د مسلمانانو د وينې او عزت حرمت
الله تعالی فرمايي (وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا) [ سورت احزاب: ۵۸]
ژباړه: او هغه كسان چې مومنو سړيو او مومنو ښځو ته په ناكړي كار (او ناكرده ګناه) تكليف رسوي، نويقينًا دوى په خپل ځان غټ دروغ او ښكاره ګناه باروي.
معنا دا چې څوک چې مومنان سړي او ښځې له کومې ګناه پرته په قول او عمل سره تکليفوي، دوی د درواغو او بهتان فاحش ترين ډول ارتکابوي، په ظاهره کې يې قبيح ترينه داسې ګناه وکړه چې په اخرت کې پرې عذاب ورکړل کيږي.
نبي کريم صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم فرمايي: (الْقُضَاةُ ثَلاَثَةٌ وَاحِدٌ فِى الْجَنَّةِ وَاثْنَانِ فِى النَّارِ فَأَمَّا الَّذِى فِى الْجَنَّةِ فَرَجُلٌ عَرَفَ الْحَقَّ فَقَضَى بِهِ وَرَجُلٌ عَرَفَ الْحَقَّ فَجَارَ فِى الْحُكْمِ فَهُوَ فِى النَّارِ وَرَجُلٌ قَضَى لِلنَّاسِ عَلَى جَهْلٍ فَهُوَ فِى النَّارِ) [ سنن ابي داود:۳۵۷۵، جامع الترمذي: ۱۳۲۲، ابن ماجه: ۲۳۱۵، ارواء الغليل: ۸/ ۲۳۵ کې ورته صحيح ويلي دي].
ژباړه : قاضيان درې ډوله دي، يو يې جنتي او دوه يې دوزخيان دي، هغه قاضي به په جنت کې وي چې حق پېژني او پرېکړه پرې وکړي، څوک چې حق پېژني او له ستم څخه کار واخلي په اور کې به وي او څوک چې په جهل باندې د خلکو پرېکړې هم به په اور کې وي.
ابن تيميه رَحِمَهُ اللهُ پر دې حديث باندې تعليقاً وايي: په مالونو او د مسلمانانو په اعراضو کې چې څوک له علم پرته د خلکو ترمنځ پرېکړې کوي او ځای يې اور وي، نو د هغه چا به څه حال وي چې د خلکو په ديانتونو او مذهب او لامذهب کې ، په الهي معارفو کې او کُلِّي احکامو کې له علم او عدل پرته پرېکړې کوي؟! ( الجواب الصحيح: ۱/ ۱۰۸).
سپارښتنه دا ده چې خپله ژبه دې قابو کړه، ترڅو چې اهل قبله ( لااله الا الله محمد رسول الله) وايي او ضد عملونه يې نه کوي، نو کافر ويل ورته د ستونزو زيګنده ده، او خاموش پاتې کېدلو کې ترې هېڅ خطر او ستونزه نشته. (فيصل التفرقة: ۱۴۴)
يو چا ته په کافر، فاسق او بدعتي نه ويلو کې تېروتنه په اثبات کې له خطا څخه ډېره اسانه ده چې کافر دې ورته وويل شي.
له زده کونکي سره مناسب او لايق بريښي چې څومره توان لري بايد له تکفير څخه په کناره کې پاتې شي، ځکه د لااله الا الله ويونکي او قبلې ته لمونځ ګوزار مباح الدم ګڼل له خطا څخه نه دی خالي.
په تېروتنه کې د زرو کافرانو ژوندي پرېښودولو خطا د مسلمان د ويني تويولو څخه ډېره اسانه ده.
د مسلمانانو وينې او مال کې اصل حرمت دی، هېڅ مسلمان د بل مسلمان د وينو تويولو حق نه لري مګر دا چې الله او د هغه رسول يې اجازه ورکړې وي.
نبي کريم صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم په حجة الوداع کې فرمايلي دي: (اِنَّ دِمَائَکُمْ، وَأَمْوَالَکُمْ، وَ أَعْرَاضَکُمْ، وَأَبْشَارَکُمْ عَلَيْکُمْ حَرَامٌ کَحُرْمَةِ يَوْمِکُمْ هَذَا، فِيْ شَهْرِکُمْ هَذا، فِيْ بَلَدِکُمْ هَذا) [ صحيح البخاري: ۶۶۶۷. صحيح مسلم: ۱۶۷۹).
ژباړه: ستاسو وينې، ستاسو مالونه، ستاسو عزتونه او ستاسو پوستکي په تاسو باندې د دې ورځې او مياشتې او ښار په څېر حرام دي.
او نبي کريم صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمْ فرمايي: ( کُلُّ المُسْلِمِ عَلَی المُسْلِمِ حَرَامٌ: دَمُهُ، وَمَالُهُ، وَعِرْضُهُ) [ صحيح مسلم:۲۵۶۴].
ژباړه: د هر مسلمان پر بل باندې د هغه وينه، مال او عزت حرام دي.
له ابوبکره رَضِيَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دی چې رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم څخه مې اوريدلي دي ويل يې: (اِذَا الْتَقَی المُسْلِمَانِ بِسَيْفِيْهِمَا فَالقَاتِلُ وَالْمَقْتُوْلُ فِيْ النَّارِ فَقُلْتُ يَا رَسُوْلَ اللهِ، هَذَا القَاتِلُ، فَمَا بَالُ المَقْتُوْلِ؟ قَالَ: اِنَّهُ کَانَ حَرِيْصاً عَلَی قَتْلِ صَاحِبِهِ ) [صحيح البخاري: ۳۱، صحيح مسلم: ۲۸۸۸].
ژباړه: کله چې سره دوه مسلمانان خپل منځ کې په خپلو تورو مخامخ شي نو قاتل او مقتول دواړه به په اور کې وي، ما وويل د الله رسوله! قاتل خو به اور ته ځي نو مقتول ولې لاړ شي؟ هغه وويل : مقتول هم د خپل ملګري په وژلو ډېر حريص و.
له عبدالله بن عباس رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا نه روايت دی چې رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم فرمايلي دي: (لا تَرْجِعُوا بَعْدِى كُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ) [ صحيح البخاري: ۱۶۵۲، مسلم: ۶۵،۶۶ د جرير او عبدالله بن عمر رضي الله عنهما په روايت روايت کړی دی]
ژباړه : له ما څخه وروسته کافران مه جوړېږئ چې ځينې مو د ځينو څټونه وهي .
له عبدالله بن مسعود رَضِيَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دی چې رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم فرمايلي دي: (سِبَابُ الْمُسْلِمِ فُسُوقٌ ، وَقِتَالُهُ كُفْرٌ) [ صحيح البخاري: ۴۸، صحيح مسلم:۶۴]
ژباړه: د مسلمان کنځلې فسق او جنګ کول ورسره کفر دی.
او له ابوهريره رَضِيَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دی چې رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فرمايي: (لا يُشِيرُ أَحَدُكُمْ اِلَی أَخِيهِ بِالسِّلاحِ، فَإِنَّهُ لا يَدْرِى، لَعَلَّ الشَّيْطَانَ يَنْزِعُ فِى يَدِهِ، فَيَقَعُ فِى حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ) [صحيح البخاري: ۷۰۷۲،صحيح مسلم: ۲۶۱۷).
ژباړه : تاسو کې دې څوک خپل ورور ته په اسلحې اشارې نه کوي، ځکه ده ته به پته نه وي او شيطان به ورله له لاس څخه ګوزار کړي وي چې په سبب به یې د اور په کنده کې وغورځيږي.
بل حدیث چې هغه هم ابوهريرة رَضِيَ اللهُ عَنْهُ روايت کړی دی، نبي کريم صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم فرمايي (مَنْ أَشَارَ إِلَى أَخِيهِ بِحَدِيدَةٍ فَإِنَّ الْمَلاَئِكَةَ تَلْعَنُهُ حَتَّى وَإِنْ كَانَ أَخَاهُ لأَبِيهِ وَأُمِّهِ) [ صحيح مسلم: ۲۶۱۶].
ژباړه: څوک چې خپل ورور ته په چړې ( چاقو، توره، برچه… ) باندې هسې اشاره هم وکړي نو ملائک پرې لعنت وايي، که څه هم ورور يې له خپل مور او پلار څخه ولې نه وي.
عبدالله بن مسعود رَضِيَ اللهُ عَنْهُ هم روايت کوي چې نبي کریم صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم فرمايي: (لَا يَزَالَ الْمُؤْمِنُ فِي فُسْحَةٍ مِنْ دِينِهِ مَا لَمْ يُصِبْ دَمًا حَرَامًا) [ صحيح البخاري: ۶۱۶۸، صحيح مسلم: ۱۶۷۸].
ژباړه: مومن انسان تل په ديني وسعت کې وي ( له هرې ګناه څخه کولی شي ووځي) ترڅو يې حرامه وينه ( په ناحقه توګه ) نه وي توی کړې.
عبدالله بن عمر رَضِيَ اللهُ عَنْهُ هم وايي: (إِنَّ مِنْ وَرَطَاتِ الأمُورِ الَّتِى لا مَخْرَجَ لِمَنْ أَوْقَعَ نَفْسَهُ فِيهَا سَفْكَ الدَّمِ الْحَرَامِ بِغَيْرِ حِلِّهِ) [ صحيح البخاري: ۶۴۷۰].
ژباړه: له هغو سخترينو کارونو چې وتل ترې نشته دا هم دی چې څوک له حق پرته حرامه وينه توی کړي.
(وَرَطَات ) د ( وَرْطَةٌ ) جمع ده، او ورطة په عربۍ کې دې ته ويلی شي چې ډېر کم ترې انسان وتلی شي، او ياد ورطة معنا (هلاکېدل) دي .
او د ( لاَمَخْرَجَ ) معنا دا ده چې دخلاصون هېڅ لاره نه لري.
د ( سَفْك الدَّم الحَرَام) معنا دا ده چې معصوم او غير حق څوک ووژني.
( بِغَيْرِ حِلِّهِ ) مطلب چې داسې اسباب او دوافع نه وي چې قاتل ته يې وينه حلالوي لکه ردت، قصاص، د شادي شده زنا..
له ابودرداء رَضِيَ اللهُ عَنْهُ څخه روايت دی چې ما له رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم څخه اوريدلي دي ويل يې (كُلُّ ذَنْبٍ عَسَى اللَّهُ أَنْ يَغْفِرَهُ، إِلَّا مَنْ مَاتَ مُشْرِكًا، أَوْ مُؤْمِنٌ قَتَلَ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا ) [ سنن ابي داود: ۴۲۷۰، صحيح الترغيب والترهيب: ۲۴۴۶ ].
ژباړه : امېد دی چې الله پاک د هرې ګناه بخشش وکړي مګر هغه چا ( ګناهګار ) ته نه چې مشرک مړ شوی وي، او يا هغه څوک چې مسلمان يې قصداً وژلی وي.
عبدالله بن عمرو رَضِيَ اللهُ عَنْهُ هم له نبي کريم صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم څخه روايت کوي چې فرمايي: (لَزَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَنْدَ اللَّهِ مِنْ قَتْلِ رَجُلٍ مُسْلِمٍ ) [ سنن النسائي: ۳۹۹۸، جامع الترمذي: ۱۳۹۵، صحيح الترغيب والترهيب: ۲۴۳۹ ].
ژباړه : یقينا د الله په نېز د دنيا له منځه تلل د مسلمان د قتل نه ډېر اسانه او حقيره ده.
عبدالله له خپل پلار بريده رَضِيَ اللهُ عَنْهُ نه روايت کوي چې رسول الله صَلَّی ا للهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم فرمايلي دي: ( قَتْلُ الْمُؤْمِنِ أَعَظَمُ عِنْدَ اللهِ مِنْ زَوَالِ الدُّنْيَا ) [ سنن النسائي: ۴۰۰۱، صحيح الترغيب والترهيب: ۲۴۴۰].
ژباړه : د الله په نېز د مسلمان وژل د دنيا له زوال څخه هم لوی دي.
په دې باب کې نور ډېری حديثونه شتون او حتی چې نبي کریم صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم د مسلمان له ډارولو څخه هم شديده منعه کړې ده .
عبدالرحمن بن ابي ليلی وايي چې د نبي کریم صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم ملګرو راته ويلي دي دوی له نبي کریم صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم سره روان ول، ( د دمې په مهال ) يو سړی ويده ( بېده ) شو، بل ملګري يې رسۍ ( پړی ) راوړ او په غاړه کې يې ورته واچو، پړی يې کش نو ويده سړی وډارېد، نبي کريم صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم وويل : ( لاَيَحِلُّ لِمُسْلِمٍ أَنْ يُرَوِّعَ مُسْلِماً ) [ سنن ابي واد: ۵۰۰۴، صحيح الترغيب والترهيب: ۲۸۰۵ ].
ژباړه : هېڅ مسلمان لپاره حلال نه دي چې بل مسلمان وډاروي.
نو چې ډارول حرام وي نو له شرعي موجب پرته د مسلمان تکفير به څنګه حرام نه وي؟!
د مسلمان تکفير د هغه له وژلو بيخي ډېر لوی دی!!
دې ته بايد پام وشي چې په اسلامي شریعت کې له شرعي موجب پرته دمسلمان تکفير نهايت زیات مذموم دی، نبي کريم صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم فرمايي: ( مَنْ قاَلَ لِأَخِيهِ : يَا كَافِرُ ، فَإِنْ كَانَ كَمَا قَالَ , وَإِلَّا رَجَعَتْ عَلَيْهِ ) .
ژباړه : څوک که خپل ورور ته کافر وايي نو که کافر و خو خبره يې سمه ده ورنه د کفر کلمه پرې بېرته راګرځي.
دا حديث په دې دلالت کوي چې د شرعي موجب له مخې انسان کافر کيږي خو که شرعي موجب ونه لري او څوک مسلمان کافر وبولي بېرته پرې د کفر حکم راګرځي.
له دې کبله الله پاک هغه مستهزئين کافر بللي دي چې د الله پاک او د هغه د رسول پسې ملنډې وهي، الله پاک فرمايي: ( لاَتَعْتَذِرُوْا قَدْ کَفَرْتُمْ بَعْدَ اِيْمَانِکُمْ ) [ سورت توبه : ۶۶ ].
ژباړه : بانې مه کوئ تاسو له خپلو ايمانونو وروسته بېرته کفر کړی دی .