هر انسان راحت خوښه وي، او د دراحت د حاصلو کوشش کوي، څرنګه چې مزدرور مزدوري کوي د دې مقصد لپاره چې په راحت او سکون کې شي او خپله زندګې په اطمئنان سره تیره کړي.
همدارنګه یو وظیفه دار چې وظیفه اجرا کوي همدې سکون او راحت د پاره دا ستونږې برادشتوي.
د هقان شپه ورځ زحمت تیروي چې زما فصل ښه رازرغون شي او خپله زندګې په سکون او راحت سره تیره کړي.
لنډه دا چې په دنیا کې هر انسان د راحت غوښتونکی دی، حیوانان هم د راحت پلټونکي دي، میږی خواړه راجمع کوي چې راحت او سکون راته حاصل شي.
ځو ځينې انسانان دا راحت په مال کې ګوري، نور یې په دویمه ، دریمه او څلورمه نکاح کولو کې ګوري، او ځینې نور یې بیا په اولاد لرلو کې ګوري؟؟
ایاراحت به په مال کې وي؟
ایا په دویمه ، دریمه او څلورمه نکاح کولو کې به وي؟
ایا په ډیر اولاد لرلو کې به وي؟
ایا په جائیدادونو او ښکلو موټړو، او د هسکو ماڼیو څښتن کیدو کې به وي؟
نه ، نه ، هو دا منم چې راحت به پکې وي خو وختي طور نه دایمي راحت ، که هغه ښځه وي، که مال وي که اولاد وي ، که جائیداد ، بنګلې او موټرونه وي…
تلپاتې راحت هغه د مرګ نه وروسته دی. کوم څیز چې هغه فنا کیږي هغه کامل راحت نه وي بلکه هر هغه څه چې دائمي وي د هغې راحت هم دائمي وي چې هغه جنت دی .
امام احمد رحمه الله په باره کې راځي دې ته چا وویل: کله به په راحت کې شو. هغه ورته کړه : کله چې د خپه په جنت کې کیخوده نو په ارام به شي .
مقصد دا چې د جنت نه سیوا راحت نشته په دنیا کې ځو ټول غمونه ، خپګانونه، فتنې، حادثې ، مرضونه او نا امیدي دی.
راحت او اطمئنان دا په اخرت کې دی بايد مونږ او تاسې د هغې راحت د پاره کوشش وکړو چې تلپاتې وي ….