او توحید تر هغه پورې نه پلی کیږي چې ورسره له شرک څخه پوره اجتناب او ځان ساتنه نه وي شوې، او هم دا د لا إله إلاَّ الله معنی ده.
له دوهم خلیفه عمر فاروق رضي الله عنه څخه روایت دی هغه وايي: بېشکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي: ما ته په جهاد باندې امر شوی دی تر دې چې خلک د توحید کلمه (لا إله إلاَّ الله) ووايي، او هر چا چې دغه د (لا إله إلاَّ الله) کلمه وویله نو د هغه مال او وینه محفوظه شوه، مګر هغه وخت به محفوظه نه وي که چېرې یي بل حق ورباندی واوخت (لکه: قصاص، او داسې نور، او نور حساب کتاب یي د الله تعالی سره دی)دا حدیث شریف په صحیح بخاری او صحیح مسلم شریف کې دې.
او کله چې رسول الله الله صلی الله عليه وسلم د وخت پاچاهانو ته دعوتي خطونه استول نو هغوی يې پکې توحید او د الله تعالی یووالي ته راوبلل، لکه عبد الله بن عباس رضي الله عنه روایت کوي چې بیشکه رسول الله الله صلی الله عليه وسلم د روم پاچا هرقل ته لیک واستولو، او پکې يي ولیکل:
د ډیر مهربانه او بخښونکي الله جل جلاله په نامه، دا لیک د محمد رسول الله لخوا د رومیانو مشر هرقل ته: دحق په پیروانو دې سلام وي، أما بعد:
بېشکه زه تا ته د اسلام دعوت درکوم، ته مسلمان شه، نو ددنیوي او أخروي عذابونو او خجالتونو څخه به بچ شې، مسلمان شه؛ الله تعالی به درته دوه ځلې أجر درکړي، او که دې له دې بلنې څخه مخ واړولو، نو پر تا باندې د ټولو أریسیینو ګناه بار ده ،او ای اهل کتابو! راشۍ د هغه کلمی منلو ته چې زمونږ او ستاسو تر منځ برابره او اتفاقي ده، او هغه دا چې مونږ او تاسو ټول به عبادت او بندګي نه کوو مګر د یو الله تعالی بندګي به کوو، او له هغه سره به هیڅ شې شریک او برخوال نه منو، او نه به پخپل منځ کې یو بل سره په خدايي او الوهیت باندې نیسو پرته له الله تعالی څخه، نو که دی اهل کتابو ددې دعوت او بلنی څخه مخ واړولو نو ورته ووایه: چې تاسو ګواهان شئ چې مونږ خو مسلمانان او همدغه دالله تعالی حکم ته غاړه ایښودونکي یو. دا حدیث شریف په صحیح بخاري او صحیح مسلم شریف کښي دې.
او رسول الله الله صلی الله عليه وسلم همدا ډول لیکونه د فارس پاچا کسرا، او دقبطیانو پاچا مقوقس، د حبشی پاچا، په عمان کې جیفر او عیاذ ابنی الجلندي ته، او په یمامه کې هوذة بن علي ته، او په هجر کې منذر بن ساوا ته، او ابن أبي شمر الغساني ته ولیږل، کوم چې د رسول الله الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې د خپلو خپلو ملکونو پاچاهان وو.
او په صحیح مسلم شریف کې د انس بن مال رضي الله عنه په حدیث کې راغلي دي چې رسول الله الله صلی الله عليه وسلم د هغه وخت هر پاچا ته لیکونه واستول چې په دغه لیکونو کې یې هغوی د الله تعالی عبادت او بندګۍ ته راوبلل.
او د ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی چې بېشکه رسول الله الله صلی الله عليه وسلم چې کله معاذ رضي الله عنه یمن ته استولو نو ورته یې وویل: یقیناً ته داسې خلکو ته ورتلونکی یې چې هغوی اهل کتاب دي، نو ته يې لمړی دې ته راوبله چې هغوی الله تعالی په ربوبیت او الوهیت او عبادت کې یو ومني.
نو توحید او د الله تعالی یو منل په اسلام کې د شاملیدلو لمړنۍ دروازه ده، او له توحید پرته هیڅ څوک مسلمانیدی نشي، او هر کله چې یو څوک داسې یوه ګناه وکړي چې دا توحید له منځه وړي نو هغه کافر او مشرک کیږي، او د اسلام له مقدس دین څخه بهر شمارل کیږي.
وعن مُعاذِ بن جَبَل رضي الله عنه أن النبيَّ صلی الله عليه وسلم قال له:
معاذ بن جبل رضي الله عنه نه روايت چې رسول الله الله صلی الله عليه وسلم ورته وویل: ای معاذه! ته پوهیږې چې د الله تعالی حق پخپلو بندګانو باندې څه دی؟
معاذ رضي الله عنه ورته وویل: الله تعالی او دهغه رسول پرې ښه خبر دي.
نو رسول الله الله صلی الله عليه وسلم ورته وویل: د الله تعالی حق پر خپلو بندګانو دا دی چې بندګان د الله تعالی عبادت او بندګي وکړي، او له هغه سره هیڅ شې شریک او برخوال نکړي.
بیا رسول الله الله صلی الله عليه وسلم وویل: معاذه! آیا ته پوهیږې چې که بندګان دالله تعالی دغه حق أدا کړي، نو ددغه بندګانو حق پر الله تعالی څه دی؟
هغه ورته ورته بیا وویل: چې الله تعالی او دهغه رسول الله صلی الله عليه وسلم پرې ښه پوهیږي.
نو رسول الله الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: ددغه بندګانو چې کله دوی د الله تعالی حق ادا کړي، نو ددوی حق پر الله تعالی باندې دا دی چې دوی ته عذاب ورنه کړي . دا حدیث شریف په صحیح مسلم او صحیح بخاري شریف کې دی.
نو کله چې یو بنده دا ګواهي وکړي چې (لا إله إلاَّ الله) نو ده په حقیقت کې داسې ګواهي وکړه چې د الله تعالی پرته ټول هغه څه چې عبادت او بندګي یې کیږي باطل شیان دي، او پرخپل ځان یې هم د دي ګواهي وکړه چې دی به پخپله د الله تعالی پرته د بل هیچا عبادت او بندګي نکوي، او خپل عبادت او بندګي به خاص یو الله تعالی ته ځانګړي کوي، او همدا هغه اسلام دی چې الله تعالی یې له خپلو بندګانو څخه غواړي، لکه چې فرمایي: ﴿قُلۡ إِنِّي نُهِيتُ أَنۡ أَعۡبُدَ ٱلَّذِينَ تَدۡعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَمَّا جَآءَنِيَ ٱلۡبَيِّنَٰتُ مِن رَّبِّي وَأُمِرۡتُ أَنۡ أُسۡلِمَ لِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ﴾ [المؤمن: 66].
ترجمه: «ووایه ای پیغمبره! بیشکه زه د الله تعالی لخوا له دی نه منع شوی یم چې عبادت او بندګي وکړم دهغه چا چې تاسو یې عبادت او بندګي کوﺉ پرته له الله تعالی څخه، او هغه وخت منع شوی یم چې کله راغلي دي ماته واضحه دلایل زما د پروردګار لخوا، او ما ته امر او حکم ددې شوی دی چې زه غاړه کیږدم پروردګار د عالمیانو ته».
همداراز الله تعالی فرمایي:﴿وَمَآ أُمِرُوٓاْ إِلَّا لِيَعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ حُنَفَآءَ وَيُقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤۡتُواْ ٱلزَّكَوٰةَۚ وَذَٰلِكَ دِينُ ٱلۡقَيِّمَةِ ﴾ [البینة: 5].
ترجمه: دی خلکو ته امر نه دی شوی مګر خو امر شوی دوی ته ددې خبرې چې دوی دې عبادت اوبندګي کوي يواځې د الله تعالی، په داسې حال کې چې خالص کونکي وي دوی الله تعالی ته د عبادت خپل، او ولاړ وي په حق، او مایل نه وي باطل خوا ته، او بل ددی امر شوی دی دوی ته چې پوره په خپل وخت به ادا کوي د ټولو حقوقو سره لمونځ، او ورکوي به زکات، او همدا مضبوط دین دی.
همداشان الله تعالی په بل ځای کې فرمایي:﴿فَٱدۡعُواْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡكَٰفِرُونَ ﴾ [المؤمن: 14].
ترجمه: نو وبلئ تاسو یواځې الله تعالی لره په داسې حال کې چې خالص کونکي یاست یو الله تعالی لپاره د عبادت او بندګۍ خپلی، اګر که بد ګڼي دا کار کافران».
او الله جل جلاله په بل ځای کې فرمایي:﴿قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِن كُنتُمۡ فِي شَكّٖ مِّن دِينِي فَلَآ أَعۡبُدُ ٱلَّذِينَ تَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَٰكِنۡ أَعۡبُدُ ٱللَّهَ ٱلَّذِي يَتَوَفَّىٰكُمۡۖ وَأُمِرۡتُ أَنۡ أَكُونَ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ١٠٤ وَأَنۡ أَقِمۡ وَجۡهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفٗا وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡمُشۡرِكِينَ ١٠٥ وَلَا تَدۡعُ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُكَ وَلَا يَضُرُّكَۖ فَإِن فَعَلۡتَ فَإِنَّكَ إِذٗا مِّنَ ٱلظَّٰلِمِينَ ﴾ [یونس: 104-106].
ترجمه: ووایه ای پیغمبره! ای خلکو که چیرې یاستئ تاسو په شک کې زما له دین څخه، نو زما خبره واورئ: زه عبادت او بندګي نه کوم د هغه چا چې تاسو یې عبادت او بندګي کوﺉ پرته له الله تعالی نه، لکن زه عبادت او بندګي کوم يواځې د الله عز وجلّ، هغه الله تعالی چې تاسو ته مرګ راولي، او ما ته امر شوی دی ددې چې زه له مؤمنانو څخه شم، او ما ته امر شوی دی ددې چې سم کړه مخ خپل دین د الله تعالی ته په داسې حال کې چې ولاړ یي پر حق او مایل نه يي باطل خوا ته، او مه کیږه ته له مشرکانو څخه، او مه رابله پرته له الله تعالی هغه څوک چې ګټه نشي رسولی تاته، او نه ضرر رسولی شي تاته، که دغه کار دې وکړ نو بیشکه ته به په دغه وخت کې له ظالمانو څخه یې».
لنډه دا چې:
– د (لا إله إلاَّ الله) معنا دا ده چې: نشته معبود برحق مګر خو یو الله تعالی دی.
– توحید تر هغه پورې نشي پلی کیدی چې تر څو له شرک څخه ځان ونه ژغورل شي.
– زمونږ د پیدایشت هدف: يواځې د یو الله تعالی بندګي کول چې شریک او برخَوال ورسره پکې نه وي.
– هغه څوک چې د الله تعالی پرته د بل چا عبادت او بندګي وکړي هغه مشرک او کافر ګڼل کیږي.
– هر پیغمبر خپل قوم توحید ته رابللی او له شرک څخه يې د ځان ساتلو امر ورته کړی دی.
– د رسول الله الله صلی الله عليه وسلم اصلي دعوت او بلنه هم توحید ته وه، او په شروع کې یي خپل قوم توحید ته راوبللو، او د وخت پاچاهانو ته يي هم لیکونه واستول چې هغوی ته يې پکې د توحید دعوت ورکړی وو، او خپلو ملګرو ته یې هم امر کړی وو چې دهغوی ددعوت لمړی ټکی دی توحید ته بلنه وي.
– د الله تعالی حق پر بندګانو هم همدا توحید دی.
– هغه څوک چې په ربوبیت او عبادت او بندګۍ کې الله تعالی يواځې یو ونه مني، نو هغه مسلمان کیدی نشي، اګر که ځان ته مسلمان هم ووایي.