بې وزله څوک دی؟
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابو ته وفرمایل چې: بې وزله څوک دی ؟امام مسلم رحمه الله په خپل صحیح کې د ابو هریرة رضی الله عنه روایت ذکر کړیدی چې د الله پیغمبر یوه ورځ دصحابو نه پوښتنه وکړه چې:بې وزله څوک دی ؟صحابو ورته وفرمایل: بې وزله هغه څوک دی، چې پیسي او مال ورسره نه وي.د الله پیغمبر ورته وفرمایل :بې وزله هغه څوک دی؛ چې په ورځ د قیامت کې د مونځونو ، روژو، زکاتونو په ثوابونو سره به راشي.په بل روایت کې دي: بې وزله هغه څوک دی؛ چې د غرونو په اندازه نیکانې ورسره وي، لیکن چاته به یې کنځل کړي وي، څوک به یې وهلې وي، د چا مال به یې خوړلې وي، د چا وینه یې په ناحقه تویه کړي وي، او په چا به یې تور پورې کړی وي .نیکیانې به یې هغه کسانو ته ورکړی شي چې ده ورباندې ظلم کړی دی، تر دې چې د دې انسان نیکیانې به ختمې شي، او د انسانانو حقوق به ورباندې پاتې وي، د قرضدارانو بدیانې به په دغه انسان واچولې شي، او دهغې د وجې نه به جهنم ته ننوزي .د الله پیغمبر په ريښتیا سره ویلي دي چې حقیقي بې وزله هم دا دی.او هر چه د دنیا بې وزله دی هغه کله غریب او کله شتمن شي . لیکن پوره فقر او غربت هغه د نیکیانو فقر دی چې انسان ورباندې په دنیا کې خپل ځان ستړی کړی وي، او په ورځد قیامت ورته انسان ګوري او یو یو انسان راځي او هغه یې ورڅخه اخلي .لنډیز:د زیاتي او ظلم نه ځان ساتل پکار دي، که د یو انسان د لاسه څه ظلم واقع شوی وي؛نو په دنیا کې دې د پوره کیدو کوششوکړي چې حق یې اداء کړي، په اخرت کې به نه پیسې وي او نه به مال وي چې حقدارو ته خپل حقوق وروسپاري .
=========================
د عُجب له امله په داسې قراني آیت کې خطاشوم چې یو ماشوم به هم ورکې نه وی خطا شوی!
د عربي ژبې او قراءاتو استاد امام کسائي رحمه الله په باره کې په سیر اعلام النبلاء کې یوه پېښه نقل ده:امام کسائي وایې: هارون الرشید ته مې مونځ ورکولو، خپل قراءت ته تعجب کې شوم، له امله یې په داسې آیت کې خطا شوم چې یو ماشوم به هم ورکې هیڅ وختنه وي خطا شوی!ما اراده وکړه چې ووایم: [ لعلهم یرجعون] نو ما وویل: [لعلهم یرجعین].
امام کسائي وایې:هارون الرشید دا جراءت ونه کړای شو چې سمونه[فتحه] یې راکړی وی، کله مې چې سلام واړولو، هارون الرشید ما ته وویل: اې کسائي دا کومه لغت دی؟ ما ورته وویل: د مسلمانانو امیره کله کله کره اس هم ښویږي. بیا یې وویل : چې داسې نه دي ، ماورته هو کړه.له دې پیښې داسې جوتیږي چې عجب یو مهلک او تباه کوونکي رنځ دی، د الله پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:ثلاث مهلکات: شح مطاع، وهوی متبع، و اعجاب المرء بنفسه . انظر سلسة الصحیحة.له عجب نه باید ځان لري وساتو:د الله نه په هر حال کې مدد غوښتل،او د عجبنه د خلاصۍ دعا کول.