عَنْ سَعْدِ بْنِ أَبِيْ وَقَّاصٍ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ رَسُوْلَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَقُوْلُ: ( إنَّ اللهَ يُحِبُّ الْعَبْدَ التَّقِيَّ، الْغَنِيَّ، الْخَفِيَّ ) ( (صحيح مسلم, رحديث شمېر: 2965)
دسعد بن ابي وقاص رضي الله عنه څخه روايت دی فرمايي : چې ما د نبي کريم صلى الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي هغه فرمايل : الله تعالی د هغه بنده سره محبت كوي كوم چې خپل ځان د ګناهونونه بچ ساتې او د مخلوق نه خپل ځان بي پرواه کړې ، او خپل نيک عملونه نه ښکاره کوي .
ددې حديث راوي ابو اسحاق سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه جليل القدر صحابي دی ، او د قريشو د کورنۍ سره تعلق لري .
دهجرت نه دريش (۲۳) کاله مخکې په مکه مکرمه کې پيدا شوی او په همغه ځاي کې لوي شوی دی ، سعد رضي الله عنه دهغه صحابه کرامو د ټولګی څخه دی ، کوم چې اول په اسلام کې داخل شوي وو .
او بيا يي مدينې ته هجرت اوکړه ، دبدر او هغه غزاګانې چې دبدر د غزا نه روستو واقع شوې دي ، په هغه ټولو کې شريک شوی دی .
او د عشره مبشره ( هغه صحابه کرام چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم هغوې ته په يو ځل د جنت زيری ورکړ وو ) د هغوې د جملې څخه سعد هم دی .
او دهغه شپږو صحابه کرامو دجملې څخه کوم چې عمر رضي الله عنه مقرر کړي وو ، چې زما د وفات نه روستو به په دوې کې يو کس د مسلمانانو خليفه وي ، په هغه شپږو کسانو کې سعد رضي الله عنه هم شامل وو .
سعد رضي الله عنه ډير زړه ور او با شهامته سخصيت وو، او په زمانه د عمر رضي الله عنه کې او همدارنګه په زمانه د عثمان رضي الله عنه کې دکوفې امير وو .
د فارس اوعراق دښارونو په فتحه کولو کې يي د مسلمانانو د لښکر مشري هم په غاړه در لوده ، چې دالله تعالی په فضل يي د قادسي په جنګ کې د فارس لښکرې د هزيمت او ماتې سره مخامخ کړې ، او د مدائن ښار هم دده په لاس فتح شو .
سعد رضي الله عنه د ډيرو فضائلو خاوند وو ، او دالله تعالی په نيز باندي به يي دعاګانې ډيرې ښې قبليدلې .
هغه فتنې او اختلافات وغيره کوم چې د صحابه کرامو رضي الله عنهم په مينځ کې واقع شوې وو، سعد رضي الله عنه په هغه اختلافاتو کې خپل ځان ګوښه کړه، او خپلو بچو ته به يي فرمايل چې ددي باره کې ماته څه خبر مه راوړئ .
د سعد رضي الله عنه نه د احاديثو په کتابونو کې د نبي کريم صلى الله عليه وسلم دوه سوه اويا (۲۷۰) احاديث نقل دي .
په کال پنځه پنځوس (۵۵) هجرې کې د عقيق په مقام کوم چې دمدينې نه آوه (۷) ميله فاصله کې واقع دی وفات شو ، او بيا مدينې ته يوړلی شو او دجنازه لمونځ يي امير المؤمنين مروان بن الحکم ادا کړه او د بقيع په هديره کې دفن کړی شو ، او د مهاجرينو صحابه کرامو د جملې څخه دا اخري صحابي وو چې وفات شو .
ددي حديث د فوائدو څخه :
1- يو مسلمان لره بايد ده چې د مسلمانانو په ټولنه کې شريک ژوند اوکړې .
2-كله چې فتنې ډيرې شې او يو مؤمن سره ويره او انديښنه وي هسې نه چې په دې فتنو کې واقع نشم نو دده لپاره غوره داده چې خپل ځان ګو ښه کړې ، او دخپل دين وغيره حفاظت اوکړې .
3-د مسلمان لپاره صله رحمې پالل په اسلام کې ضروري دي ، خو چې کله ددي دوجي نه دالله تعالی په نافرمانې کې نه واقع کيږي او که چيرته د الله تعالی په نافرمانۍ کې واقع کيده ، نو بيا به صله رحمې پريږ دې، ځکه شرعې قاعده ده چې د فساد دفع کول لمړی دي،دفائدو حاصلولونه
4-ددي حديث معنی داده ، چې الله تعالی د هغه بنده سره چې ( تقي ) وي ( غني ) وي او ( خفي ) وي محبت کوي ( تقي ) هغه بنده ته وايي چې په واجباتو باندي عمل کوي او دحرامو نه ځان ساتې ، او ( غني ) هغه بنده ته وايي چې دهغه نفس موړ او غني وي ، او دمخلوق نه غوښتني نه کوي او ( خفي ) هغ بنده ته وايی چې خپل عملونه نه ښکاره کوې او څوک ورته توجه هم ډيره نه کوي ، داسې بنده ګان دالله تعالی په نيز باندي ډير لوړ مقام لري .