عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بن مسعود رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم يَقُوْلُ: (إنَّ أشدَّ النَّاسِ عَذَابًا عِنْدَ اللهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ اَلْمُصَوِّرُوْنَ ) (صحيح البخاري, حديث شمېر( 5950) صحيح مسلم، حديث شمېر(2109)
عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی فرمايي : چې ما د نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي هغه فرمايل : چې د قيامت په ورځ به الله تعالی سخت عذاب د تصويرونو جوړونکو ته ورکوې .
ددي حديث د فوائدو څخه :
1-دا حديث دا لارښونه کوي چې په اسلام کې د هغه شيانو تصويرونه جوړول چې روح لري سخت منعه دي .
2-داحديث د تصوير جوړولونه سخته ويره ورکوي ، ځکه چې په تصوير جوړولو کې د الله تعالی سره په خلقت ( پيدائش ) کې مشابهت دی ، او همدارنګه تصويران د شرک لپاره سبب هم دی .
3-بعضې علماو ويلي چې دا حديث د هغه چا باره کې دی کوم چې د بتانو تصويرونه او شکلونه جوړوي ددي لپاره چې دهغې عبادت او بندګې اوکړی شي ، ده ته به د قيامت په ورځ ډير سخت عذاب ورکولی شې ، خو غوره داده چې بايد دهر قسم تصوير جوړولو نه ځان اوساتل شې .