اوله شبه: نشه کول مباح دي ځکه چې اړوند يې ښکاره دلیل نشته چې دنشې په حراموالي دلالت وکړي !
ځواب:
۱ – : هغه دلائل چې مخکې مونږ ذکر کړه ټول پرې د حرمت ښکاره دلالت کوي .
۲ – : ټولو علماو په دې اتفاق کړی دی چې نشه کول حرام دي ، لکه چرس وغیره ، سره له دې چې داسی دلیل نشته چې خاص ددې په تحریم دلالت وکړي، امام صنعاني يې اجماع په خپل کتاب سبل السلام کې رانقل کړې ده، ، نو ایا نشیي توکې به حلال وي چې په تحریم یي ښکاره دلیل نشته ! او پدیکې هیڅ شک نشته چې دنشه یي توکو د حراموالي علت هم هغه دی کوم علت چې مواد مخدره کی موجود دی.
دويمه شبه: نشه یي توکي دبعضو مرضونو لپاره علاج دی!
جواب : امام مسلم رحمه الله پخپل صحیح کې روایت رانقل کړیدی چې یقینا نبي علیه السلام نه چا د شرابو جوړولو باره کې تپوس وکړ، نبي علیه السلام ترې منع وکړه ، بیا ورته وویل شول چې مونږ يې د دوایي لپاره جوړو، نبي صلی الله علیه وسلم ورته وویل: چې شراب دارو نه دي ،بلکې پخپله مرض دی، او په صحیح البخاري کی دابن مسعود رضی الله عنه روایت چې فرمايي : چې الله جل جلا له ستاسو لپاره روغوالی په هغه څه کې نه دی ګرځولی چې په تاسو یې حرام کړیدي.
نشه یی توکي زهر قاتل دی، داء عضال دی، بد عادت دی، او د ناکاره بوي والا دی، او ددې صفات سره سره نشه یي توکي د هیڅ مرض لپاره علاج نشي کیدای.