او په اصطلاح کې ويلى شي: (هو إطالة الصوت بحرف من حروف المد أو اللين). يعني راښکل د آواز دي په يو حرف کې د حروف مده ؤ نه يا د حروف لينيه ؤ نه.
حروف مده
حروف مده درې (۳) دي: (الف، واو، يا).
او حروف لين دوه (۲) دي: (واو، يا) او الف چېرته ته هم لين نشي راتلی ځکه د الف نه مخکې حرکت نه بدليږي، د الف نه مخکې هميشه لپاره فتحه وي او دغه الف ته الف مده وايي له دې نه علاوه د الف بل صورت نه جوړيږي .
محل مد
محل مد دوه(۲) دي: ١- حروف مده . ٢- حروف لين .
وجه د خصوصيت ددې حروفو د مديت لپاره :
وجه د خصوصيت ددې حروفو د مديت لپاره داده چې ددې حروفو په ذات کې صفت مديت پروت دى چې بغير ددې نه دا حروف صحيح نه أداء کېږي او په حروف لين کې وجه دا ده چې دا حروف د ډيرې نرمۍ له وجې نه د حروف مده سره مشابه شوي دي، ګويا چې دا د حروف مده فرع ده ، نو چې په اصل کې مديت وي نو په فرع کې به هم وي .
شروط مد
شروط د مد دوه دي:
1- حروف مده . 2- حروف لين .
سبب مد
سبب د مد درې دي:
1- همزه. 2- سکون . 3- تشديد .
د مد ډولونه :
مد لومړی په دوه (۲) ډوله دی:
١- مد اصلي . ٢- مد فرعي .
مد اصلي هغه ته وايي چې د حروف مده نه ؤروسته سبب مد نه وي راغلى لکه: (قَال، قِيل، قُولوا).
مد فرعي هغه ته وايي چې د حروف مده نه ؤروسته سبب مد راغلى وي لکه:
(جآء، دآبة، الـــنَ).
اقسام د مد
اقسام د مد درې دي: (طول، توسط، قصر).
1: طول معنى ډير راښکل چې مقدار يي درې يا پنځه الفه وي.
2: توسط معنى نه ډېر او نه کم راښکل چې مقدار يې دوه يا درې الفه وي. (په دې مقدارونو کې د قراءو اختلاف شته) .
3: قصر معنى لږ راښکل چې مقدار يې يو الف دى په اتفاق د علماؤ سره.
اوس دلته دا خبره ذکر کېږي چې په سبب مد کې همزه او سکون هم دى نو اوس هر يو ددې نه په دوه ډوله دى
زمونږ په دی ویب سائټ کی موجوده د ټولو علماء کرامو بیانونه٬ درسونه٬ کتابونه وغیره په خه نیت د دعوت دپاره نشر شوی دی لھذا د اداری د پاره د ھیس یو عالم، د ھغه کتاب یا نظر وغیره سرہ پوره اتفاق ضروری نه دے ۔ مننه
ادارہ احیاء السنۃ