د صفات لازمه غير متضاده تفصيل :
صفات لازمه غير متضاده اوه(۷) دي هغه دادي:
(١) صفير:
په لغت کې شپېلۍ ته وايي .
او په اصطلاح کې په کومو حروفو کې چې دا صفت راشي نو هغې ته حروف صفيريه وايي .
مطلب ددې صفت دادى چې ددې حروفو د أداء کولو په وخت کې يو تيز آواز د شپيلي په څېر اوځي او داسې حروف درې دي: (ص، زا، س) بيا ددې صفت صفير لپاره درې درجې دي :
- اعلى درجه: صفير په حرف ((صاد)) کې دى د وجې د اطباق او استعلا نه .
- متوسطه درجه: صفير په حرف ((زا)) کې دى د وجې د جهر نه.
- ادنى درجه: صفير په حرف ((سين)) کې دى د وجې د همس نه.
(٢) قلقله:
په لغت کې جنبش او حرکت ته وايي .
او په اصطلاح کې په کومو حروفو کې چې دا صفت راشي نو هغې ته حروف مقلقل وايي .
مطلب ددې صفت دادی چې ددې حروفو د أداء کولو په وخت کې په حالت د سکون کې په مخرج کې يو ډول حرکت او جنبش پيدا کيږي او داسې حروف پنځه دي چې مجموعه يې ده :
(قطب جد) ليکن ددې تعريف نه دا نه معلوميږي چې په حالت د حرکت کې به قلقله نه وي بلکه له دې نه دا معلوميږي چې په حالت د سکون کې به قلقله زياته وي او په حالت د حرکت کي به قلقله کمه وي ليکن د قلقلې نه دا حروف نه خالي کيږي، ځکه قلقله ددې حروفو لپاره صفت لا زمه دى او صفت لازمه ددې حروفو نه نه جدا کيږي .
د قلقلي درجي
د قلقلې د پاره پنځه درجې دې:
اوله: چې کله دا حروف مشدد او موقوف عليه وي لکه: (بالحقِّ، وتَبِّ).
دوهمه: چې کله دا حروف ساکن او موقوف عليه وي لکه: (إن يسرقْ، العقدْ).
دريمه: چې کله دا حروف مشدد او غير موقوف عليه وي لکه: (الحقُّ مِن ربك).
څلورمه: چې کله دا حروف ساکن او غير موقوف عليه وي لکه: (خلقْنا).
پنځمه: چې کله دا حروف متحرک وي لکه: (قُلْ، بَلْ) وغيره.
- د بعضى قراء په نيز د قلقلې لپاره څلور درجې دي:
١:- ادنى قلقله: په دې حروفو کې په هغه وخت کې کيږي چې کله دا حروف مشدد يا متحرک وي لکه: (الحقُّ من ربك، قُلْ، بَلْ) وغيره .
٢:- صغرى قلقله: په دې حروفو کې په هغه وخت کې کيږي چې کله دا حروف ساکن او غير موقوف عليه وي لکه: (خلقْنا).
٣: – وسطى قلقله: په دې حروفو کې په هغه وخت کې کيږي چې کله دا حروف ساکن او موقوف عليه وي لکه: (إن يسرقْ، العقدْ).
٤: – کبرى قلقله:په دې حروفو کې په هغه وخت کې کيږي چې کله دا حروف مشدد او موقوف عليه وي لکه : (بالحقِّ، وتبِّ).
بيا په دې پنځه حروفو کې اعلى درجه قلقله په حرف (قاف) کې ده او په باقي څلورو حروفو کې دوهمه درجه قلقله ده.
يعني په حرف (قاف) کې اکمله قلقله ده، او په باقي حروفو کې کامله قلقله ده د قلقلې د لازيات تحقيق لپاره هداية القاري – نهاية القول المفيد کتلای شۍ .
(٣) لين :
په لغت کې نرمۍ ته وايي .
اصطلاح : په کومو حروفو کې چې دا صفت راشي نو هغې ته حروف لينيه وايي.
مطلب ددې صفت دادى چې دا حروف د خپل مخرج نه په نرمۍ سره أداء کيږي او که څوک په کې مد کول و غواړي نو کولاى شي ،او داسي حروف دوه دي :
1/: واو ساکن ماقبل مفتوح لکه: (خَوْف).
2/: يايې ساکنه ماقبل مفتوح لکه: (صَيْف).
اعتراض: لين هم نرمۍ ته وايي او رخوت هم نرمۍ ته وايي او حروف لينيه بعينه حروف رخوه دي، نو څه وجه ده چې د لين د پاره يې جدا نوم ذکر کړ، او په رخوت يې اکتفا ونه کړه؟.
جواب: په رخوت کې هغه نرمي ده چې هغه په آواز کې وي او په لين کي هغه نرمي ده چې د هغې نه کيفيت مد پيدا کيږي بيا دا نرمي په دوه ډوله ده :
اول: چې جريان الصوت ترې پيدا کيږي .
دوهم: چې امتداد الصوت ترې پيدا کيږي .
نو په رخوت کې اول ډول نرمي ده او په لين کې دوهم ډول نرمي ده.
(٤) انحراف:
په لغت کې بيرته ګرځيدلو او ميلان کولو ته وايي.
او په اصطلاح کې په کومو حروفو کې چې دا صفت راشي نو هغې ته حروف منحرفه وايي .
مطلب ددې صفت دادى چې ددې حروفو د أدا کولو په وخت کې په حرف (لام) کې د ژبې کنارې طرف ته ميلان کيږي او په حرف (را) کې د ژبې شاه طرف ته او لږه حصه د ژبې کنارې طرف ته يعني د (لام) مخرج طرف ته ميلان کيږي او داسې حروف دوه دي: (لام، را).
(٥) تکرير:
په لغت کې باربار وېلو ته وايي .
او په اصطلاح کې دا صفت فقط په حرف (را) کې موندل کيږي، مطلب ددې صفت دادى چې ددې حرف د أداء کولو په وخت کې په ژبه کې يو ډول رپېدل پيدا کيږي .
او دا مطلب نه دى چې تکرار حقيقي به کيږي بلکه د تکرار حقيقي بچ کيدل پکار دي او مشابهت تکرار جايز دى نوددې کول پکار دي .
خلاصه: د تکرار لپاره درې حالات دي :
1: تکرار حقيقي. 2: عدم تکرار. 3: مشابهت تکرار.
1/: تکرار خقيقي: دې ته وايي چې د يوې (را) په ځاى دوه او د دؤ(۲) په ځاى درې ((را)) ګانې اداء كړی شي.
2/: عدم تکرار: دې ته وايي چې حرف (را) په داسې مضبوطۍ سره أدا کړى شي چې د تکرار بوى پکې هم نوي او دا دواړه صفتونه احترازي ( ځان ساتل) دي .
3/: مشابهت تکرار: دې ته وايي چې حرف (را) داسې نرمه اداکړی شي چې دا محسوس شي چې په حرف (را) کې تکرار ترسره شو، او دا صفت ادايي دى او دلته ترې مراد هم دا مشابهت تکرار دى عدم تکرار او تکرار حقيقي ترې ندى مراد نو له دې نه ځان ساتل په کار دي .
(٦) تفشي:
په لغت کې خورېدلو ته وايي .
او په اصطلاح کې دا صفت فقط په حرف (شين) کې موندل کيږي.
مطلب ددې صفت دادى چې ددې حرف د أدا کولو په وخت کې په خوله کې آواز خوريږي لکه (منفوش) په صفت تفشي کې دا احتياط کول پکار دى چې راس لسان (دژبې سر) پورته يا ښکته نه شي ځکه په دې سره تفشي مفخمه أدا کېږي نو بيا به دا (ش) مستفله نه شي بلکه مستعليه به شي نو په دې کې راس لسان (دژبې سر) سيده او نيغ پکار دى .