26- عَنْ مُعَاذٍ رضي الله عنه قَالَ: خَرَجْنَا مَعَ رَسُوْلِ اللهِ صلی الله عليه وسلم فِيْ غَزْوَةِ تَبُوْكَ؛ (فَكَانَ يُصَلِّي َالظُّهْرَ وَالْعَصْرَ جَمِيْعًا, وَالْمَغْرِبَ وَالْعِشَاءَ جَمِيْعًا) (صحيح مسلم, حديث شمېر: 706)
د معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دی ، فرمايي : مونږ د نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره د تبوک غزا ته لاړو ، نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم به دماسپيښين اومازديګر لمونځونه يوځاي کول ، او همدارنګه به يي د ماښام او ماخوستن لمونځونه يو ځاي کول .
د راوي پېژندنه:
ددي حديث راوي ، ابوعبد الرحمن معاذ بن جبل رضي الله عنه دی معاذ بن جبل رضي الله عنه دډير فضيلت خاوند دی ، او چې کله د مدينې خلکو د نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره بيعت کولو ، نو دا هم په دغه بيعت کولو کې موجود وو ، د بدر غزا او هغه غزاګانې چې د بدر د غزانه روستو واقع شوي دي، په هغه ټولو کې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره شريک شوی دی ، آتلس کلن وو چې په دين اسلام مشرف شو ، د حلالو او حرامو په مسائلو ډير پوهه وو، او دحديثو په کتابونو کې دده نه يوسلو آوه پنځوس احاديث نقل دي ، يمن ته نبي کريم صلی الله عليه وسلم د والي په حيثيت ليګلی وو، د نبي کريم صلی الله عليه وسلم دوفات نه روستو بيرته مدينې ته راغی او بيا وروستو شام ته لاړو او هلته په کال آتلس يا اولس هجري کې د طاعون په مرض وفات شو ، او عمر يي څلور ديرشت کاله وو.
ددي حديث د فوائدو څخه :
1-دې حديث نه دامعلوميږي چې د ماسپښين او دمازديګر لمونځ او همدارنګه دماښام او ماخو ستن لمونځ يو ځاي په جمع کول جائز دي .
2 – په دين اسلام کې اسانې ده او دخلکو نه تکليف او سختي لري کوي ددي وجي نه په دين اسلام کې دوه لمونځونه يو ځاي جمع کول جائز دی .
3- دا حديث ددي ايت کريمه سره په ضد کې نه دی
إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا
يقينا لمونځ فرض دی ، په مؤمنانو باندي په وخت مقرر کې .
ځکه چې ددي حديث نه د ضرورت په وخت د دوه لمونځونو يو ځاي کول ثابتيږي ، او چې ضرورت نه وي ، نو هر لمونځ په خپل وخت کې ادا کول فرض دي .