اوسنۍ زمانه د پخوا په پرتله د ترقۍ او د پوهې زمانه ده، د پوهې د ځواک د خپلولو د پاره یوازي ځوانان نه، بلکې د هرې طبقې خلک خواري او زحمت کوي چې یو څه زده کړي، ځان تر لیسانس او له هغې پورته تر ماسترۍ او دکتورا تر کچې ورسوي لیکن د خپلې خواری او زیار تر څنګ داسې خوراکې توکې هم شته چې د انسان سره د کتاب په یادولو او د حافظې د ځواک په پیاوړي کیدو کې مرسته کوي.
امام زهري وایې:
شهد ډیر استعمالوئ ځکه چې دا د زده کړي د پاره ګټور دي. شهد علاج او عافیت دی، لکه څرنګه چې د قرآن کریم په یو ایت کې دي:
{{یَخْرُجُ مِنْ بُطُوْنِهَا شَرَابًا مُخْتَلِفًا الْوَانُهُ فِیْهِ شِفَاءٌ للَّنَّاسِ}}نَحَلْ.
که شهد د خوږې پر ځای د چایو سره او یا همدا شان یو ګیلاس اوبو کې واچول شي او بیا وڅښل شي ډیر به ښه وي.
هاشمی وئیلې دي:
څوک چې غواړي حدیث زده کړي نو هغه د مشش وخوري او د حافظې د پاره تر ټولو ډیر د فائدي والا څیز هغه د زمزم اوبه دي، چې په دې نیت باندی وڅښل شي. د الله د پیغمبر [صلی الله علیه وسلم] فرمان دی :
(مَاءُ زَمْزَمَ شِفَاءٌ لِمَا شُرِبَ لَهُ) . حدیث .
سلفو صالحینو په مختلفو نیتونو باندی د زمزم اوبه څکلې چې الله یې حاجتونه سر کړي دي:
حافظ ابن حجر العسقلاني په باره کې راغلی دي :
امام عسقلاني د زمزم اوبه په دې نیت باندې څکلې وې چې الله ورته د امام ذهبي په څیر د حدیثو د علم زده کړه ور په برخه کړي.
امام سیوطي رحمه الله زمزم اوبه په دې نیت څکلې وې چې د فقهې په علم کې د سراج الدین البلقینی مرتبې ته، او د حدیثو په علم کې د امام ابن حجر العسقلانې مرتبی ته ورسیږي .
حافظ سخاوي په ترجمه د ابن الجزري کې ویلې دي:
امام جزري پلار دا یو تاجر ؤ او څلویښت کاله د بچو د نعمت نه بې برخې ؤ، یو اولاد یې هم نه درلود، حج ته لاړ او د زمزم اوبه یې په دې نیت باندې وڅکلې چې الله ما ته یو عالم ځوی راکړي؛ نو الله ورته ابن الجزري د تراویح د لمونځ نه ورسته ورکړو .
امام ابن الجزري د حفظ او علم القرآت (د قرآن کریم اوه قراتونو کې یو هم امام ابن الجزري دی) امام دی .
که هر وخت داسې مشکل حل غواړو نو باید ذکر شوی شیانو باندی اهتمام وکړو تر څو د حافظې د مشکل څخه په امن کې شو.