- د وکيع بن الجراح د ابتلاء اړوند امام ذهبي وايي: د وکيع خبره که څه هم وړه وه او د خېر لپاره يې کړېوه خو بي احتياطي يې کړېوه، خاموشي ترې ورله بهتره وه، نبي صلی الله عليه وسلم فرمايې: [ کَفَي بِاالمَرْءِ اِثْمًا انْ يُحَدِّثَ بِکُلِّ مَا سَمِعَ ] (سنن أبي داود: ۴۹۹۲، صحيح أبي داود: ۴۱۷۷ ، مقدمة مسلم: ۵).
د انسان لپاره همدومره ګناه بس ده چې څه واوري له تحقيق پرته يې خپروي.
د الله پاک څخه بايد انسان وويريږي او له خپلې ګناه ډار محسوس کړي.
په خپل سند يې بيا د هغه ابتلاء ذکر کړې ده چې ما ته عليّ بن الخشرم، هغه ته وکيع، هغه ته اسمعيل بن ابي خالد، هغه له عبدالله البهيّ نه روايت کو چې د نبي صلی الله عليه وسلم له مړينې وروسته ورته ابوبکر رضي الله عنه راغی او ورته يې وويل: [زما پلار او مور درنه قربان شه په ژوندينه او مړينه يوڅېر خوشبودار يې].
بيا بهيّ وايي: چونکه يوه ورځ او شپه پرېښودل شو نو خېټه يې وپړسېده، او د لاس کچې ګوتې يې کږې شوې، د وکيع د دې خبرو سره سمدستي قرېش پرې راغونډ شول او دېته ته تيار شول چې په دار يې وځړوي، سفيان بن عيينة چې د دار لرګی وليد ورته يې وويل: د الله نه وډار شئ! دا خو د عراق لوی فقيه او د لوی فقيه ځوی دی، او دغه حديث معروف او مشهور حديث دی، سفيان وايي: که ما څه هم دغه حديث بيخي اورېدلی نه و خو د وکيع د خلاصون لپاره مې دغه خبره وکړه.
عليّ بن الخشرم وايي: د قريشو له پرېکړې وروسته د دغې حديث په بيانولو زه د وکيع بن الجراح زړه ورتيا ته حېران لاړم، داسې هم وخبرېدم چې وکيع په دغې حديث دليل نيسي چې د عمر رضي الله عنه په شمول نور ځينو صحابه کرامو وويل چې: نبي صلی الله عليه وسلم نه دی مړ شوی، نو الله پاک يې ورته د مړينې دغه نښه وښوده . (الکامل فی التاريخ: ( ۶۵۴ ) .
دېته د عَالِم خطا ويل کيږي، وکيع ولې په منقطع سند دغسې منکر حديث نقلوي؟ دې روايت ورله نزدې ژوند د خطر سره مخ کړی و، سره له دې چې خلک په خپل کار کې معذور او ماجور وو که يې په دار ځړولی وای، هغوی د نبوت د لوي منصب سره د ميني له کبله د دغې مردود خبر د مخنيوۍ لپاره دغسې اقدام وکړ (سيرأعلام النبلاء: ۹ / ۱۵۹ – ۱۶۰ ) .
- زکريا السَّاجي وايي: محمد بن عبدالله بن عبدالحکيم نه مې واورېدل چې امام شافعي راته وويل: محمده! که په منطق او فلسفه کې درنه چا پوښتنې کولې هېڅ ځواب مه ورکوه، که د ديت باره کې درنه وپوښتي او ته ځواب ورکړئ چې درهم يا دانق (نيم ګرام) دی، درته به وايي چې خطا شوې، او که په منطق کې يې درنه پوښتنه وکړه او خطا شوې نو درته به وايي چې کافر شوې(سيرأعلام النبلاء: ۱۰ / ۲۸ ) .
- ربيع وايي: ما له شافعي نه واورېدل: په دين کې مناظرې کول زړه سختوي او کينه پېدا کوي (سيرأعلام النبلاء: ( ۱۰ / ۲۸ ) .
- د ابو يزيد الخارجې په ملاتړ کې ابو اسحاق الفقيه هم تللی و، او دا يې ويل: خوارج اهل قبله دي او روافض اهل قبله نه بلکې د الله د لوی دښمن نسل دی، که بريا مو تر لاسه کړه د ابو يزيد په طاعت کې هم نه داخليږو ځکه چې خارجي دی (سيرأعلام النبلاء: ( ۱۵ / ۱۵۵ ) .