دوخت ساعت تیری دی نن سبا پرې څوک ملامته کوی هم نه شې د فیس بوک صفحه مې خلاصه کړه چې ګورم د پاکستان یو مشهورې تلویزونې صفحې تازه خبر خپور کړی و چې په آسمان کی په وریځو د ياحسین کلمه لیکل شوې.. لاندې کمنټونو ته مې سر ورښکاره کړ په دې فکر چې نن سبا خلک پوهه دي هر یو کورنۍ رسنیو ته لاس رسی لري کېدای شي زما په شان ورته حیران شوي وي هم وي خو چې ګورم ټولو سبحان الله لیکلي وو ، ما وویل دا خلک لا اوس هم جاهل دي که تاسو لیدلي وو څه وخت د قندهار یو باغبان د دوه خربوزو تصویر ویستی وو نو بعضې ضعیف الایمانه مسلمانانو همدغه تصویر فوټوشوپ کړ او کلمه توحید یې پرې لیکلې وه او دسبحان الله کمنټونو زور اخیستی و ما سره دا فکر دی چی دا مسلمانان سره د دومره هوښیارتیا بیا څومره کم عقله دي!! کله په ټماټر کی د الله نوم ګوري کله په ډوډۍ کی ، حال دا چې اسلام د دې شیانو څخه لرې دی او که څوک د خپل رب قدرت معلومول غواړي ایا دا کافي نه ده چې الله تعالی فرمایي [ وفی انفسکم افلاتبصرون] او تاسو په خپلو ځانو نو کی نه ګوری خپلې د رب دقدرت نښې.
نو چې خبره دا ده نو بیا ولې کفارو ته لار جوړوئ چې دخپلې باطلې عقیدې پخلی وکړي؟
هغوی چې نن د حسین رضی الله عنه نوم د اسمان په وریځو جوړوي عامل یې خپله مسلمان دی ولې چې تا نن په آلو کی د رب نوم نه کتلی ! نو دوی هیڅکله اسمان کیکتو ته نه جوړیدل او دا فیس بوک خو نن سبا دډیرو صحیح مسلمانانو دعقیدې د خرابۍ سبب شوی دی چې تعلیم به نه لري او استعمالوي به یې ، نو مجبورا چې دا خبرې بیا ریشتیا وګڼي حال دا چی ښه تعلیم یافته کدرونه هم په دې خرافاتو کې مبتلا دي چې سبب یې بیا د دیني تعلیم نشتوالی دی…
نو سوال دا دی چی آخر طریقه څه ده چې عقیده مو په دې شیانو خرابه نه شي؟
نو ځواب دا دی چی په لنډ ډول لاندې پوښتنې ځواب کړه
۱: آیا الله پاک په قران کریم کې ددې شیانو په باره کې څه ذکر کړی دی؟
۲: آیا دنبی علیه السلام او دصحابه کرامو په وخت کې داسې کومه پېښه منځ ته راغلې ده؟
۳:آیا دالله پاک د قدرتونو د منلو لپاره به دا شیان ضروري وي؟.
۴:ایا دداسې شیانو په کتو ثواب هم ورکول کیږی که نه؟ که داسی شیان غیر مسلم پیش کړي څه ځواب ورته لرئ؟
۵:ایا ددې شیانو سره دغلطو عقائدو والا ته لار نه بیرته کیږي چې دخپلو پیشواګانو شکلونه په سپوږمۍ کی جوړ کړې؟
دا او دی ته ورته سوالونه چې کله ځواب شی فکر کوم ضرورت بیا نشته چی څوک بیا د الله تعالی نوم په اجناسو کی وګوري او تر څو زما او زما په شان د ډیرو ذهن کولاو شی ……