پروفیسر یوسف سلیم چشتی په خپل کتاب تاریخ تصوف کی د جنید بغدادی د مختلفو رسالو نه د توحید او ذات وصفات باری تعالی په باره کښ کوم تعلیمات اخذ کړی دی نو هغی کی بعضی دادیی: د جنید بغدادی نه د توحید مطلب اوتپوسلی شو نو هغه جواب ورکړو: (توحید هغه معنی ده چه د دی تعریف نشی کیدایی,حالانک د توحید په معنی کی مکمل علم پوشیده (پټ) پروت دیی_ جنید بغدادی د توحید څلور مراتب بیان کړی دی: توحید عوام,توحید علماء,توحید خواص ,توحید اخص الخواص! د عوامو او (علماءِظاهر)توحید ,د توحید آدنی درجه ګرځولی شوی ده ځکه چه د دوی په خیال کی د الله د وحدانیت اقرار او بغیر د علم نه تقلیداً دَ هغه د معبود کیدواعتقاد چه د عوامو توحید دی,نو دا د شکونو او شبهاتو نه په امن نشی پاتی کیدای_ دغه شان د علماوو ظاهر توحید چه د صحیح اعتقاد او علمی دلیل نه (راخستی)شوی وی دعقل او نظر په مینځ کی د راوستو په وجه د حقیقت د توحید نه په حجاب کی وی_او چونکه د مشایخ صوفیه په نزد عقل حادث دی اوحادث ته د قدیم ادراک نشی کیدای,په قول د ابوبکرکلابازی(عقل حادث او مخلوق دی او یو مخلوق صرف د یو مخلوق طرفته راهنمای کیدی شی_ آیا. تا داسی نوی پیدا شوی څیز لیدلی دی چه د قدیمی زمانی پته(معلومات,) ورکړی? (التعرف لمذهب اهل التصوف ابوبکر کلابازی ص63..65 مطبوعه قاهره 1380ه) جنید بغدادیی د توحید ماهیت داسی بیانوی: (الله په بنده باندی د بنده په حیثیت سره مرګ طاری کړی بیا هغه ژوندی کړی) علی هجویری د جنید بغدادی د یو قول مطلب دا بیان کړی دی: (په توحید حقیقی کی انسانی صفات بلکل باقی نه پاتی کیږی ځکه چه انسانی صفات قایم بالذات او مستقل ندی صرف رسوم دی سراسر غیر مستقل او عارض دی لکه په آینه کښ عکس_فاعل حقیقی صرف الله دی په دی وجه هغه په اصل کښ صفات د باری دی_ پروفیسر سلیم چشتی لیکی: (جنید د دی خبری صراحت هم کړی دی چه دالله صفات او د هغه افعال ټول د هغه په ذات کښ مندمج دی یعنی په هغه کی داخل دی چه پدی ښ هیڅ امتیاز نیشته,او کله چه سالک د توحید به دی مقام باندی وی نو هغه ته دا معلومیږی چه صفات او افعال ټول په ذات کښ مندمج دی_په دغه وخت کښ هغه پخپله هم بلکلیه په ذات کښ جذب شی_یعنی (من تو شدم تو من شدی)والا معامله جوړه شی_(تاریخ تصوف,پروفیسر یوسف سلیم چشتی,ص237/مطبوعه پاکستان) د سوچ خبره دا ده چه هغه توحید چه د جنید بغدادی به قول یی تعریف نشی کیدای هغی ته اخر څنګه قرانی توحید اوویلی شی?حالانکه قران کریم د الله د توحید د تشریح نه ډک پروت دی او دین اسلام اصل اصول هم توحید دی?