د لمونځ ارکان او فرضونه
لمونځ څوارلس ارکان او فرضونه لري :
۱ – : ودرېدل سره له طاقته . ۲ – : تکبير تحريمه ويل . ۳ – : د امام او مقتدي دواړو په حق کې سورت فاتحه لوستل . ۴ – : رکوع کول . ۵ – : له رکوع څخه پورته کېدل او سم سيده ودرېدل . ۶ – : په اوو اندامونو سجده کول . ۷ – : له سجدې څخه پورته کېدل .
۸ – : د دوو سجدو ترمنځ کېناستل . ۹ – : اخرنی تشهد ويل . ۱۰ – : د اخرني شهد لپاره کېناستل . ۱۱ – : په اخرني تشهد درود ويل . ۱۲ – : ټول ارکان په اطمينان سره ادا کول . ۱۳ – : سلام ګرځول . ۱۴ – : په ترتيب سره ټول ارکان سر ته رسول .
د لمونځ د ارکانو حکم :
که څوک رکن قصداً پريږدي لمونځ يې باطليږي ، خو که سهواً له چا څخه پاتې شي رکن به راوګرځوي او ورسره به سجده سهوه هم وکړي .
د لمونځ واجبات :
لمونځ اته واجبات لري :
۱ – : له تکبېرې تحريمي نه بغير ټول تکبيرونه . ۲ – : په رکوع کې د سبحان ربي العظيم ويل . ۳ – : د امام او ځانله لمونځ کونکی لپاره د سميع الله لمن حمده ويل .
۴ – : د ربنا ولک الحمد ويل . ۵ – : په سجده کې د سبحان ربي الأعلی ويل . ۶ – : د دوو سجدو په منځ کې دعا ويل . ۷ – : د اولني تشهد لپاره کېناستل . ۸ – : د اولني تشهد ويل .
د واجباتو د پرېښودو حکم :
که څوک په قصد سره واجب پريږدي لمونځ يې باطليږي خو که له چا څخه سهواً پاتې شي نو جبيره يې په دوو سجدو سره کيږي چې د ( سهوې سجده ) باندې يې خلک پېژني .
له دې علاوه چې په لمونځ کې څومره اعمال دي ټول سنت دي .
اول او دوهم رکن :
اول رکن ودرېدل دي ، او دوهم رکن تکبير تحريمه ده .
داولني او دوهم رکن دليل :
7 – : عَنْ أَبِيْ حُمَيْدٍ السَّاعِدِيِّ رضي الله عنه قَال [ كَانَ رَسُولِ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم إِذَا قَامَ فِي الصَّلَاةِ اعْتَدَلَ قَائِمًا وَرَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى يُحَاذِيَ بِهِمَا مَنْكِبَيْهِ ثُمَّ قَالَ «اللَّهُ أَكَبْرُ ]( )
ژباړه : له ابوحميد الساعدي رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به کله په لمونځ ودرېده نو نېغ به ودرېده او او دواړه لاسونه به یې دومره پورته کړل چې د اوږو سره به یې برابر شول ، او بيا به يې الله اکبر وويل .
فايده : دا حديث مونږ ته راښايي چې کله يو سړی لمونځ کوي نو سيده نېغ به ودريږي او چې کله تکبير تحريمه وايي نو لاسونه به د اوږو برابر اوچت کړي او بيا الله اکبر ووايي.
د تکبير پرمهال دګوتوخورول :
8 – : عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ [ كَانَ رَسُوْلُ اللهِ صلی الله عليه وسلم إِذَا كَبَّرَ نَشَرَ أَصَابِعَهُ] ( )
ژباړه : له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به کله د لمونځ لپاره تکبير تحريمه کو نو خپلې ګوتې به يې خورولې .
فايده : په دې حديث کې مونږ ته دا راښودل کېږي چې کله يو لمونځ ګذار تکبير تحريمه کوي نو د لاسونود اوچتولو په وخت کې به خپلې ګوتې خوروي يعنې د لاسونوګوتې به سره نه يو ځايې کوي.
لاس په سينه کېښودل
9 – : عَنْ هُلْبٍ رضي الله عنه قَالَ [ رَأَيْتُ رَسُوْلَ اللهِ صلی الله عليه وسلم “يَنْصَرِفُ عَنْ يَمِيْنِهِ وَعَنْ يَسَاِرهِ وَيَضَعُ يَدَهِ عَلَي صَدْرِهِ ] ( )
ژباړه : د هلب رضي الله عنه څخه روايت دی چې ما رسول الله صلی الله عليه وسلم وليد چې ګرځوو به يې سلام ښي طرف او چپ طرف ته او خپل لاسونه به یې په سينه کېښوده .
فايده : په دې حديث کې مونږ زده کړل چې کله تکبيرتحريمه وايو نو بيا به لاسونه په سينه باندې ږدو ، نه له نامه نه ښکته .
د لمونځ د شروع دعا
10 – : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه فَقُلْتُ [بِأَبِي أَنْتَ وَأُمِّي يَا رَسُولَ اللهِ إِسْكَاتُكَ بَيْنَ التَّكْبِيرِ وَالْقِرَاءَةِ مَا تَقُولُ قَالَ: أَقُولُ: «اللَّهُمَّ بَاعِدْ بَيْنِي وَبَيْنَ خَطَايَايَ كَمَا بَاعَدْتَ بَيْنَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ؛ اللَّهُمَّ نقِّنِي مِنَ الْخَطَايَا كَمَا يُنَقَّى الثَوْبُ الأَبْيَضُ مِنَ الدَّنَسِ، اللَّهُمَّ اغْسِلْ خَطَايَايَ بِالْمَاءِ وَالثَلْجِ وَالْبَرَدِ ]( )
ژباړه:دابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې ما پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته وويل : زما مور او پلار دې له تا څخه قربان شي چې د تکبير او قراءت ترمنځ چپ کېدو کې دې ته څه وايې ؟ هغه وويل : زه وايم : [ اللهم باعد…] ای الله جل جلاله! ته جداوالی راوله زما او زما د ګناهونو په منځ کې په اندازه د مشرق او مغرب ، او ای الله جل جلاله ته ما لره پاک کړې زما د ګناهونونه لکه څرنګه چې پاکولی شي سپينه جامه له ښيري څخه ، او ای الله جل جلاله ووينځې زما ګناهونه په اوبو او په واورې او په ګلۍ سره .
فايده : په دې حديث کې مونږ زده کړل چې کله تکبيرتحريمه وويل شي نو بايد مونږ ذکر شوې دعا ولولو او که چا ته نه وي ياده نو بايد دا دعا ولولي :
عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها قَالَتْ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم إِذَا اسْتَفْتَحَ الصَّلاَةَ قَالَ [ سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ وَتَبَارَكَ اسْمُكَ ، وَتَعَالَى جَدُّكَ وَلاَ إِلَهَ غَيْرُكَ ] ( )
ژباړه : له بي بي عايشې رضي الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به کله لمونځ شروع کو نو ويل به يي : پاکي ده الله جل جلاله تا لره د هر قسم عيب او نقصان څخه او ښايسته ثناګانې او د کمال څخه ډک صفتونه دي تا لره او برکت والا دی نوم ستا او اوچت دی شان ستا او نشته د بندګۍ لايق په حقه بغير له تا نه .
اعوذ باالله ، او بسم الله ويل سورت فاتحي څخه ورسته :
11 – : عَنْ أَبيْ سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ رضي الله عنه قَالَ : كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم يَقُولُ [ أَعُوذُ بِاللَّهِ السَّمِيعِ الْعَلِيمِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ مِنْ هَمْزِهِ وَنَفْخِهِ وَنَفْثِهِ ] ( )
ژباړه : د ابو سعيدخدري رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به ويل : زه له شيطان رټلی شوي نه په الله جل جلاله پورې چې اوريدونکی او پوهه دی پناه نيسم د هغه دوسوسوڅخه او د هغه د تکبر او له پوکو څخه.
فايده : په دې حديث کې مونږ زده کړل چې کله مونږ قرات شروع کوو نو بايد اول اعوذ بالله ووايو ، الله جل جلاله هم فرمايي [ وإِذَاقَرَأْتَ الْقُرْانَ فَاسْتَعِذْبِاللهِ مِنَ الشَيْطَنِ الرَّجِيْمِ]
ژباړه : کله چې قران کريم لولې نو له شيطان رټلی شوي څخه الله پورې پناه وغواړه . نو بايد د سورت فاتحې څخه مخکې ( اعوذ بالله ) وويل شي .
12 – : عَنْ نُعَيْمِ الْمُجْمِرِ رضي الله عنه قَالَ : [ صَلَيْتُ وَرَاءَ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه فَقَرَأَ : بِسْمِ الله الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ، ثُمَّ قَرَأَ بِأُم الْقُرْآنِ حَتَّى بَلَغَ {وَلا الضَّالِّينَ } قَالَ آمِينَ وَقَالَ النَّاسُ آمِينَ وَفِيْهِ ثُمَّ يَقُوْلُ إِذَا سَلَّمَ قَالَ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ إِنِّي لأَشْبَهُكُمْ صَلاَةً بِرَسُولِ الله صلی الله عليه وسلم ] ( )
ژباړه: د نعيم المجمر رضي الله عنه نه روايت دی چې ما په ابو هريرة رضي الله عنه پسې لمونځ وکړ نو هغه اول بسم الله وويله او بيا يې ام القران ( سورة الفاتحه ) ولوستله تر دې چې ( غير المغضوب عليهم ولا الضالين ) ته ورسېد نو ابو هريره رضي الله عنه امين وويل او خلکو هم امين وويلو .
په دې حديث کې دا هم راغلي دي چې بيا يې وويل کله چې يې سلام واړه و نو وېويل زما دې په هغه ذات قسم وي چې زما روح د هغه په لاس کې ده يقينا زه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د لمونځ په اعتبار له تاسو نه ډېر زيات ورته يم .
فايده : په دې حديث کې مونږ زده کړل چې بايد سورة فاتحي څخه مخکې ” بسم الله ” وويل شي ، همدا رنګه امين بايد په زوره وويل شي ځکه نعيم المجمر رضي الله عنه وايي چې کله ابو هريره رضي الله عنه ” و لا الضالين ” وويل نو بيا يې امين هم وويل او ورپسې خلکو هم امين وويل نو معلومه شوه چې امين بايد په زوره وويل شي ځکه ابو هريره رضي الله عنه په قسم سره وويل چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم به داسې لمونځ کو نو په دې احاديثو عمل پکار دی نه داحاديثوڅخه ځوابونه .