د کتاب غوره ملګرتيا کې يو عربي شاعر وایي:
نِعْمَ المُحَدِّثُ وَالرَّفِيْقُ کِتَابُ ** تَلْهُوْ بِهِ اِنْ خَانَكَ الاَصْحَابُ
لاَمُفْشِياً لِلْسِرِّ اِنْ أَوْدَعْتَهُ ** وَيُنَالُ مِنْهُ حِکْمَةٌ وَ صَوَابُ
ژباړه:
کله چې درسره ملګري خيانت وکړي نو ځان له کتاب سره مشغول کړه ځکه کتاب ډېر ښه وياند او غوره ملګری دی .
که دې ورسره راز کېښود نه راز دې نه خپروي او ترڅنګ ترې نورې سمې مستقيمې خبرې او حکمتونه هم ترلاسه کېدی شي .
دشعر دغی بیتونو ته ورته نور ډیرشعرونه او ویناوې هم شته چی سلفو به د کتابونو او د ورسره ناسته کې د مینې بې سارې زیارونه ویستل، ولې چی په دې کې خورا زیات علم او ګټه ده، که څه هم مونږ دا مهال د کتابونو په نړۍ کی د یو ستر کلتوري انقلاب د ګواښ سره مخ یو چې تردې دمه هېڅ کور پاتی نه دې مګر داسې کتابتون لري چې رنګارنګ ډول علمونو څخه پکې نمونې پرتې وې خو مونږ اسلامي نړۍ تر اوسه د کتاب ارزښت ونه پيژند او نه هم د کتاب لپاره هغه مقام شته کوم چی د سلفو سره وو، مخکې هم عرب په نالوستو مشهور ول ، او اوس هم نه لوستل کولای شي او نه د کتاب پوره خیال ساتي ، مونږ دا نه غواړو چی لویدیځوال او کتاب ته د هغوي پاملرنه د بېلګې په توګه ذکر کړو لکه څنګه چې یې د لویدیځوالو په تمدن باندې غولیدلي دي ، ځکه زمونږ لپاره په سلف صالحینو کی پوره اقتدا ده هغوی هغه څوک ول چی د اسلامي نړۍ میراث یې دې امت رارسولی او په دغه ډګر کې يې له هر چا مخکې دي ، ترڅو مسلمانان دکتاب اهمیت او هغه رول چی کتاب یې د انسان او د امت د شان په لوړلو کې لوبوي وپیژني په ګډه سره دسلفو دژوند اوکتاب ته هغو ددرناوی څخه یو څوپاڼی وړاندي کوو.
دلیکنې حرص
دا مهال چې له کله راهيسي وسائل خپاره او خلک سستۍ ته مایل شول نو دلیکلو نه عاجز شول او خپله زمانه يې هم د توندې زمانې په نوم ونوموله، له دې کبله لوستونکي هر ډول چټک اوسپک څېز ته اړتیا لري اګر که کمزوری هم وی،ځکه ماده پرستي ورته د ژورې لوستنې فرصت نه برابروي. خو خلیل بن احمد د علم او پوهې هر لاروي ته لاره خلاصوي او وايي: ماڅه نه دي اوريدلې مګر لیکلي مي دي، او يوڅه مي نه دي لیکلي مګر یاد کړی مي دي ، او یوڅه می ندي یاد کړي مګر ګټه يې رارسولې ده.
هغوی چی به څه اورېدل نو لیکل به يې هسې نه چېرته ترې بې ځایه شي ، ځکه دعلم آفت هېرېدل دي، دوي د اما شافعي رحمه الله هغه وصیت ددوي په غوږ کي و کله چی هغه دخپلو ملګرو خوا ته راووت اوهغوي یوځاي ناست وو اورته یي وویل: ( الله دې پر تاسو رحم وکړي په دې پوهه شئ چی علم داسې تښتي لکه څنګه چي اوښ تښتي ، نو خپل کتابونه مو ورله ساتونکي او قلمونه شپونکي کړئ.