11- عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّ رَسُوْلَ اللهِ صلی الله عليه وسلم قَالَ: ( مَنْ عَمِلَ عَمَلاً لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا فَهُوَ رَدٌّ”) (صحيح مسلم, حديث شمېر: 1718، صحيح البخاري، حديث شمېر: 2697)
ژباړه: د ام المؤمنين عائشه رضي الله عنها څخه روايت دی فرمايي: نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : چا چې داسې عمل اوکړو چې هغې باندي زمونږحکم نه وو هغه عمل مردود دی .
ددي حديث د فوائدو څخه :
۱- داحديث دلالت کوي،چې په دين کې بدعت کول باطل اوګمراهې ده .
2-دين اسلام يو مؤمن بنده ديته هڅه وي چې بايد د الله تعالی په کتاب ( قران کريم ) او دهغه د سول صلی الله عليه وسلم په سنتو باندې منګلې ولګوې .
3-په ديني کارونو کې بدعت کولو په وجه انسان د اسلام د حقيقت نه لري اوځي .
——————
نبي کريم صلی الله عليه وسلم به كومه دعا ډيره غوښتله ؟
12- عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه قَالَ: كَانَ أَكْثَرُ دُعَاءِ النَّبيِّ صلی الله عليه وسلم اَللَّهُمَّ اللَّهُمَّ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً، وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً، وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ((صحيح البخاري، حدیث شمېر: 6389، صحيح مسلم، حديث شمېر: 2688)
ژباړه: له انس رضي الله عنه نه روایت دی چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم به دا دعا زیاته ويله : ای ربه ځمونږ راکړې مونږ ته خوشحالې په دنيا کې په نيک عمل سره او په اخرت کې په جنت سره او ساتې مونږ لره د عذاب د اورنه !
ددي حديث د فوائدو څخه :
1-دين اسلام د سلامتيا او په دنيا اواخرت کې دنيک بختۍ دين دی ، هغه انسان نيک بخته دی په دنيا او اخرت کې کوم چې د دين اسلام په تعليماتو باندي عمل کوي .
2-دا دعاء هر قسم خير ته شامله ده ، بايد ده چې يو مسلمان بنده ددي دعا ډير اهتمام اوکړې،او دحرامو او مشتبهاتو ( شکي څيزونه ) نه ځان اوساتي .