نو د ګناهونو کول کله کله د بنده په دین کې دداسې فتنې سبب شي چې بنده یې مقابله نشي کولاي، نو په دنيا کې ګمراه بې لارې او په آخر کې هلاک شي، او کله کله ددغه ګناه په سبب ورته په دنیا کې یا په قبر کې او یا هم په آخرت کې دردناک عذاب ورسیږي.
او هغه څوک چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونی پيروان وي، نو هغه د الله تعالی لخوا په امن او اطمینان کې وي، نه ویریږي، او نه خفه کیږي، او نه له سمې لارې څخه بې لارې کیږي، او نه بدبخت کیږي؛ ځکه هغه له شروع نه د ویری، غمونو، او ددنیا او آخرت له بدبختۍ څخه د سلامتیا په لاره تللې دی؛ ځکه الله تعالی فرمایي: ( يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ قَدۡ جَآءَكُمۡ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمۡ كَثِيرٗا مِّمَّا كُنتُمۡ تُخۡفُونَ مِنَ ٱلۡكِتَٰبِ وَيَعۡفُواْ عَن كَثِيرٖۚ قَدۡ جَآءَكُم مِّنَ ٱللَّهِ نُورٞ وَكِتَٰبٞ مُّبِينٞ * يَهۡدِي بِهِ ٱللَّهُ مَنِ ٱتَّبَعَ رِضۡوَٰنَهُۥ سُبُلَ ٱلسَّلَٰمِ وَيُخۡرِجُهُم مِّنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ بِإِذۡنِهِۦ وَيَهۡدِيهِمۡ إِلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ ﴾ [المائدة:15-16].
ژباړه : ای اهل کتابو! بېشکه راغلی دی تاسو ته زمونږ پیغمبر، چې بیانوي تاسو ته ډیر هغه څه چې تاسو به پټول د کتاب له مسائلو څخه، او الله له ډیرو سرغړونو ستاسو څخه عفو هم کوي، بېشکه راغلی دی تاسو ته د الله تعالی لخوا رڼا او کتاب واضح، چې لارښوونه کوي پدې سره الله هغه چا ته چې پیروي کوي د رضامندۍ د الله تعالی(لارښوونه کوي) په طرف د لارو د سلامتیا، او وباسي دوي لره له تیارو څخه رڼا ته په حکم خپل، او لارښوونه کوي دوي ته په طرف د سمی لاری.
او شک نشته چې الله تعالی په خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم باندې د رسالت رسَول او ادا کول فرض کړي دي، نو هغه صلی الله علیه وسلم هم لکه چې ورته امر شوې وو همغه شان يي دالله دین خلکو ته رسولې دې؛ لکه چې الله تعالی فرمایي:(يَٰٓأَيُّهَا ٱلرَّسُولُ بَلِّغۡ مَآ أُنزِلَ إِلَيۡكَ مِن رَّبِّكَ﴾ [المائدة: 67].
ترجمه: أي پیغمبره! ورسوه هغه دین خلکو ته چې د الله جل جلاله لخوا درته نازل شوې دې.
او همدارنګه پرمونږ باندې الله تعالی د رسول الله صلی الله عليه وسلم اطاعت او پیروي فرض کړی ده، لکه چې فرمايي:( قُلۡ أَطِيعُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُواْ ٱلرَّسُولَۖ فَإِن تَوَلَّوۡاْ فَإِنَّمَا عَلَيۡهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيۡكُم مَّا حُمِّلۡتُمۡۖ وَإِن تُطِيعُوهُ تَهۡتَدُواْۚ وَمَا عَلَى ٱلرَّسُولِ إِلَّا ٱلۡبَلَٰغُ ٱلۡمُبِينُ ﴾ [النور: 54].
ترجمه: ورته ووایه اي پیغمبره! اطاعت او پیروي وکړۍ د احکامو د الله تعالی او هم پیروي وکړۍ د اوامرو د رسول الله صلی الله عليه وسلم ، نو که دوی ددې امر له منلو څخه مخ وګرزولو نو (هیڅ پروا مه کوۍ؛ ځکه)په پیغمبر باندې دی مسؤولیت او بوج د هغه کار چې په هغه باندې فرض شوی دی، او په تاسو باندې بوج او مسؤولیت د هغه کار دی چې پر تاسو فرض شوی دی، خو که تاسو پیروي وکړۍ ددغه پیغمبر نو تاسو به په سمه لار شۍ، او سمه لار به ومومۍ، او نشته په پیغمبر باندې مګرتبلیغ او رسَوَل ددین دي په واضح ډول.
او په پیغمبر صلی ا لله عليه وسلم باندې د دین د تبلیغ مسؤولیت اچول شوی و، نو همغه شان چې الله تعالی ورڅخه غوښتلي وو ورسولو او بیان يي کړ، لکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له خلکو څخه د حجة الوداع په ورځ په هغه لویه غونډه کې وپوښتل: (أَلاَ هَلْ بَلَّغْتُ)؟ يعنی: خبردار!! آیا ما خپل مسؤولیت او ددین تبلیغ ادا کړ؟ نو خلکو ورته وویل چې: هو، نو بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: ( اللهم اشْهَدْ )ای الله ته پرې ګواه شه.
نو مونږ هم شاهدي او ګواهي کوو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل مسؤولیت ادا کړی دی، او دا دین یي خلکو ته پوره رسولی دی، او هغه امانت چې دده په اوږو اچول شوی وو ښه پوره يې ادا کړی دی، او د خپل امت لپاره يې پوره خیرخواهي کړې ده، او د الله ددین په رسولو کې يې پوره او حقیقي جهاد کړی دی، تر دې چې مرګ ورته راغی، او لدې فاني دنیا څخه رخصت شو.
او په مونږ باندی د پیغمبرصلی الله عليه وسلم د اتباع او پیروۍ امانت فرض شوی دی، چې په ظاهر او باطن، په ښکاره او پټه به د هغه صلی الله علیه وسلم پیروي کوو، نو که چا دغه امانت پوره ادا کړ هغه کامیاب دی، او له ملامتیا او عذابونو خلاص دی، او د لوی ثواب لاس ته راوړونکی شو.
خو هغه څوک چې ددغه امانت په ادا کې خیانت وکړي نو هغه په لوی تاوان سره تاواني شو، لکه چې الله جل جلاله فرمایي:﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَخُونُواْ ٱللَّهَ وَٱلرَّسُولَ وَتَخُونُوٓاْ أَمَٰنَٰتِكُمۡ وَأَنتُمۡ تَعۡلَمُونَ ﴾ [الأنفال: 27].
ترجمه: ای مؤمنانو تاسو خیانت مه کوئ د الله تعالی سره او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم سره، او خیانت مه کوئ په خپلو امانتونو کې په داسې حال کې چې تاسو پری پوهیږئ».