که چیرې اسلامي نظام تطبیق شي نودغه نظام دعدالت ضامن دی؟ علماء وایې دسیاست څخه مقصد داده چې که یوهیواد داخلي اوخارجي چارې داسې اداره کړای شي چې دهغوۍ لپاره هم امنیت خوندي وساتي اوهم يې مصالح پکې نغښتې وي دا غوره سیاست دی، ایا دغه چارې په اسلامي نظام کې موجودې دي اوکنه؟ پدې کې شک نه شته چې اسلامي نظام دخلکو دمصالحواومنافعو لپاره راغلی دی اوپه هرفرموله کې یې دخلکومصالح په نظرکې نیولي دي اسلام چې کوم احکام مشروع ګرځولي اوپه کوموکارونویې چې خلک مکلف کړیدي په هغه کارکې ددوۍ مصلحت موجود دی، اوددې خبرې لپاره دوۍ دوه دلیلونه وړاندې کوي
۱۱-.یوداچې داسلام لومړی مصدرقرانکریم دی، او پډې کې دخلکو مصالح په بشپړه توګه په نظر کې نیولې شویدي او هغه پدې اعتبار چې قرانکریم ټول احکام په تفصیلې ډول ندي بیان کړي یواځې په اصولو،قواعدواومبادئو یې اکتفاء کړیده دا اکتفاء په مبادئ اواصولوددې لپاره ده چې ترڅودهرزمان اومکان لپاره مناسب او وړوي کچیرې الله پاک ټول جزئیات په قرانکریم کې بیان کړي وای بیابه داسې وخت اوزمان راتللوچې دې جزئیاتوبه ورسره سمون نه خوړلونوخلک به له مشکلاتوسره مخامخ وو او ویل به يې چې قرانکریم دوخت سره وړاومناسب ندی همدا لامل دی چې الله پاک یواځې اصول اوقواعد بیان کړيدي ،قرانکریم څه ډول اصول اوقواعدبیان کړیدي؟ جواب،مونږبه اول دنظام جوړه ونه وګورو چې قرانکریم په څه شي ترکیز کړیدی دنظام یاحکومت په جوړولوکې قرانکریم یواځې درې شیان بیان کړیدې ۱. عدالت ۲.شوری۳.مساوات. لمړی عدالت: که هرنظام راځي هغه به دعدالت نه کاراخلي قال تعالی(واذاحکمتم بین الناس ان تحکمواباالعدل) دخلکوترمنځ فیصلې به په عدل کوئ.نواول اساس دنظام هغه عدالت دی .۲.شوری: کوم حکومت چې تاسوجوړوۍ هغه به یوشورا یې حکومت وي مستبد به په خپله رایه نه وي (داسې به نه وي چې یوڅونفره راغونډ شي اوخپل نظرونه په نوروخلکوتحمیل کړي بلکه په شوری به ولاړ یونظام وي الله تعالی فرمایې( وامرهم شوری بینهم) همدارنګه خپل پیعمبر(ص) ته فرمایې(وشاورهم فی الامر) ای پیغمبره دحکومت اودولت په جوړولوکې له خپلوصحاب ووسره مشوره کوه. ۳.مساوات: دریم هغه شی چې قرانکریم ورته اشاره کړیده دنظم جوړولولپاره هغه مساوات د یالله تعالی فرمایې( انماالمؤمنون اخوة فاصلحوابین اخویکم ) مؤمنان یودبل ورونه دي (ددوۍ په منځ کې بهتري نه شته ده ) مګرهغه معلوم شیان دي چې په هغو سره بهتري راځي. خلاصه داچې قرانکریم دنظام جوړولولپاره درې اصول وضع کړیدي(عدالت،شوری،مساوات). دایې ندي ویلي چې بیابه حکومت په دې سیستم جوړوۍ یاپه دې سیستم، همداسبب وه چې کله رسول الله (ص) له دنیانه لاړ(وفات) شوهغه څوک ونه ټاکه بلکه داخبره یې صحاب ووته پریښوده چې هغوۍ په خپلومنځوکې کیني اوخپله یونظام جوړکړي. دارنګه دغه لاربیا ابوبکر(رض) اختیارنه کړه هغه دوفات کیدونه مخکې خلیفه ټاکلی و، خوکله چې عمر(رض)وفات کیده هغه بیا دابوبکرلارتعقیب نه کړه هغه داکارشپږوکسانوته حواله کړاوعلي (رض) بیاپه بله لار سره راغی نوله دغوبیلابیلوطریقوڅخه دامعلومیږي چې اسلام دخلیفه د ټاکلو لپاره کومه معینه لاره نده ښودلې داکاریې خلکوته پریښی دی خوصرف دا اصول یې بیان کړیدي چې هرنظام راځي اوجوړیږي دا اصول به په نظرکې نیول کیږي. داځکه چې زمان اومکان تغیرخوري که چیرې رسول الله (ص)بیعت شرط ګرځولی وای نوپه لاس سره بیعت په معاصروخت کې امکان نلري نوبیابه خلک په ډیرلوې مشکل کې واقع وو که چیرې یې دمعینوخلکولپار نظام خاص کړی وای بیابه داخلک نه پیداکیدل خلک به په مشکلاتوکې اخته وو خوداچارې یې دوۍ ته پریښودلې چې تاسو دخپل وخت مطابق خپل نظامونه جوړکړئ مګر دا درې اصول به په نظرکې نیسئ. دارنګه که مونږجنايې برخې ته راشوچې هغه دقضاء سیستم ده نوقرانکریم دجنایاتو یاجرمونوپه هکله هم یواځې اصول وضع کړیدي اودبیلابیلوجرمونوسزاګانې یې دوخت خلکوته پریښې دي اویواځې پنځه جزاګانې یې ښودلي دي۱. دزناحد۲.دغلاحد۳.دشرابوحد۴.دقذف حد۵.دقطاع الطریق حد.اوس که مونږاوتاسوجرمونه حساب کړوکیدای شي زرګونوته ورسیږي نوقرانکریم ځکه پدې پنځه جرمونوبسنه کړیده چې جرم یوزمان نه بل زمان ته تغیرکوي نودلته یې هم زمینه اومیدان قاضیانواومجتهدینوته پراخه پریښۍ دهی ترڅوهغوۍ ورته دزمان اومکان مطابق جزاګانې وټاکي، قرانکریم یواځې دومره ویلي دي چې په جزاورکولوکې به له افراط اوتفریط نه کارنه اخلئ قال تعالی(وان عاقبتم فعاقبوابمثل ماعوقبتم به) وقال تعالی(فمن اعتدی علیکم فاعتدواعلیه بمثل ماعتدی علیکم)دافرموله يې ټاکلې ده اونورکیفیت یې خلکوته پریښۍ دی . دارنګه که معاملاتوته راشونوپه معاملاتوکې هم الله تعالی خلکوته میدان پراخه پريښی دی اوویلي دي چې بیع حلاله ده (واحل الله البیع وحرم الربوا) نورداچې څرنګه بیع وشي، قراردادڅرنګه وشي اوکومې بیعې وشي داټول یې د خلکوعرف اوعاداتوته پریښي دي .ځکه چې یوزمان نه بل زمان ته تغیرکوي پخوابه عقدپه لاس سره کیده اواوس دتیلفون له لارې، انټرنټ له لارې اوداسې نوروسایلوسره کیږي اوکه الله پاک عقدونه یواځې په لاس سره لازم کړي وای نواوس به خلک دمشکل سره اخته وو، مګر الله تعالی صرف دومره ویلي دي (واحل الله البیع وحرم الربوا) اواصل په اشیاو کې اباحت ده ترڅوچې دلیل دحرمت یې نه وي راغلی نوهمدالامل ده چې اوس بیعې دبیلابیلووسائلوسره صورت نیسي . دارنګه که مونږمالي نظام ته راشو په مالي نظام کې الله تعالی هم خلکوته میدان پراخه پریښی دی اویواخې یې اصول ټاکلي دي دمثال په ډول تاسوبه زکات ورکوئ هغه اتو(۸)بې وزلوډلوته او نور کیفیت یې دمالي نظام چې څرنګه به اقتصادي نظام ته وده وکوئ دایې خلکوته پریښي دي ترڅویې دوخت مطابق جوړاووده ورکړي.نوپه ټولوډګرونوکې قرانکریم یواځې په اصولواکتفاء کړیده تفصیلات یې ندي وړکړي اوداتفصیلات نه ورکول دهمدې لپاره دي چې دخلکوعرف اوعادات د یووخت نه وبل وخت ته فرق کوي چې خلک په مشکلاتوکې واقع نه شي. د اسلام لومړې مصدر یوازې په همدې تکیز کړی او دغه یوعادلانه سیاست دی، نو لومړې مصدر قرانکریم یواځې اصول بیان کړیدي ټول تفریعات اوجزئیات یې ندې بیان کړي. دویم هغه شی چې مونږوایو اسلامي نظام دیوعادلانه سیاست کفیل دی هغه ددغواصولو، قواعدو یااحکاموسره دعلت اوحکمت بیانول دي قرانکریم او سنتوچې کوم اصول اواحکام بیان کړیدي دګڼ شمیراحکاموسره یې علت اوحکمت هم ذکرکړیدی، ترڅوخلکوته داپوښتنه پیدا نه شي چې ولې مونږداکارکوو؟ الله تعالی چې قصاص مشروع کړیدی حکمت یې هم ورسره بیان کړیده (ولکم فی القصاص حیوة ) په قصاص کې تاسوته امنیت اوژوند دی .دارنګه دزناحد، ترڅو دانسان پت اوعزت وساتل شي نوالله تعالی دزنا اوفذف لپاره حد وټاکه. دارنګه دعقل ساتنې لپاره یی ویلي دي چې عقل وساتۍ قال تعالی(انماالخمروالمیسر والانصاب والازلام رجس من عمل الشیطن فاجتنبوه لعلکم تفلحون ط انمایریدالشیطن ان یوقع بینکم العداوة والبغضاءفی الخمروالمیسرویصدکم عن ذکرالله وعن الصلوة) اودا اوس مونږ په خپلوسترګوولیدل داکوم ټکړونه چې کیږي په لاروکې اوخلک مړه کیږي اکثره علت یې دنه شه یې توکواستعمال ده دغه اشخاص هم خپل ژوند اوهم دنوروخلکوژوند د خطرسره مخامخ کوي، ځکه عقل چې له منځه لاړ هغه انسان بیا انسان نه شمیرل کیږي. دارنګه الله پاک لمونځ فرض کړیده دهغه حکمت یې هم ښودلی دی قال تعالی(ان الصلوة تنهی عن الفحشاء والمنکر) لمونځ وکړئ ځکه داسبب ددې ده چې تاسوبه له فحشاءاومنکراتوڅخه وژغوري.دروژې په باره کې هم ویلې دي قال تعالی(کتب علیکم الصیام کما کتب علی الذین من قبلکم لعلکم تتقون ط) ځینې علماء وایې دالله تعالی څخه ویره یې علت ده .دارنګه الله تعالی دزکاة علت هم ښودلی ده قال تعالی(خذ من اموالهم صدقة تطهرهم وتزکیهم بها) دوۍ ورباندې پاک کړئ.نوقرانکریم اویا داسلام دویم مصدرسنت چې کوم احکام مشروع کړي دهغوحکمت یې هم ورسره بیان کړیدی لکه یوسړی پیغمبر(ص)ته راغی اودهغه څخه یې دهغې میوې په اړه چې پخه شوې نه وي دخرڅولوپوښتنه وکړه پیغمبر(ص)ورته وویل (فبمایاخذاحدکم مال اخیه) داګټه چې ته اخلې مخکې لدې چې هغه پخه شوې نه وي دا دڅه په سبب اخلې که هغه هلاکه (له منځه لاړه شي) نوهغه ته به څه ورکوې. دا ددي لپاره ترڅوخلک دافکرونه کړي داکوم نه چې مشروع شوي داعلتونه لري چې عقل یې ومني (قبول یي کړي)بلکه دا احکام يې په داسې شکل بیان کړي چې انساني عقل هغه هم قبلوي، ځکه هغه شې کې چې علت بیان شوې وي هغه عقل زرقبلوي.که چیرې دغه فرمول دنظام، جزاء، معاملاتواوعباداتو لپاره وي اوپه ټولنه کې عملي کړای شي نوبیامونږ ویلی شوچې اسلام کفیل دی دیوعادلانه سیاست. ځکه په معاملاتوکې دظلم اوتیري څخه منع کړیده په جزاء ورکولوکې له تجاوزنه منع کړي دعباداتو حکمت یې ښودلی ده چې پدې کې دټولنې خیرده.نوپه دغوفرمولوباندې عمل داخپله دټولولپاره دیوعادلا نه سیاست ضامن ده . اوس سوال داده چې اسلام دیوعادلانه سیاست ضمانت په غاړه اخلي نو ولې داتطبییق نه شو؟ اوولې چارواکوپردي قوانین راوړل؟ اوهغه یې په ټولنه کې عملي کړل. ددې پوښتنې ځواب داده :علماء وایې داچې چارواکوغربي قوانین تطبیق کړل ددې علت اونقصان په اسلام کې نه بلکه په مسلمانانوکې وه داچې علماو کارونکړاودوخت مطابق یې له قرانکریم اوسنتونه استفاده ونه کړه (احکام راونه ویستل)اوحکمرانانوته یې دوخت مطابق احکام ورنکړل نوهمغه وه چې حکمرانانوپردي قوانین راوړل اوپه ټولنه کې یې عملي کړل.که چیرې علماو کوښښ کړی وای اودوخت مطابق احکام یې له همدې مصدرونونه راویستلي وای نوبیابه دامشکل نه راپیداکیده نوداچې علماو استنباطات ونکړل دپخوا نیوچې دخپل وخت مطابق استنباطات يې کړي وه په همغو یی بسنه وکړه نواسلامي فقه جامده پاتې شوه اودوخت قضایاوته یې ځواب ونه شو ویلی نوځکه چارواکو پردي قوانین راواردکړل.پرځای ددې چې علماو استنباط کړی وای په خپلومنځوکې په جګړواخته شوه لکه مذهبي تعصبات، دطریقې تعصبات او داسې نور، پدغسې مسایلو کې مصروف شول داکوښښ یې ونه کړچې دوخت مطابق احکام استنباط کړي ترڅود دولت چارې که هغه اجرائیه قوه وي، مقننه قوه وي اوکه قضائیه قوه وي دهغې لپاره ددې مصادرونه احکام راوباسي اودهغوپه رڼاکې داسې حکومت جوړکړي چې دا اصول پکې مراعات شوي وي، دوۍ یواخئ په حاشیوباندې بسنه وکړه چې په مدارسوکې ولولي اوپه خارج کې عملي نه شي نوځکه عبدالقادرعوده په خپل کتاب کې (الدین بین جهل أبنائه وعجز علمائه) وایې داسې درسونه چې په مدرسه کې وایې اوبیرون عملي بڼه ونه لري (لایغنی من الحق شیئا) دا دحق څخه هیڅ برخه نلري.لنډه دا چې د پردیو قوانین راتلل دوه لاملونه لري یو داچې چارواکې دهغوﺉ ګوډاګیان و بل دا چې فقهاو اوعلماو دوخت مطابق استنباطات ونکړل اودپخوانیوعلماو په حاشیویې بسنه وکړه هغه يې هم یواځې په صنف کې تدریسول اوبیرون نه عملي کیدل داددې سبب شول چې پردې قوانین راوارد شي .