لمړی درس:
د «شهادة أن لا إله إلاَّ اللَّه» معنی
یعنی نشته وړ، لائق او مستحق د عبادت او بندګۍ مګر يواځې یو الله تعالی دی.
د «إله» معنی مألوه، یعنی معبود دی، نو ټول هغه عبادتونه او بندګۍ چې د الله تعالی پرته بل چا ته کیږي هغه باطل عبادت دی، او هغه څوک چې د الله تعالی پرته د بل چا عبادت او بندګي کوي هغه مشرک او کافر ګڼل کیږي، لکه چې الله جل جلاله فرمایي: ﴿وَمَن يَدْعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ لَا بُرْهَٰنَ لَهُۥ بِهِۦ فَإِنَّمَا حِسَابُهُۥ عِندَ رَبِّهِۦٓۚ إِنَّهُۥ لَا يُفلِحُ ٱلكَٰفِرُونَ ١١٧﴾ [المؤمنون: 117].
ترجمه: او هغه څوک چې د الله جل جلاله سره بل معبود هم رابلي چې له ده سره هیڅ ډول دلیل ورباندی نشته، نو بېشکه دده حساب کتاب د الله تعالی سره دی، بېشکه شان دا دی کافران کامیابېدی او سرفراز کېدی نشي».
نو هېڅکله روا نه ده چې د الله جل جلاله سره د بل چا عبادت او بندګي وشي، دا بل څوک که لیږل شوی پېغمبر وي، او که کوم مقرّب ملائك وي، او که د نیکانو او اولیاو له جملې څخه کوم ولي وي، او که ونه، یا تیګه وي، او که کوم بل شی وي؛ ځکه عبادت او بندګي يواځې د الله جل جلاله حق دی، چې مونږ الله تعالی د همدې خپلې بندګۍ او عبادت لپاره پیدا کړي یو، لکه چې الله جل جلاله فرمایي: ﴿وَمَا خَلَقتُ ٱلجِنَّ وَٱلإِنسَ إِلَّا لِيَعبُدُونِ ٥٦﴾ [الذاریات: 56].
ترجمه: ما پيریان او انسانان نه دي پیدا کړي مګر ددي لپاره چې يواځې ځما عبادت او بندګي وکړي.
همداراز فرمايي: ﴿قُل هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ﴾ [الإخلاص: 1].
ترجمه : ای پیغمبره خلکو ته بیان کړه چې شان دا دی: چې الله جل جلاله معبود برحق همدا یو دی.
همداشان فرمایي: ﴿وَإِلَٰهُكُم إِلَٰه وَٰحِدۖ لَّآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلرَّحمَٰنُ ٱلرَّحِيمُ ﴾ [البقرة:163].
ترجمه: معبود برحق او ستاسو د عبادت او بندګۍ مستحق او لایق يواځې یو معبود دې، نشته بل مستحق د عبادت او بندګۍ مګر يواځې یو الله جل جلاله دې چې ډیر زیات مهربان او ډیر بښونکی دی.
همداراز الله تعالی په ځاي کې فرمایي: ﴿هُوَ ٱلحَيُّ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَادْعُوهُ مُخلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ﴾ [المؤمن: 65].
ترجمه: الله جل جلاله هغه ذات دې چې دایمی او ازلي ژوندی دی، نو نشته مستحق د عبادت او بندګۍ مګر یو الله تعالی دی، نو همدغه الله راوبلۍ او چیغې ورته ووهئ، په داسې حال کې چې خالص کوونکي یاست الله لره د خپل عبادت او بندګۍ.
او همدا د توحید معنی ده، او هغه دا چې الله تعالی په عبادت او بندګۍ کې یو وګڼل شي، او یواځې د همهغه عبادت او بندګي وشي، نو مونږ یواځې د همغه الله تعالی عبادت او بندګي کوو چې یو دی او هېڅ ډول شریک او برخوال نلري.
او دهمدی توحید د تحقیق او پلي کولو لپاره الله جل جلاله ټول پیغمبران رالیږلي دي، او همدا توحید د (لا إلهَ إلاَّ الله) معنی ده، لکه چې الله جل جلاله فرمایي: ﴿وَمَآ أَرسَلنَا مِن قَبلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِيٓ إِلَيهِ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّآ أَنَا فاعبُدُونِ﴾ [الأنبياء: 25].
ترجمه: مونږ نه دې لیږلي پخوا له تا څخه هېڅ یو پېغمبر مګر مونږ ورته وحي کړی ده ددې خبرې چې شان دا دی نشته لایق د عبادت او بندګۍ مګر همدا زه یم، نو یواځې ځما عبادت او بندګي وکړئ.
همدا شان الله جل جلاله په بل ځای کې فرمایي: ﴿وَلَقَد بَعَثنَا فِي كُلِّ أُمَّة رَّسُولًا أَنِ ٱعبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱجتَنِبُواْ ٱلطَّٰغُوتَ﴾ [النحل: 36].
ترجمه: او بېشکه مونږ لیږلي دي په هر امت کې یو یو پیغمبر په دې خبره چې یواځې د یو الله جل جلاله عبادت او بندګي وکړئ اود طواغیتو له عبادت او بندګۍ ځینی ځان وساتئ.
الله جل جلاله د خپل کتاب په بېلابېلو ځایونو کې د پخوانیو پیغمبرانو او دهغوی د قومونو قیصې بیان کړي دي، او دا یې راته واضحه کړې ده چې ددغه ټولو پیغمبرانو لمړنی دعوت او مسأله توحید او د الله تعالی یووالي ته بلنه وه، او هم یې راته دهغه مومنانو ښه انجام بیان کړی دی چې د پیغمبرانو دعوت او بلنه یې منلی وه، او د هغه کفارو بد انجام یې راښوولی دی چې پیغمبرانو ته يې دروغجن ویلي وو، او د الله تعالی سره یې شرک کړی و، حال دا چې په دغه شرک باندې د الله تعالی لخوا ورته هیڅ کوم دلیل نه وو راغلی.
لکه چې الله تعالی فرمایي:﴿لَقَد أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَومِهِۦ فَقَالَ يَٰقَومِ ٱعبُدُواْ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّن إِلَٰهٍ غَيرُهُۥٓ إِنِّيٓ أَخَافُ عَلَيكُم عَذَابَ يَومٍ عَظِيم ﴾ [الأعراف: 59].
ترجمه: بېشکه یقیناً مونږ لیږلې وو نوح عليه السلام خپل قوم ته پیغمبر، نو هغه ورته ویلي وو: ای زما قومه! عبادت او بندګي وکړئ یواځې د یو الله تعالی؛ ځکه نشته تاسو لپاره بل رښتينی مستحق د عبادت او بندګۍ پرته د الله تعالی څخه بل څوک، بیشکه زه ویریږم پر تاسو د عذاب د هغه ورځی لوي څخه چې قیامت دې.
همداشان دهود عليه السلام په هکله فرمايي:﴿ وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا ۗ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّـهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُ ۚ أَفَلَا تَتَّقُونَ﴾ [الأعراف: 65].
ترجمه: او لیږلې مو وو عادیانو ته د هغوﺉ نسبي ورور هود علیه السلام نو هغه ورته ویلي وو: أي ځما قومه! يواځې د یو الله تعالی عبادت او بندګي وکړۍ؛ ځکه نشته تاسو لپاره د الله تعالی پرته بل معبود برحق، نو آیا تاسو له دغه الله تعالی څخه نه ویریږۍ؟».
او د صالح په هکله فرمايي: ﴿ وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّـهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُ﴾ [الأعراف: 73].
ترجمه: او لیږلی و مونږ ثمودیانو ته د هغوﺉ نسبي ورور صالح عليه السلام نو هغه ورته ویلي و: ای زما قومه! یواځې د یو الله تعالی عبادت او بندګي وکړئ؛ ځکه نشته تاسو لپاره بل د عبادت او بندګۍ مستحق پرته له الله جل جلاله څخه.
همداراز دشعیب په هکله الله تعالی فرمایی: ﴿ وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا ۗ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّـهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُ ۖ﴾ [الأعراف: 85].
ترجمه: او د مدین اوسیدونکو ته الله د هغوﺉ نسبي ورور شعیب عليه السلام لیږلی وو، نو هغه ورته ویلي وو: اب زما قومه! يواځې د یو الله تعالی عبادت او بندګي وکړئ؛ ځکه نشته تاسو لپاره بل د عبادت او بندګۍ مستحق پرته له الله جل جلاله څخه.
او د ابراهیم عليه السلام نه هم دغه شان الله سبحانه و تعالی حکایت کوي او فرمایي:﴿ وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ إِنَّنِي بَرَاءٌ مِّمَّا تَعْبُدُونَ * إِلَّا الَّذِي فَطَرَنِي فَإِنَّهُ سَيَهْدِينِ﴾ [الزخرف: 26-27].
ترجمه: او یاد کړه هغه وخت چې ویل ابراهیم علیه السلام خپل پلار او قوم ته: بیشکه زه له هغه چا څخه بېزار یم چې تاسو یې عبادت او بندګي کوئ، مګر خو بیزار نه یم د هغه الله تعالی نه چې زه یې پیدا کړې یم، نو همهغه به راته سمه لار راوښايي.
همداشان الله تعالی فرمایی: (أَمْ كُنتُمْ شُهَدَاءَ إِذْ حَضَرَ يَعْقُوبَ الْمَوْتُ إِذْ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعْبُدُونَ مِن بَعْدِي قَالُوا نَعْبُدُ إِلَـٰهَكَ وَإِلَـٰهَ آبَائِكَ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ إِلَـٰهًا وَاحِدًا وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ ) [البقرة: 133].
ترجمه: آیا تاسو هغه وخت حاضر وئ کله چې یعقوب عليه السلام ته مرګ راغی، او کله چې یې خپلو ځامنو ته وویل: له ما نه وروسته به د چا عبادت او بندګي کوئ؟ ځامنو يې ورته وویل: مونږ به دهغه الله عبادت او بندګي کوو چې ستا معبود دی او هم ستا دپلرونو معبود دی، چې دغه ستا پلرونه ابراهیم اسماعیل او اسحاق علیهم السلام دي، په داسی حال کې چې ددوي د ټولو معبود همدا یو الله تعالی وو، او مونږ هم همدغه الله تعالی ته غاړه ایښودونکي یو.
همدغه ډول بلنه یوسف علیه السلام هم په محبس زندان کې خپلو ملګرو ته وړاندی کړه لکه چې فرمایي: ﴿ يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللَّـهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ﴾ [یوسف: 39].
ترجمه : ای زما ملګرو ! آیا مختلف او بیلابیل معبودان ښه دي چې عبادت او بندګي یې وشي او که يواځې یو الله جل جلاله چې یو دی او هم قهار دی.
او همدغه دعوت او بلنه زمونږ د خوږ پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم هم وه لکه چې الله جل جلاله ورته فرمایي: ﴿ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ * قُلْ إِنَّمَا يُوحَىٰ إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ﴾ [الأنبیاء: 107-108].
ترجمه: مونږ ته- ای محمده!- نه یې لیږلی مګر خو مو لیږلی یې رحمت د عالمیانو لپاره، ورته ووایه ای پیغمبره! بیشکه ما ته وحي کیږي ددې خبرې چې بېشکه ستاسو معبود یو الله تعالی دی، نو آیا تاسو غاړه ایښودونکي یاست هغه ته؟
زمونږ پیغمبر محمد صلی الله عليه وسلم هم په مکه مکرمه کې دخپل دعوت شروع له توحید څخه کړی وه، خپل قوم یي دیته راوبللو چې ( لا إلهَ إلا اللهُ)کلمه ووایي او د بتانو له عبادت او بندګۍ څخه ځان وساتي، نو هغوی اکثرو يې لویي وکړه، او د توحید دعوت له قبلولو څخه یې انکار وکړ، لکه چې الله تعالی فرمایي: ﴿ إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا اللَّـهُ يَسْتَكْبِرُونَ * وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُو آلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُونٍ﴾ [الصافات: 35-36].
ترجمه: بیشکه دی کافرو ته چې به وویل شو: چې نشته لایق دعبادت او بندګۍ مګر يواځې یو الله تعالی دې، نو دوي یې له منلو څخه انکار او لویي کوي، او وايي: آیا مونږ پریږدو خپل معبودان د یو داسې شاعر په خاطر چې پخپله لیونی هم دی.
نو الله تعالی ورته جواب ورکوي او فرمايي چې: ﴿ بَلْ جَاءَ بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِينَ﴾ [الصافات: 37]. یعنی:بلکې هغه څه چې دې پیغمبر راوړي دي حق دي او د تیرو پخوانیو پیغمبرانو تصدیق یې کړی دی».
نو د توحید کلمه دحق کلمه ده، کومی ته چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پخوانیو پیغمبرانو هم بلنه ورکړې وه، او همدا زمونږ د خوږ پیغمبر محمد صلی الله عليه وسلم بلنه هم ده، او د قریشو کافران هم پدې پوهېدل چې د توحید کلمې معنی هم دا ده چې د الله تعالی پرته د بل هر چا عبادت او بندګي پریښودل شي.