همداشان رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي:«أَحْسَنَ الْهَدْيِ هَدْيُ مُحَمَّدٍ صلی الله عليه وسلم» [رواه النسائي].
ترجمه: او بېشکه ډیره ښایسته او بهترین هدایت او لارښوونه د محمد صلی الله عليه وسلم هدایت او لارښوونه ده.
نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم له لارښوونې څخه بله ښایسته او ښه لارښوونه نشته، او هېڅ امکان نشته چې یو بنده دي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مخالفت او د هغه له لارښوونی څخه په سرغړونه کومی ښی درجې ته ورسیږي، او یا دی ورته کوم خیر په لاس ورشي، بلکې د بنده کمال، خلاصی، نیکبختي او د هدایت لوړی درجې ته رسیدل د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اتباع او د هغه د پیروۍ په اندازه باندې ده، الله جل جلاله فرمایي: ﴿قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنِّي رَسُولُ ٱللَّهِ إِلَيۡكُمۡ جَمِيعًا ٱلَّذِي لَهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ يُحۡيِۦ وَيُمِيتُۖ فََٔامِنُواْ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِ ٱلنَّبِيِّ ٱلۡأُمِّيِّ ٱلَّذِي يُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ وَكَلِمَٰتِهِۦ وَٱتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمۡ تَهۡتَدُونَ ١٥٨﴾ [الأعراف: 158].
ترجمه: «اي خلکو! یقیناً زه تاسو ټولو ته د الله لخوا پیغمبر او استاذی یم ، هغه الله تعالی چې د هغه په اختیار او ملکېت کې د اسمانونو او ځمکې پاچاهي ده، نو نشته لایق د عبادت او بندګۍ مګر همغه یو الله تعالی دی چې ژوندي کول او مړه کول کوي، نو تاسو ایمان راوړۍ په الله تعالی او د هغه په رسول باندې، داسې پیغمبر چې په اصل کې امي او ناخوانه دی(خو وحي ورته د الله تعالی لخوا راغلی ده)، او داسې پيغمبر چې هغه پخپله هم په الله تعالی او د هغه په کلماتو ایمان لري، ددي لپاره چې تاسو په سمه لار شۍ».
نو هغه څوک چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم اتباع او پیروي کوي همدی په سمه لار دی، او هرڅوک چې له ده څخه سرغړونه کوي نو همدی ګمراه او بی لاری دی، الله جل جلاله فرمایي:
﴿وَمَن يُشَاقِقِ ٱلرَّسُولَ مِنۢ بَعۡدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ ٱلۡهُدَىٰ وَيَتَّبِعۡ غَيۡرَ سَبِيلِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ نُوَلِّهِۦ مَا تَوَلَّىٰ وَنُصۡلِهِۦ جَهَنَّمَۖ وَسَآءَتۡ مَصِيرًا ١١٥﴾ [النساء: 115].
ترجمه: «او هغه څوک چې مخالفت او سرغړونه وکړي له پیغمبرصلی الله عليه وسلم څخه وروسته له هغه چې ده ته ښکاره شو هدایت او لارښوونه د رسول اللهجل جلاله، او پیروي وکړي د مسلمانانو له لاری نه غیر د بلی لاری، نو مونږ به یي هغه خواته وګرزوو چې دی ورته ګرزیدلی دی، او جهنم ته به يي ننباسو، او ډیر بد ځاي د ورتللو دی».
نو هر څوک چې په هر کار کې د الله تعالی او دهغه د رسول صلی الله عليه وسلم څخه سر غړونه کوي، هغه ددغه ګناه په سبب فاسق دی، او پخپل دغه کار کې ګمراه او بی لاری دی، اګر که هغه ځان ته بانی لټوي چې یا یي کوم مصلحت لټولو، او یا هم د کومی مفسدی مخنیوی یي کولو؛ ځکه د الله تعالی څخه په سرغړونه هېڅ ډول مصلحت لاس ته نه راځي، او همدارنګه د الله تعالی په قهر کولو باندې د هېڅ ډول مفاسدو مخه نه نیول کېږي.
او هرڅوک چې د الله تعالی او د هغه د رسولصلی الله عليه وسلم څخه په سرغړونه باندې امر کوي او دا کار خلکو ته ښه ښکاره کوي نو دا شخص شیطان دی، هغه که بشري شیطانان وي او که جنّي شیطانان وي؛ ځکه د اسلام څلورم خلیفه علي بن ابي طالب رضي الله عنه فرمایي:
«لَا طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصِيَةِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ». [رواه أحمد ومسلم].
ترجمه: «یعنی د الله تعالی په مخالفت او سرغړونه کې د هیچا اطاعت او پیروي روا نه ده».
او په دی کې ټول هغه څوک شامل دي چې په عقیده، عباداتو او معاملاتو او د ژوند په نورو اړخونو کې د الله تعالی په مخالفت او سرغړونه امر کوي او دغی خوا ته خلک بلي.