونو وليد راپورته يې کړ چې له ټغر نه يې يوې خوا ته کينوي، عبدالمطلب راښکاره شو، دوی يې وليدل، پرې غږ يې کړ:
– زما زوی پريږدئ، په خدای قسم چې ډېر روښانه راتلونکی لري.
عبدالمطلب کيناست او محمد يې له ځان سره په ټغر کېناوه، په شا ورته لاس راکاږي او له خلکو سره خبرې کوي، محمد د لوبو په نيت پاڅېد، عبدالمطلب به ورته غلي غلي کتل او يوه خوږه مسکا به يې په شونډو تېره شوه، محمد سره له دې چې وړوکی و، خو بيا هم له بې روزګارۍ نه تنګ شو، هغه به په بنې سعد کې له خپلو خويندو او وروڼو سره د حليمې رمې پيولې، په دغه کار کې يې ځان خوشاله محسوساوه، کله چې به يې په ګډورې يا اوزګوړي لاس تير کړ، په زړه کې به يې د عاطفې سمندر څپاند شواو يا چې به يې خپلې سينې ته راجوخت کړ احساس به يې وکړ چې زړه يې نری شو. د وجدان باغچه يې له يوې ورځې نه بلې ته پراخېده او د رحمت او سلامتيا نه ډکېده.
هغه له اسمان، ستورو، غرونو، خوړونو، شنېليو، د سحر راختلو، لمر پرېوتلو، د نيسم غږ او بادونو سره ډېره مينه لرله، په ټوليزه توګه يې نړۍ خوښېده، په نړۍ کې ويلې کېده، فکر يې کاوه چې د زړه ضربان يې يو ستر روح دی چې دده په وجود کې ځغلي.
خپل نيکه ته يې د ګډو څرولو هيله څرګنده کړه، عبدالمطلب هم دغه غوښتنه په ورين تندي ومنله.
سهار راوخوت، محمد د خپل کور نه وروسته له هغې ووت چې مور يې په دواړه مخه ښکل کړ، د هاشميانو څړ ځای ته ورغی، چې په اجياد غره کې ورسره ګډې رمې وپياېي.
د ګډو په پيولو بوخت شو، لګيا دی صبر او زغم زده کوي، کمزورې ګډې څروي، نرمي ورسره کوي، او رمې ته يې په ډېره مينه او تعاطف ور شړي. زړه يې له وقاره او نفس يې له سکون څخه ډک شو.
محمد په خپل ژوند خوشاله دی، هر کله چې هم کور ته را وګرځي، ځان د خپلې مور د مينې تر چتر لاندې وويني نو ډېر خوشاله شي. هغه مهال يې زړه له عاطفي نه ډک شې چې د پلار وينځه حبشي برکه ورسره تلاطف او مينه وکړي.
حمزه بن عبدالمطلب ورته له نورو ترونو څخه نژدې و، ډېره مينه يې ورسره وه، همزولی يې و، کله چې به يې هم مور د خپلې ترلې “آمنې” ليدو ته راغله نو حمزه به يې له ځان سره راوسته او دواړو به سره لوبې کولې، د خپل تره عباس سره يې هم ډېره مينه وه، که څه هم يو څوکاله ترې مشر و، خو بيا به يې هم ورسره ډېره ناسته پاسته لرله، او ډېرځله به ورسره د خپل تره ابوطالب دکان ته ورتلو.
د ابوطالب سره يې د نورو مشرانو ترونو په پرتله ډېره مينه وه، هغه شيبې چې به يې د ابوطالب سره تيرې کړې وې، ورته به ډېرې خوږې وې، په هغه يې د خپل پلار تنده ماتوله.
ابوطالب عطرپلورونکی شاعر و، هغه د بني هاشم له مخکښو شاعرانو څخه شمېرل کېده، کله چې به هم د عبدالمطلب زامنو کوم بنډار جوړ کړ، نو ابوطالب به په کې خپل شعر اوراوه، او دوی به په چکچکو بدرګه کاوه، کله چې به هم په کومه قبيله کې شاعر راپيدا شو، نورې قبيلې به مبارکۍ ته ورتلې، ډوډۍ به ورکول کېده، ښځو به داسې خوشالۍ کولې لکه په ودونوکې چې يې کوي، زېري به يې ورکول، ځکه چې هغه به د خپلې قبيلې له ناموس او حسب نه دفاع کوله، او د هغوی ستاينه به يې کوله.
د عبدالمطلب په زامنوکې ابوطالب لومړی شاعر نه وو، زبيرابن عبدالمطلب هم يو حماسي غندونکی شاعر و، کله چې به يې محمد غندنه واورېده نا ارامه به شو، خو د ابوطالب شعر به ارامه کړ، سره له دې چې شعر يادولو ته يې کوم ارزښت نه ورکاوه او نه ورسره شعر مناسب و.
د تره ښځې فاطمې بنت اسد بن هاشم په ليدو به هم خوشالېده، کله چې به هم د خپلو تربورانو او د تره ليدو ته ورغی، نو هغه به پرې ډېره مهربانه وه، او د زړه نه به يې ورته هرکلی وايه.
د هاشميانو مشر له ابوطالب او د هغه له ميرمن سره د محمد په مينه خبر دی، هغه نور هم دغه مينې ته قوت ورکاوه، تر څو دده له مړينې وروسته محمد وپالي.
محمد په اجياد کې خپلې مېږې پيولې، ګوري چې ورځ تر بلې شينيلي ژيړيږي او وچيږي، دغه وچتيا په خوړونو غرونو او صحراګانو کې شيبه په شيبه زياتېده. وچکالي شوه، مکيان ډېر زيات خواشيني شول، هوډ يې وکړ چې خپلو خدايانو ته زاري وکړي چې د دوی په برکت باران راووريږي، کاهنانو خپلو بتانوته عود لوګي کړل، لمونځونه شروع شول، لاسونه پورته شول او سترګې د اسمان په لور را ووتې، اسمان تک شين دی، د وريځې نښه نه ښکاري، د مکيانو خواشيني نوره هم زياته شوه .
ساحران راورسېدل، په خپلو سحرونو يې هڅه وکړه چې باران راووروي، ځانګړي لرګي يې راټول کړل،د غواګانو په لکيو پورې يې وتړل، اور يې ور واچوه، بيا يې د لويديځ له لورې د قبيس غره ته سمې کړې، خلک ورپسې شول، اسمان ته يې سترګې رډې نيولې وې چې په اسمان کې د برېښنا پړق وويني، خلک ځيرشول، او سترګې يې په غواګانوکې خښې کړې وې، اور غواګانې وخوړې او غلی شو، خو نه بريښنا وشوه اونه باران راوورېد، خلک ټيټ سرونه کورونو ته راستانه شول، له خواشينۍ نه يې زړونه چاودل.
په مکيانو مصيبت رانازل شو، اوښان اسونه او غواګانې يې له وچکالۍ نه رنځيدې او کمېدې، داسې يوکال و چې وازدې يې ويلې کړې، غوښې يې وخوړې او هډوکي يې کمزوري کړل.
د عبدالمطلب مېرمن رقيقه بنت ابي صيفي بن هشام د خوب کوټې ته لاړله چې وېده شي، هغه خواشينې ويده شوه، په خوب کې يو غږ اوري چې وايي:
– تاسې يو داسې سړی پيدا کړئ چې له رنګه سپين وي، غټ هډوکي لري، مخ مونه يې لويه وي، د داسې وياړ او فخر څښتن وي چې نور ورسره پرې کينه کوي، هغه او زوی دې له خلکو جلاشي او له هرې قبيلې نه دې ورته يوسړی راشي، اوبه دې وشيندي او خوشبو دې ولګوي، بيا دې له بيت الله نه اوه ځله طواف وکړي او په دغه کې يو پاک سپيڅلی شته، دغه سړی دې را وغواړي اوکه داسې ونه شي نو د تل لپاره به بې بارانه پاتې شئ.
له خوبه ترهېدلې راپاڅېده، نژدې خلکو ته يې خپل خوب واوراوه، ورته وويل شول:
– دا خوعبدالمطلب دی.
په قريشوکې دغه خوب خوله په خوله خپورشو، له هر خېل نه يو تن عبدالمطلب ته ورغی، ځانونه يې پريمنځل او حرم ته لاړل، حجر الاسود يې ښکل کړ، له بيت الله نه يې اوه ځله طواف وکړ، بيا يې د عبدالمطلب او محمدبن عبدالله سره د قبيس غره ته د ختلو تياری ونيوه، عبدالمطلب په دې ټينګارکاوه،که د خپل رب نه څه غواړې، نو لمسی به يې ورسره هرومرو ملګری وي، د هاشميانو شېخ په خپل زړه کې د محمد بن عبدالله په برکت پوهېده.
خلک له عبدالمطلب او د هغه د لمسي نه راچاپيره شول، د قبيس غره ته روان شول، کله چې د غره سر ته وختل، عبدالمطلب ودرېد او خپل لمسی يې په اوګو کېناوه او بيا يې له ايمان نه په ډک غږ وويل:
– اې الله زموږ حاجت پوره کړې، دغه مصيبت رانه لرې کړې، ته عالم ذات يې، ته په خپله ورکړه کې شوم نه يې، دا ستا مريان دي او دا ستا وينځې دي چې ستا د حرم په انګړ کې راټول شوي، دوی تاته له وچکالۍ نه ګيله کوي، اې الله زموږسوال واوره او ګټور شېبه اېز باران راوه وروه.
محمد سترګې اسمان ته ونيولې، ته واچې له الله څخه د شېخ د دعا د قبلېدو غوښتنه کوي.
له غره نه راښکته شول، ګوري چې شمال وريځې رابارکړې وې، دوی لا حرم ته نه وو راګرځېدلي چې اسمان راوشلېده او سترګې د خوشالۍ نه له اوښکو ډکې شوې، ټول خپل رب ته په سجده پريوتل.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار