چې کله هم ربيعة بن نصر ومړ ، د يمن د ټول واک او اختيار واګې حسَّان بن تبان اسعد په لاس کې ونيولې ، د حسان د رژيم نه وړاندې د دې پلار تبان اسعد د مديني په لار کې له ختيځ څخه راروان و چې هلته په مدينه يې خپل ځوی د مدينې د چارو په سمبالولو وګمارو ، هغه و چې ځوی يې د يوې حملې په ترڅ کې سر وخوړ ، تبان اسعد د خپل ځوی د غچ اخستنې په فکر د غټ لښکر په شمول د مدينې د ويجاړولو او د هستوګنوالو د بېخ کنې او نيست نابودولو لپاره راوټپېد ، د مدينې خلکو د خبر د اورېدو سره سم د عمرو بن طلة په مشرې د جنګ لپاره راغونډ شول ، د تبان اسعد او د عمرو بن طُلّة د لښکرو ترمنځ خونړيزې معرکې پېل واخيست ، د مدينې د انصارو د روايت له مخې چې دوی به ورسره د ورځې په خونړيزۍ بوخت او د شپې له مخې به يې بېرته په ميلمستيا بوخت وو ، تبان اسعد دغې جريان هک پک او حيران کړی و چې دا خو ډېر عزتمند خلک دي !!
د جنګ ميدان لا همغسې تود و چې تبان اسعد ته د يهودانو دوه پياوړي او غښتلي عالمان راغلل ، دواړو اوريدلي و چې تبان اسعد د مديني ټول ميشت خلک له تيغه تيروي او مدينه ورانوي ، دواړو ورته وويل : په مدينه له نظامي بريد او يرغل څخه لاس په سر شه ، که زمونږ خبره ونه منې او هرومرو په مدينه يرغل وکړې ، د دنياوي سختو شکنجو او ازار سره به مشت او ګرېوان شې .
تبان اسعد وويل : ولې ؟ او دغه څنګه ؟ يهودي عالمانو ورته وويل : په مکه کې به د قريشو په قبيله کې وروستنې پيغمبر راځي او مدينه به د دغې پېغمبر کور او سکون وي !
له يرغل څخه لاس په سر شو او دواړو عالمانو خبره يې ومنله ، د دې سره سره د هغوی د دين پېروي يې هم پېل کړه .
چونکه مکه د تُبَّع ( تبان اسعد ) يمن ته لاره وه او تبع د خپل قوم په شمول بدپرستان وو ، د يمن په لورو روان شو ، کله چې تبان اسعد د ( عسفان ) او د مدينې اړوند ( امج ) نومې کلي ته راورسېد ، د هذيل بن مدرکة له قبيلې څخه څه خلک راغلل او ورته يې وويل : باچا سلامت ! تا ته مونږ د ماليت نه د ډکې خونې رهنمايي نه کوو چې له تا څخه مخکې ټو ل باچاهان له دغې خزانې څخه بې غوره او نا خبره وو ؟ په دغې خونه کې لعلونه ، ملغلرې ، ياقوت ، زبرجد ، سره او سپين زر پراته دي .
باچا وويل ولې نه ، توندي وکړئ او په چټکه توګه يې راته واښايئ ، هغوی ورته وويل : په مکه کې يو کور دی چې د مکې خلک يې عبادت کوي او ترڅنګ يې لمونځونه اداء کوي !!
هذلينو غوښتل چې مکه او ورپکې د الله پاک ودان کور د باچا په لاسونو ونړوي ، چونکه د يهودو دواړو عالمانو ته معلومات وو چې په بيت الله که هر چا او هر ټولواک بده اراده لرلې ده عذابونه يې خوړلي دي ، نو باچا ( تبان اسعد ) د خپلې زيرکتيا له مخې دواړو يهودانو ته د هذلينو رواړی نظر وړاندې کړ او ورڅخه يې تفصيل هم وغوښت ، يهودي عالمانو ورته وويل چې دغه هذلين تا او ستا جنګي ليکي نيست نابودول غواړي ، مونږ په ګرده ځمکه کې له دغې خونې پرته د الله پاک بل کور نه پېژنو ، او که د ويجاړولو اراده دې وکړه ، ته او ستا ټوله جنګي قوه به د مرګ او هلاکت ښکار شئ .
باچا ( تبان اسعد ) ورته توويل : چې کله زه د الله پاک دغې خونې ته ورشم ستاسو راته وصيت او نېکه مشوره څه ده ؟ بايد څه وکړم ؟
دواړو ورته وويل : ته به هغه څه کوې چې د دغې ځای ميشت خلک يې کوي ، په ډېر زيات درناوې ، عزت او احترام به ترې طواف وکړې ، د خپل سر وېښتان به لرې کړې ، او تر هغه ګړۍ به په ډېره عاجزانه انداز د ژوند لمحات تېروې چې تر څو ترې راووځې .
باچا ورته وويل : تاسو ولې بيا د دغې عبادتونو لپاره خپله نه ورځې ؟
هغوی وويل : لوړه په رب لايزال چې دغه زمونږ د پلار ابراهيم – عليه السلام – جوړ کړی کور دی ، او حقيقت ټول ستا تر غوږ دی ، خو زمونږ د نه ورتګ ستر لامل هم دا دی چې د مکې ميشتوالو ورپکې بوت پرستي پېل کړې ده ، د غير الله لپاره ورپکې نذرانې او وينې تويوي ، او د مشرکانو ترمنځ دوی حالاً ډېر پليت مشرکان دي .
تبان اسعد دواړو يهودان په ګفتار کې رښتوني وبلل او په کړي نصيحت يې عمل پېل کړ ، هغه هذلين چې د بيت الله د تخريب اړوند يې غمازي کړېوه د خلکو په مخکې راوغوښتل ، لاسونه او ښپې يې ترې غوڅې کړې ، بيا مکې ته ولاړ له بيت الله څخه يې طواف وکړ او حلالکه يې وکړه ، هلته شپږ ورځې پاتې شو ، ذبحې به يې کولې او خلکو ته به يې خوراکونه هم تيارول ، او په څښتاک کې به يې ورته شهد ورکول .
بيا تبان اسعد خوب وليد چې بيت الله ته جامه واغوندي ، هغه و چې بيت الله يې په پېړو قيمتي ورېښمين پوښاک باندې وپوښو .
بيا يې وروسته بل خوب وليد چې بيت لله په تور قيمتي پوښاک باندې هم وپوښي ، د خوب ليدو سره سم يې دوباره بيت الله د يمن په ښائسته اعلی ترينو پوښاکو سمبال کړ .
د روايتونو له مخې تبع ( تبان اسعد ) لومړنۍ هستۍ ده چې بيت الله ته يې د لومړي ځل لپاره پوښاک اچولی دی ، او د جرهم د قبيلې واکداره طبقه يې د بيت الله د صفايۍ په کولو مامور کړل ، هغوی ته يې هدايت وکړ چې له دې وروسته به د بيت الله ترڅنګ د ښځو په مياشتني مرض لړل شوې ټوټې ، ګندګي او خځلې او نورې مردارې نه اچول کيږي .
هغه د بيت الله لپاره دروازه او د دروازې کونجي هم جوړه کړه .
د ګردو مراسمو له اداء کولو وروسته تبان اسعد د خپلو لښکرو سره د دواړو يهودي عالمانو په شمول يمن ته مخه کړه ، کله چې د يمن خاورې ته ننوتل د يمن د قلمرو ميشت خلک يې هغه دين ته راوبلل چې د نوي سفر په دوران کې يې د ځان لپاره غوره کړی و ، د يمن خلکو يې د دعوت له منلو څخه سرغړونه اختيار کړه ، بالاخره يې پرېکړه په يمن کې اور ته يوړه .
په يمن کې پو اور و چې کله به سره يمنيان خپل منځ کې مختلف او تريو تريخ شول اور به يې فيصله کوله ، ظالم به يې وخوړ او مظلوم به بچ ، روغ رمټ او سالم راووت .
د يمن خلک د خپلو بتانو او نذرانو سره راووتل او دواړه پيروانو ( يهودي عالمانو ) هم خپل کتابونه په ګرېوان راوځړول ، چې له کوم ځای څخه به اور راوتو هلته يې د انتظار شېبې تېرې کړې .
هغه و چې اور راووت او خلکو په وړاندې رانږدې شو ، خلک وېرې او هيبت ونيول ، خو د پرېکړې انتظار ويستونکو ورته په صبر او زغم بار بار توصيه کوله ، په صبر دومره کلک شول چې اور راغی او د حمير د قبيلې ټول بوتان ، نذرانې ، او دبتانو په عبادت کلک ولاړ خلک يې وخوړل ، او داوړه يهودي عالمان له اور څخه په داسې حالت کې راپورته شول چې په تندې يې خولې راماتې وې ، او کتابونه يې هم هغسې په ګرېوانونو کې اوېزان وو چې اور ورته هيڅ راز ځاني نقصان نه و اړولی .
د حقانيت د راښکارکېدو سره سم ټولو د حمير د قبېلې خلکو د تبان اسعد راوړي دين ته غاړه کېښوده .
يمن ته يهوديت له اصل کې له دې لارې ننوتی و .
کله چې د واک واګې د تبان اسعد ځوی حسان ته په لاس ورغلې او د زور ځواک په ګدۍ کېناست ، د ټولو عربو او عجمو د ځمکې د لاندې کولو لپاره يې يمنيان په مسلح انداز له يمن څخه وويستل ، کوم مهال چې د بحرين ځمکې ته د يمنيانو جنګې قوه ورسېده ، حمير او د يمن نورو قبيلو نه غوښتل چې جنګي مهم يې نورو ځمکو ته وغځيږي .
د حسان بن تبان ورور عمرو بن تبان اسعد سره يې پټه خبره زمزمه کړه چې ته دې خپل ورور وواژه ، مونږ به پخپل ځان د واک واګې تا ته درکړو ، او ته به مو بېرته خپل ټاټوبې ته ستانه کړې .
عمرو د خلکو سره د خپل ورور د مرګ په هکله سلا مشوره وکړه خو د حمير د قبيلې نه ( ذو رعين ) ورسره موافقه ونه وکړه ، او د ورور له مرګ څخه يې منعه کړ ، خو د ذو رعين خبره يې و نه منله ، ذو رعين دغه شعرونه وويل :
أَلاَ مَنْ يَشْتَرِيْ سَهَراً بِنَوْمٍ ** سَعِيْدٌ مَنْ يَبِيْتُ قَرِيْرَ عَيْنِ
فَاِمَّا حِمْيَرٌ غَدَرَتْ وَخَانَتْ ** فَمَعْذِرَةُ الْاِلَهِ لِذِيْ رُعَيْنِ
ايا داسې څوک شته چې د شپې په خوب شبګېرې وپېري ؟ څوک چې په سوکالې سره د شپې ارام او خوب کوې ډېر نېکمرغه او نېکبخته دی .
د حمير قبيلې دوکه او خيانت وکړ ، خو ولې ذو رعين الله پاک ته د دغې دوکې په هکله خپل عذر وړاندې کوي .
دغه شعرونه يې وليکل او له لاسليک وروسته عمرو ته راغی او ورته يې ورکړل ، ورته يې وويل : زما دا ليکل د ځان سره سمبال کړه، بيا لاړ او خپل ورور حسان يې وواژه او د يمن ټولې قبيلې يې بېرته يمن ته ستنې کړې ، کوم مهال چې عمرو د يمني قبيلو د لښکرو په شمول د يمن قلمرو ته داخل شول له عمرو څخه خوب وتښتېد او سترګې يې بې خوبه شوې ، دغې بې خوبۍ دومره ستومانه کړ چې په خپل قلمرو کې يې هېڅ پالګر او معالج پرې نه ښود خو د علاج لپاره يې راوغوښت ، يو ورته پکې وويل :
لوړه په رب لايزال چې ستا په څېر هر څوک خپل ورور او يا هم بل خپل خپلوان بې ګناه په زياتي سره قتل کړي مګر له سترګو څخه يې خوب تښتي او بې خوبه کيږي .
هغه و چې د يمن په مخه ورو کې چې چا هم د ورور د قتل سلا مشوره ورکړې وه ، ټول يې راغونډ او بيا يې قتل کړل ، دا چې لاسونه يې د ذورعين ګرېوان ته وغځېدل هغه ورته وويل : : ستا د ورور د مرګ نه تا سره زما براءت شتون لري ، عمرو وويل : ستا براءت ما سره چرته دی ؟؟ ذورعين ورته وويل : هغه خط چې ما تا ته درکړی و .
عمرو چې کله هم ليکل پړاو کړل وپوهېد چې ذورعين ورته نصيحت کړی دی ، د وخت په تېرېدو سره عمرو هم ومړ ، او د عمرو د مرګ سره سم دحمير د قبيلې دبدبه او شان شوکت هم اوبه شو ، ټول سره جلا جلا شول .
په حمير قبيلې باندې د ( لخنيعة ينوف ذو شناتر ) په نوم حميري مسلط او د حمير د قبيلې ټول مخه ور خلک يې ووژل ، او د پاتې حميرينو په کورنو يې لوبې وکړې ، هېره دې نه وي چې دغه حميري د حمير د قبيلې د شاهانو له کورنۍ څخه نه و .
لخنيعه چې پخپله فاسق ، فاجر او لوطي انسان و ، د حسان بن تبان ورور زرعة ذي نواس بن تبان چې د خپل ورور د مړينې په مهال لا ماشوم و پسې يې سوال ځواب وکړ ، زرعة چې د ځوانې په موسم کې ښه په زور زبردستۍ کې و ، د لخنيعه د استازي د راتګ سره زرعة وپوهېد چې ما د بدکارۍ لپاره ځان ته غواړي ، په پېزار کې پټ يې د ځان سره چاړه ( خنجر ) ننويست ، او په ناڅاپي بريد کې يې لخنيعه له منځه يوړ ، چې کله بهر خلکو ته راووت خلکو ورته وويل : دا چې تا مونږ د دغې فاسق او خبيثئ څېرې نه په ارام کړو ، ته زمونږ باچا او ټولواک يې .
د حمير قبيلې په شمول د يمن ټولو قبيلو يې حکم ته غاړه کېښوده ، په واک او اقتدار تر ډېره مهاله پاتې شو ، زرعه ذو نواس د حمير د قبيلې اخرنې باچا دی ، او دا هغه څوک دی چې د الله پاک په دين ولاړو ته يې د اور کندې کنستلی وې .
خو بيا هم په نجران کې د عيسی – عليه السلام – په دين ولاړ طبقه خلک د ګوتو په شمېر شتون درلود چې مشري يې عبداله بن تامر په غاړه لرله ، ذو نواس باچا د خپل زور ځواک له مخې ټول عيسويان د يهوديت پر منلو مجبور کړل ، او مجبوريت ته يې هم ورله دوه ډوله اختيار ورکړ چې يا خو به يهوديت ته غاړه ږدي او يا به قتليږي .
څوک يې په کندو کې په اور وسوځول او څوک يې له تيغه تېر او ورباندې يې مثله وکړه ، نزدې شل زره مسلمانان يې ووژل .
د ذو نواس او د هغه د جنګي قوې اړوند الله پاک فرمايي : ( قُتِلَ أَصْحَابُ الْأُخْدُودِ * النَّارِ ذَاتِ الْوَقُودِ * إِذْ هُمْ عَلَيْهَا قُعُودٌ * وَهُمْ عَلَىٰ مَا يَفْعَلُونَ بِالْمُؤْمِنِينَ شُهُودٌ *وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَن يُؤْمِنُوا بِاللَّـهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ ) ( ۱)
د يو روايت له مخې د ذو نواس په لاس شهيدان کې د مسلمانانو سرلښکر عبد الله بن تامر هم و .
…………………………………..
(۱) [ سورت بروج : ۴ – ۸ ] ژباړه : د کندو ويستونکو والا هلاک او برباد او لعنتيان دي * د هغه اور والا چې بلېدونکی اور و * چې دوی خپله د اور او مسلمانانو د سوځولو سېل او تماشې ته ناست و * او دوی چې په مسلمانانو څه کول دوی پرې خپله ګواه دي * او دغې يهودانو انتقام نه اخست له مسلمانانو نه مګر د دې چې دوی په الله پاک باندې چې زور اور او ستائلی شوی ذات دی ايمان راوړی و.