اوسني وخت کې دا کار ډیر په بیړه په خپریدو دی چې دا الفاظ به ډیر اوري : نوې سندره مو اوریدلې؟؟او …او …داسې نور. د خلکو د انګېرنې برابر د سندرو اوریدل دا یوه ثقافتي سیالي ده، خو په دې نه پوهیږي چې دا د زړه د سختوالې تر ټولو ستر لامل دی، زنا او بې حیایی ته د بلنې ترټولو لنډه لار ده. سندرې په اوسني وختو کې ډيرې زیاتې په خپریدو دي، چې ډیری خلک یې روا بولي، ځینې یې یوازې د لمونځ او د اذان پر مهال ناروا بولې!! ځینې نور بیا د نورو ژبو سندرې اوریدل روا بولې په دې دلیل باندې چې څوک ورباندې نه پوهیږي. خلک د سندرو په زده کړه باندې روږدي دي، د تل د پاره یې په خپلو ژبو باندې زمزمه کوي، بل اړخ ته یې د الله کتاب هیر کړیدی، که ته د یو تن نه وپوښتئ چې څو سپارې د زده دي؟ ته به جواب په نه سره ومومې؛ خو که چیرته ورنه د سندور په باره کې وپوښتې چې څومره سندرې د زده دي، په پرله پسې توګه به درته ډیرې سندرې ولولي، پکار خو دا وه چې د الله کتاب په اوریدو او زده کړه کې یې سیالي او پرمختګ کړی وی لکه څرنګه چې الله فرمایلي دي: (وفی ذالک فلیتنافس المتنافسون) خو د سندرو او بې ځایه کلمو په زده کړه کې یې سیالۍ اوپرځڼګ ته پاملرنه کړیده. له دې امله د سندرو په باره کې یو څو موضوعات ستاسو چوپړ ته وړاندې کوم: د سندرو اوریدل څه حکم لري؟ سندرې اوریدل دا حرام او ناروا کار دی، د انسان زړه د سختوالي په رنځ اخته کوي، د الله د ذکر نه خلک بې لارې کوي. (( ومن الناس من یشتری لهو الحدیث)) لقمان : ۶ .
ژباړه: ځینې انسانان بې ځایه خبرې اخلي. ډیرو مفسرینو د دې ایت تفسیر داسې کړیدي: دا سندرې دي، عبدالله بن مسعود رضي الله عنه به په قسم سره ویل چې بې ځایه خبرې هغه سندري دي، کوم وخت چې ورسره د سندرو سامان آلات لکه : رباب، تمبل یوځای شي بیا یې حرمت او نارواوالی نور هم ډیر سخت شو. مؤمن باید د سندور د اوریدو ځان وژغوري، د الله د پېغمبر[صلی الله علیه وسلم] نه په صحیح روایت کې راغلي دي: زما په امت کې به داسې خلک راپیدا شي چې زنا کول، وریښم په تن کول، شراب څښل او سندرې ویل به حلال وګڼي. سندرې انسان ناروا کړنو او بې حیایې ته رابلي. هر تن چې سندرې اوري هغه حرام روا ګڼي، بیا زلمی د پیغلې په لټه کې شي تر څو ورته دا سندرې واوروي، تر دې پورې چې شیطان یې په رذالت او بې حیایې کولو باندې مجبور کړي. سندرې د زنا لار ده، هر هغه تن چې سندري اوري هغې ته د الله نافرماني کول هم اسانه شي، ځکه چې شیطان په دې انسان باندې حاکم او قابض شي او د انسان ټولو اندامونه د خواهش تابع شي، هر ناروا عمل چې ترسره کوي دا ورته یو عادي او اسانه کار ښکاري، دا یې له یاده وتلي وي چې سمیع او بصیر ذات شته چې د اوه اسمانونو د بره نه تا ویني او په تا باندې قادر دي. علاج او بچاو انسانه ستا عمر د دقیقو نه، بلکې د ثانیو، او د لحظو نه عبارت دی، دې ټولو شیانو به د تا سره حساب کیږي، که د مانځه په وخت کې وي او که غیر د مانځه د وخت نه وي، دوه ملائک دي چې د بلوغ نه تر مرګ تر وخته پورې ستا هره کړنه د ځان سره لیکي، تا ته څه معلومات دی چې ته به کوم وخت کې مرې!! شاید ته سندرې وایې او روح د له بدنه په وتو وي!! یا د سندور د اوریدو پر مهال ومرې!! دا به څومره ناوړه خاتمه وي. د قیامت په ورځ څوک چې له چا سره مېنه لري د هغه په ډلګۍ او ټولې کې به پاڅیږي، آیا ته غواړې چې ته د ډمانو او نرښځو په ټولې کې راپورته شې؟!! که غواړې د الله د پېغمبر [صلی الله علیه وسلم] او د هغې د خوږو ملګرو ([صحابو] الله د ورنه خوښ او راضي اوسي) سره راپورته شي؟!! د توبې په طرف په بیړه ولاړ شه، توبه اوباسه! هر هغه څوک چې له ګناه توبه وباسي داسې دی چې هیڅ ګناه یې نه وي کړې. زه به د سندرو له اورید څنګه خلاص شم؟ ريښتنې توبه اوباسه، لوی هوډ او عزم وکړه چې سندرې به نه اورم، ځان غښتلی کړه چې زه به د خپل لوظ په وړاندې څومره وفادار یم، د سندرو ټول سامان الات له مخې لري او د تل د پاره ورنه ځان خلاص کړه. امید دی چې الله مو د سندرو د اوریدو نه منع کړي.