لومړۍ ځانګړنه: قرآن کريم دالله جل جلاله کلام دی او د الله جل جلاله له لوري په محمد صلى الله عليه وسلم ناﺯل شوی، د فاتحې په سورت پيليږي او د ناس په سورت پاى ته رسي>
دوهمه ځانګړنه: د قران کريم تلاوت او لوستل عبادت (بنده ګي) ده او په تلاوت يې لوستونکي ته ثواب رسي، ځکه رسول صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: ) من قرأ حرفا من كتاب الله فله به حسنة والحسنة بعشر أمثالها لا أقول ألم حرف ولكن ألف حرف ولام حرف وميم حرف(
ژباړه: چا چې د الله جل جلاله له کتاب څخه يو حرف تلاوت کړ دهغه لپاره به نيکي وي او يوه نيکي به يې يو په لسه حسابيږي، دا زه نه وايم چې (الم) يو حرف دى بلکې الف ځانله ،لام ځانله او ميم ځانله حرف دى.
همدارنګه د قران مجيد د ﺯيات شمير سورتونو د لوستلو په غوره والي کې يو شمير صحيح حدیٍثونه هم راغلي لکه د بقرې، آل عمران، الملك، الكهف، اخري سورتونه او داسې نور
دريمه ځانګړنه: پرته د قران کريم له لوستنې لمونځ نه صحيح کيږي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي (لا صلاة لمن لم يقرأ بفاتحة الكتاب)
ژباړه: د هغه چالمونځ ناسم دى (نه کيږي) چې د فاتحې سورت و نه لولي
څلورمه ځانګړنه: قران کريم د هر ډول لاسوهنې او بدلون څخه سلامت او په امن کې دی،الله جل جلاله فرمايلې دي:( إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْر وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ)
ژباړه:يقينا مونږ قرآن ناﺯل کړی او مونږ يې ساتنه کوو. کوم چې نور اسماني کتابونه دي لکه تورات او انجيل، په هغې کې خپلو پېرويانو لاسوهنه کړې او اصلي منځپانګه يې ورته بدل کړې ده.
پنځمه ځانګړنه: قران کريم له تناقض (ټکر) څخه سالم او ژغورل شوی، ځکه الله جل جلاله فرمايلې دي( أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا)
ژباړه: ايا دوى په قران کې سوچ او فکر نکوي؟ که چیرته دا قران د بل چا له اړخه وی نو هرو مرو به یې په دې کې ﺯيات شمير اختلافات موندلی وی .
شپږمه ځانګړنه: د ﺯړه له تله د قران کريم ﺯده کړه او حفظ اسانه دی ، په دې اړه الله جل جلاله فرمايلې(وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ)
ژباړه:بېشکه مونږ قران د نصيحت او يادونې لپاره اسان کړی، آيا شته څوک نصيحت قبلونکی؟
اوومه ځانګړنه: قران کريم يو معجز (انسانان يې له جوړيدو عاجزه او ناتوانه دي) کتاب دی، هيڅوک نشي کولای چې دده د يو سورت په څېر بل سورت جوړکړي، الله جل جلاله يې عربو ته دجوړېدو چلنج (بلنه) ورکړه، هغوی ناتوانه شو او له جوړېدو يې پاتې راغلل الله عﺯوجل فرمايي(أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّثْلِهِ)
ژباړه:ای! دوى وايي چې دا قران يې له ځانه جوړ کړی؟ نو ته ورته ووايه که چېرته داسې وي نو دده د يو سورت په څېر سورت دې راوړي.
اتمه ځانګړنه: د قران کريم په لوسونکي باندې دالله جل جلاله له لوري رحمت، سکون او ارامتيا ناﺯليږي. ځکه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي( وما اجتمع قوم في بيت من بيوت الله يتلون كتاب الله ويتدارسونه بينهم إلا نزلت عليهم السكينة وغشيتهم الرحمة وحفتهم الملائكة وذكرهم الله فيمن عنده)
ژباړه:نه دی داسې يو قوم (ټولګی) چې د الله تعالی د کورونو څخه په يو کور کې راټول شي، دالله جل جلاله کتاب لولي او په خپل مينځ کې يې ﺯده کوي، په هغوي به دالله له لوري سکون او ډاډ ناﺯل شي، رحمت به ترې چاپېره شي، ملائکې به يې څوکۍ وکړي او الله جل جلاله به يې دملائکو په وړاندى يادونه وکړي.