صوفیانو په نزد تصوف خپل نفس لره د ریاضتونو او مجاهدی په ذریعه د رزیل او بی کاره اخلاقو اړولو او اخلاق حمیده یعنی زهد او علم صبر او اخلاص او د صدق او صفا غوندی خصایل حسنه باندی د آماده کولو نوم دی چه د دی په وجه په دنیا او اخرت کی کامیابی او کامرانی نصیب شی_ د تصوف لفظ د (صوف)نه جوړ شوی دی چه د دی معنی وړی ده د دینه مراد هغه درویشان او الله ترس بندهګان دی چه د دنیا لذوتونه او نعمتونو نه ځان کناره کش کړی او د الله تعالی په یاد کی مصروف شی.خرابی او ګډی وډی جامی اچوی او د خوراک لباره چه هر څه ورته میلاو شی نو خپله خیته پری ډکوی د تصوف حقیقت او د صوفیانو خرافات: تصوف نه د رسول الله صلی الله علیه والسلم په زمانه کښ وو نه داصحابو او نه د تابیعینو په زمانه کښ وو دا د دویی د زمانی نه وروسته کله چه د یونان کتابونه عربی ته ترجمه شول نو هغه وخت کښ پیدا شو- او تصوف په ډیرو کارونو کښ داسلام نه خلاف دیی چه بعضی تری مونږ ذکر کوو_
یادونه: تصوف او صوفی نه هغه سړی ندی.مراد څوک چه دخپلو ګناهونو نه توبه اباسی پوره ګیره پریدی او خلق ورته صوفی صاحب وایی _ بلکه د تصوف او صوفی نه هغه ملنګان ,منجاوران,او مبتدع خلق مراد دیی چه دا ذکر شوی عادات پکی موجود ویی:
اول: دالله تعالی نه بغیر بل چاته دعا ,چیغی او فریاد کول څرنګه چه دا صوفیان دالله نه غیر بل چا ته فریاد کوی اکثره مړو ته چیغی وهی.او حال داچه نبی علیه السلام فرمای (الدعا ءهو هو العباده)رواه ترمذی سند حسن.
دعا عبادت دی او دعا دالله نه.غیر بل چا ته اړول لوی شرک دی چه دانسان نیک عمل ختموی_
دوهم: اکثر صوفیان داعقیده لری چه الله دذات په لحاظ هرځایی کی دی او داخبره د دوی د هغه ایت خلاف چه کوم کی فرمای(الرحمن علی الاعرش استوی)_
دریم:بعضی صوفیان داعقیده لری چه الله تعالی په خپل مخلوق کی ورننوتلی دیی تردی چه ابن عربی (شیخ اکبر) کوم چه په دمشق کښ خخه دی او د لویو ګمراهانو نه او صوفیانونه دیی وایی! العبد رب والرب عبد…..یالیت شعری من المکلف؟
مطلب …بنده پرودګار دی او پرودګار بنده دی نو افسوس چه ماته پته ویی چه څوک پکی د دی (شریعت)مکلف مامور دی _
او د دوی یو غټ ګمراه ویلی دي :وماالکلب والخنزیر الا الهنا وماالله راهب فی کنیسة
یعنی نه دی سپی او خنزیر مګر زمونږ معبود دیی ..او نه دی الله مګر دکنیسه راهب _
اکثر صوفیان داعقیده لری چه دا دنیا الله د محمد صلی الله علیه والسلم د وجی پیدا کړی ده .او داخبره ددی ایت خلاف ده (وماخلقت الجن والانس الا لیعبدون) ترجمه:ما انسانان او پیریان ندی پیداکړی مګر ددی لپاره چه زما عبادت کړی._
څلورم: ډیر صوفیان داعقیده لری چه محمد ص الله تعالی د نور نه پیداکړی دیی او الله تعالی ټول څیزونه د نور نه پیداکړی دي. حال داچه داټولی خبری د قران خلاف دیی_ همدارنګه صوفیان داولیاو په نذر او منخته کوی او دهغوی د قبرونو نه طواف کوی او دهغوی په قبرونو ګنبد جوړوی_ او دهغوی د قبرونو په خوا کښ په خاص قسم او په خاص. طریقه ذکر کوی کوم چه د قران او حدیث نه خلاف دی او دارنګه د ذکر په وخت کښ ګډیدل. اوسپنی په زمکه وهل او دخلی نه اور ویستل .تعویذونه او کوډی کول,د خلقو مالونه په ناحقه خوړل. او أه هغو چل کول او دارنګه نور ډیر ناروا کارونه ..کوم چه د هغوی په مزارونو کښ کیږی.الله تعالی دی تری مونږ په خپل امان کښ وساتی. دا یو غټه او عظیمه فتنه ده چه ټول خلک یی ګمراه کړل _