ب- درسونه او پندونه:
١- مؤمن د قوت ډاډ او باور په صورت کې خپل کار په ډاګه او ښکاره توګه تر سره کوي، او تر کومه چې دا باور موجود وي، تر هغې پورې نه د دښمن پروا ساتي او نه هم خپل کار له چا پټوي، لکه چې عمر (رضي الله عنه) چې د هجرت په مهال همداسې وکړل. او پدې کې يو بل حکمت هم پروت دى هغه دا چې قوي او ټينګ موقف د الله (جل جلاله) دښمنان ويروي، په زړونو کې يې وارخطايي اچوي، او پدې کې خو څه شک نشته که هغوى (قريشو) د عمر (رضي الله عنه) د وژنې اراده کړې واى نو دا کار يې ترسره کولاى شوى، خو د عمر (رضي الله عنه) جراتمندانه او پياوړي دريځ د دوى د هر يوه په زړه کې رعب او ويره واچوله او وويريدل که ورمخکې شي نو ميندې به يې بورې شي، او ښکاره ده چې د شر لښکر د ژوند حريص او په ژوند ډير بخيل وي.
٢- د باطل علمبرداران چې کله هم د حق دعوت د مخنيوي او تم کيدو نه توان له لاسه ورکوي، او مؤمنان يې له ظلم او تيري نه نجات مومي، نو بيا دوى د مصلح داعي د وژلو تصميم نيسي، او دا هم پدى خيال چې د داعي (بلونکي) په مرګ سره به دعوت ختم کړاى شي، او له داعي او دعوت نه به تر ابده بې غمه شي. اشرار او اسلام دښمنه عناصر په هر عصر او زمانه کې چې وي همدا فکر او نظر لري، مونږ هم په خپل وخت کې داسې مثالونه وليدل او ددې ډول مواقفو شاهدان يوو.
٣- د دعوت مخلص، صادق او وفادار سپاهي خپل ژوند تر خپل رهبر قربانوي، ځکه د رهبر په ژوند او سلامتيا کې د دعوت سلامتيا ده، او په مرګ کې يې د دعوت ماتې او کمزوري ده. لکه چې علي (رضي الله عنه) په ډيره ميړانه سره د هجرت په شپه کې همداسې وکړل، هغه (رضي الله عنه) د رسول (صلى الله عليه وسلم) په ځاى ويده شو، خپل ژونديې د رسول (صلى الله عليه وسلم) د ساتنې پخاطر د مرګ خطر ته ورکړ، ځکه ليرې نه وه چې د قريشو ځوانان د انتقام په خاطر او پدې دليل چې همده رسول (صلى الله عليه وسلم) ته د خلاصون لاره برابره کړه خپلې تورې د علي (رضي الله عنه) په وينو سرې کړي، خو علي (رضي الله عنه) ددې څه پروا ونه ساتله او دا يې له هر څه غوره او کافي وبلله چې د امت رسول (صلى الله عليه وسلم) او د دعوت قوماندان روغ او ژوندى پاتې شي.
٤- سره لدې چې قريش له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره دومره سخته دښمني لري چې ان د مرګ تصميم يې نيسي، خو بيا هم هغوى خپل امانتونه له نبي (صلى الله عليه وسلم) سره ږدي او پدې مهمو او ارزښتناکو شيانو کې باور ورباندې کوي، نو دا پدې دلالت کوي چې د دعوت دښمنانو په خپلو زړونو کې پدې پوره باور درلود چې داعي رسول (ص) له دوى نه زيات نيک سيرته، پاک نفسه، امين او په حقه لاره روان دى، خو په پټو سترګو او له زيات تعصب سره پخپلو عاداتو او عقايدو دريدنه ده چې هغوى له داعي سره جنګ، مکر او فريب او په پاى کې د امکان په صورت کې د هغه مرګ ته هڅوي.
٥- د مکارانو او تروريستانو له لاسه د خلاصون او نجات پخاطر د دولت د رئيس او يا د دعوت او تحريک د رهبرداسې پلان يا نظريه چې د خپل تنظيم او پياوړتيا په نيت د لومړني ميدان پريښودل، او بل ميدان ته تلل ايجاب کړي، ډار او له مرګ نه تيښته نه بلل کيږي او نه ورته د ځان او مال له قربانۍ نه ځان غړونه ويلى شو.