۶ـ نشه یې توکې استعمالول د نصرانيانو په لاره تلل دي ، نشه کول په تېرو غوره پیړیو کې هم ښه کار نه و چې د نبي علیه السلام زمانه ده او بیا دخلفاء او بیا د تابعین او په زمانې د مشهورو مذهبونو د امامانو کې ، بلکې دا په شپاړسمې پیړۍ کې رامنځته شوې ده ، چې د پیرنګیانو پیړۍ وه ، نشه کول د نصرانیانو عادت دی، تر دی چې د(نیکوتین) ماده کومه چې په نشه يې موادو کې شتون لري نسبت یې(جان نیکوت) ته کیږي چې دغه مهال په پرتګال کې د فرنسا سفیر و!
او د تمباکو نوم د امریکا دیوې جزیرې د نوم نه اخستل شوی دی او کلمه خپله هم لاتينيه ده!
او نشه یي توکې څکل په دې کې د نصرانيانو تابعداري او له هغوی سره مشابهت دی ، او د هغه اسلامي غښتلي قوي قانون سره هم تضاد لري چې د مشرکينو سره مخالفت کول واجب دي .
۷ـ د نشه یي توکو په استعمالولو کې د کفارو او مشرکینو سره د هغوی په اقتصاد کې مرسته کول هم دي، ځکه چې د سيګرټو ډېر انواع د هغو هيوادونو توليد دی چې د مسلمانانو سره په جنګ بوخت دي، هغوی د کال لس ټنه ميلونه تمباکو مارکېټ ته وړاندې کوي چې نهه سوه شپيته ټنه يې يواځې د امريکا متحده ايالاتو صادرات دي، د (Philip Morris) په نوم امريکايي شرکت چې د مسلمانانو په بازارونو کې تود مارکېټ لري هر کال شپږ ويشت مليارده ډالر دمسلمان له جيب څخه پورته کوي .
اوپه دې کې شک نشته کفري نړۍ د مسلمانانو په ضد خپل اقتصاد په دې پياوړی کوي چې هم يې د مسلمان له جيب څخه اوباسي او هم يې په داسې کړو وړو اخته کوي چې په عملي ميدان کې زور نه شي ويلی .
نونشيان د کفارو په داسې حالت کې مرسته کوي چې شريعت مونږ ته هغوی سره په برائت امر کړی دی، او دا هم له دوی سره دشمني ده چې پلور توکو ته يې په مارکيټونو او بازارونو کې شکست ورکړو او مخ ترې واړو .