تکفير د الله پاک او دهغه د رسول ځانګړی حق دی د هېڅ چا لپاره جواز نشته چې په وړاندې يې د بل چا تکفير وکړي.
الله تعالی فرمايي: ( يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَاتُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِۖوَاتَّقُوا اللَّهَ ۚإِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ) .[ سورت حجرات:۱]
ژباړه : اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د هغه د رسول په مخكې مه وړاندې والی مه کوئ، او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ښه اورېدونكى او ښه پوهه دى.
( يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ) معنا دا ده چې په الله رسول باندې باور لرونکو! د الله او رسول په وړاندې يې په خپلو ديني شرايعو کې ځاني پرېکړې مه کوئ په ديني بدعت کې به اخته شئ، په خپلو اقوالو او افعالو کې له الله څخه له مخالفت نه وډار شئ.
(إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ) الله ستاسو خبرې اوري او په نېتونو او افعالو مو پوهه دی.
دا ايت له ديني بدعاتو او د هغه څه اړوند چې الله پاک او رسول يې اجازه نه وي کړي ورڅخه خلک ډاروي.
د معينې مسلې او شخص اړوند د قراني ايتونو او نبوي حدیثونو پرته مطلق د تکفير فتوا ورکول هېڅ جواز نه لري، په معصيت او ګناه، يا د بغض او حسد او يا د کراهت له مخې ، د شهوت پر بنسټ او د شبهې پر بنياد چا ته دکفر په نسبت څوک نه کافر کيږي، د انسان په تکفير کې شرعي دلايلو ته سخته اړتيا ليدل کيږي ورنه که څوک له شرعي موجب او شرعي دليل پرته چا ته کافر ووايي خپله يې د کفر سبب ګرځي.
شیخ الاسلام ابن تيميه رَحِمَهُ اللهُ وايي: له دې کبله اهل العلم او د نبوي سنتو پېروکار خپل مخالفين بيخي کافر نه بولي که څه هم مخالفین يې کافر ګڼي، ځکه چې کفر شرعي حکم دی بايد انسان يې د غچ اخستو په توګه استعمال نه کړي، لکه څوک چې پر چا دروغ ووايي او يا يې ښځې سره زنا وکړي نو په بدل کې به پرې نه دروغ وايي او نه به يې د ښځې سره زنا کوي، دا ځکه چې دروغ ويل او زنا کول د الله حرام کړي حقوق دي، د دې په څېر تکفير هم د الله حق دی، چې الله او د هغه رسول چا ته کافر نه وي ويلي مونږ هم ورته کافر نه شو ويلې.[ الرد علی البکري: ۲۵۹، مجموع فتاوی ابن تيميه: ۳ / ۲۴۵).
څنګه چې ايمان اصل او شاخونه لري نو کفر هم اصل او ډېر شاخونه لري، که په چاکې د کفر کومه شعبه شته شي دا معنا نه ده چې مطلق کافر شو، ترڅو يې حقيقي او لوی کفر نه وي کړی، د تېر په څېر که په چا کې د ايمان يوه شعبه وي نو پوره مومن نه دی ترڅو دايمان اصل ته غاړه کيږدي. [ اقتضاء الصراط المستقيم: ۱ /۲۰۸، الصلاة: ۶۰، د ابن قيم ليکنه، ضوابط تکفير المعين، د مؤلف ليکنه].
د مطلق کفر يا ايمان حکم په تفصيل کې چې پر معين ترې حکم نه لازميږي شيخ الاسلام ابن تيميه رَحِمَهُ اللهُ فرمايي: کله خبرې يا فعل د کفر وي، او پر دغو خبرو يا افعالو د کفر اطلاق هم سم وي د نمونې په توګه: که څوک داسې خبرې يا فلان کار وکړي نو کافر کيږي، لکن معين شخص چې نوموړی کار يا خبرې وکړي کافر ويل ورته روا نه دي ترڅو پرې د حجت قيام ونه شي چې له کبله يې سړی کافر کيږي.
دا ډول احکام د اهل السنت والجماعت په نېز د وعد په نصوصو ( ايتونو او حديثونو ) کې ډېر دي، په دې خاطر چې د کفر شروط به پکې نه وي او يا به د کفر نور موانع شته وي نو په معين توګه هېڅ اهل قبله دوزخي نه شي بلل کېدی . [ مجموع فتاوی شيخ الاسلام ابن تيميه: ۳۵/ ۱۶۵ ].
د کفر احکام پر انسان هله قابل تطبيق وي چې شروط په کامله توګه شته شي، موانع له منځه لاړ شي او حجت پرې قايم شي.
په دنيا کې به هم احکام پرې په ظاهري توګه تطبيقيږي او اعتبار به يې اخر الامر وي، په دنيا چې د خلکو ظاهر څنګه و هغه ډول به پرې پرېکړه هم کيږي او د باطن پلټنې يې ناسمې دي، که يې ظاهر اسلام و بايد د اسلام له دائرې بهر ونه وبلل شي، او که ظاهر يې کفر و حکم يې کفر دی خو اعتبار يې د مکلف اخري خبرې يا کار، او يا هم د ژوند خاتمه ده .
وړاندې تېر شول چې تکفير د الله پاک او دهغه د رسول حق دی، شيخ الاسلام ابن تيميه رَحِمَهُ اللهُ وايي: وجوب او تحريم، ثواب او عقاب، تکفير او تفسيق د الله پاک او دهغه د رسول حقوق دي، هېڅ څوک يې پر چا د چسپانولو حقوق نه لري، خلک به يې د يو څه په وجوب هغه ډول عقيده لري چې الله پاک او د هغه رسول واجب کړي وي، او د يو څه په حرمت به هم هغه ډول عقيده لري چې څنګه الله پاک او د هغه رسول يې د تحريم حکم کړی وي. [ مجموع فتاوی ابن تيميه: ۵/ ۵۴۴].
له دې کبله الله پاک له هغه چا څخه د مسلمان نوم په انتفاء کې نهي کړې ده چې په ظاهره ځان اسلام ته منسوبوي، په دې حالت کې الله پاک لازمه کړې ده چې بايد ظواهرو ته اعتبار ورکړی شي او بواطن الله پاک ته وسپاري، الله پاک فرمايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّـهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللَّـهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ ۚ كَذَٰلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللَّـهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُوا ۚ إِنَّ اللَّـهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا) [ سورت نساء: ۹۴ ].
ژباړه : اى هغو كسانو چې ايمان يې راوړى دى! كله چې تاسو د الله په لار كې سفر كوئ، نو ښه تحقیق كوئ او څوك چې په تاسو سلام واچوي، هغه ته دا مه وايئ چې ته مومن نه يې، ۔تاسو د دنيايي ژوند سامان غواړئ، نو له الله سره ډېر زيات غنيمتونه دي، له دې نه مخكې تاسو هم همداسې وئ، بیا پر تاسو باندې الله فضل وكړ، نو ښه تحقیق كوئ، بېشكه الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه خبردار دى.
ايت دې ته اشاره کوي چې که څوک چا ته کافر وايي نو خپل غرض يې په کې دی چې د الله پاک او د هغه درسول مراد او رضا نه ده ، له دې کبله خو يې ورله علت هم دا ذکر کړی دی [ وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ] غرض مالیت هم کېدای شي او رياست هم، حسد هم کېدای شي او زړه يخول هم، او داسې نور بلا ډېرې نفسي غوښتنې.