(شهادة أن محمداً رسول الله): یعنې دا ګواهي کول چې محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی رښتینی پیغمبر دی، نو ددې ګواهۍ مقتضی او غوښتنه دا ده چې یو مسلمان باید ایمان ولري چې الله تعالی خپل پیغمبر محمد بن عبد الله بن عبد المطلب صلی الله عليه وسلم ټولو پیریانو او انسانانو ته خپل پیغمبر او استازی استولی دی، تر څو دوی ته امر وکړي چې يواځې د یو الله تعالی عبادت او بندګي وکړي، او له هغه ټولو شیانو له عبادت او بندګۍ څخه ځان وژغوري چې له الله تعالی څخه پرته یې عبادت او بندګي کیږي، او هم دوﺉ ته داسلام د مقدس دین احکام بیان کړي.
همداراز دغه ګواهي ددې غوښتنه کوي چې محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی بنده او پیغمبر دی، او هغه د عبادت او بندګۍ حق نلري، او هېڅکله روا نه ده چې مونږ د هغه په صفت او مدح کې له حده تېر شو، او د الوهیت په صفاتو یې وستایو، کوم چې د الله جل جلاله صفات دي.
عن عبدِ اللهِ بنِ عبَّاسٍ رضي الله عنه أنه سَمِعَ عُمَر بنَ الخَطَّابِ رضي الله عنه يقولُ وهو على المِنْبرِ: سمعتُ النبيَّ صلی الله عليه وسلم يقولُ: «لاَ تُطْرُونِي، كَمَا أَطْرَتْ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ، فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُهُ، فَقُولُوا: عَبْدُ اللَّهِ، وَرَسُولُهُ». [رواه البخاري]
ترجمه: ابن عباس رضي الله عنه له عمر رضي الله عنه څخه اورېدلي دي هغه وایي ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوریدلي دي چې هغه ویل: زما په صفت او مدح کې له حده مه تیریږۍ لکه چې نصارا د عیسې عليه السلام په هکله د هغه په مدح او صفت کې له حده تېر شوي وو (چې هغه ته يې الله، یا د الله تعالی ځوی، یا دریم له دریو څخه ویلو) نو بیشکه زه د الله تعالی بنده یم، نو تاسو هم ووایئ: چې «عَبْدُ اللَّهِ، وَرَسُولُهُ» یعنی د الله تعالی بنده او پیغمبر.
او (شهادة أن محمداً رسول الله) له بنده څخه دری غټ شیان غواړي:
۱/ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره محبت کول، بلکه پر مونږ فرض دي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم محبت د خپل ځان اهل او اولادونو له محبت نه مخکې او زیات وګڼو؛ ځکه أنس رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روایت کوي چې هغه صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي:(لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ، حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ). [متفق علیه].
ترجمه: یو له تاسو څخه مؤمن او مسلمان کېدی نشي تر څو چې هغه ته زه له اولادونو پلار او ټولو خلکو څخه ډیر محبوب نه شم (یعنی د رسولالله صلی الله عليه وسلم محبت دې له ټولو څخه مخکی او زیات وي).
۲/ ټول هغه غیبي او غیر غیبي خبرې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم کړي وي هغه باید رښتیا وګڼي، او ایمان پرې ولري، نو ټول هغه څه چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په صحیح سند ثابت وي هغه حق او رښتیا دي.
۳/ د رسول الله صلی الله عليه وسلم پیروي کول، یعنی دهغه ټول امرونه پر ځان منل او پلي کول، او ټول هغه څه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ورڅخه منع فرمایلی ده ځان ورڅخه وژغوري.
او (شهادة أن محمداً رسول الله) په اسلامي دین کې یو لوی اصل او بنسټ دی، بلکې یو بنده په اسلام کې تر هغه پورې داخلیدې نه شي چې تر څو دغه د (محمد رسول الله) ګواهي ونکړي چې محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی بنده او رښتینی پیغمبر دی، نو کله چې یو بنده دداسې یوې ګناه مرتکب شي چې ددغه ګواهۍ سره مناقض وي او دغه ګواهي ماتوي نو دغه بنده بیا مسلمان کیدی نه شي، بلکه هغه کافر او داسلام له مقدس دین څخه مرتد شمارل کیږي.
ځینی هغه شیان چې دغه ګواهي ماتوي:
۱/ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره بغض او کینه کول، او یا ورته ښکنځل کول، او یا ورپورې مسخرې ټوکې او ملنډې کول، او یا په هغه احکامو پورې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم راوړي وي مسخرې ټوکې او ملنډې کول، نو که څوک ددغې کارونو مرتکب شي هغه په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې کافر بلل کیږي؛ لکه چې الله تعالی فرمایي: (فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا ) [النساء: 65].
ترجمه: زما دې ستا په رب باندې قسم وي چې تر هغه پورې د ایمان دعوه کونکي مؤمنان او مسلمانان کېدې نه شي چې دوی په هغه مسایلو کې چې د دوی تر منځ پېښیږي تا حَکَم او فیصله کن ومني، او بیا ستا له فیصلې وروسته – اګر که ددوي په ګټه یا تاوان وي- پخپلو زړونو کې ستا په فیصلې تنګي محسوس نه کړي، بلکې خپل ځان په پوره ډول ستا فیصلو ته تسلیم کړي، او ستا فیصلو ته غاړه کیږدي.
2/ رسول الله صلی الله عليه وسلم دروغجن ګڼل، او یا هم د هغه په رښتینولۍ کې شک کول؛ ځکه دروغجن ګڼونکي او شک کونکي دواړو په حقیقت کې یو شان د هغه صلی الله عليه وسلم رښتنولي نه ده منلې، او هغه څوک چې رسول الله صلی الله عليه وسلم رښتنې ونه مني او رښتنې یې ونه ګڼي هغه مسلمان او مؤمن نه شي کېدی.
3/ د رسول الله صلی الله عليه وسلم له پیروۍ او اطاعت څخه سر غړونه؛ په دې بهانه چې یا خو ورباندې دغه پیروي فرض نه ده، او یا عامه سرغړونه کوي، چې د رسول الله د اوامرو او نواهیو سره بې پرواهي کوي.
هو، هغه څوک چې په الله تعالی او د هغه په رسول صلی الله عليه وسلم باندې ایمان لري، او ځینی هغه ګناهونه ترې کیږي چې د اسلام او ایمان مناقض او ماتونکي نه وي، نو داسې بنده ګناهګار مسلمان ګڼل کیږي، او ددغې ګناه په سبب نه کافر کیږي، بلکه ددغسی بنده لپاره مونږ د الله تعالی د عفوی او بخښنی امید کوو، او هم ورباندې ددغی ګناه په سبب له دردناک عذاب څخه ویریږو.
نو هر څوک چې ددغه نواقضو او د (شهادة أن محمداً رسول الله) د ماتونکو ګناهونو مرتکب شي داسې بنده په حقیقت کې په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې ایمان نه لري، اګر که هغه په ژبه دغه ګواهي کوي، نو دده حال د هغه منافقینو په شان دی چې الله تعالی د هغوی په هکله فرمايي(إِذَا جَاءَكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ) [المنافقون: 1].
ترجمه: کله چې راشي تاته – اي پیغمبره – منافقان، نو وايي دوﺉ: مونږ ګواهي کوو چې بیشکه ته خامخا د الله تعالی رسول او پيغمبر یې، او الله تعالی ښه پوهیږي چې بیشکه ته خامخا د الله تعالی رسول او پیغمبر یې، خو- سره له دې هم- الله ګواهي کوي چې بېشکه دا منافقان خامخا دروغجن دي په دغه ګواهۍ خپله کې.
نو دغه ګواهي د یو بنده څخه تر هغه پورې نه صحیح کیږي چې تر څو یې ورله غوښتنې پرځای کړي نه وي، چې هغه محبت، تصدیق او اطاعت او پیروي ده.
نو دا ګواهي يواځې یو څو الفاظ نه دي چې یو څوک یې ووايي او مسؤولیت یې پوره شي، بلکه دا د ژوند پوره تګلاره ده، او په همدې باندې دده دعمل دارومدار موقوف دی، او ددې ګواهۍ په تحقیق او پوره عملي کولو باندې د بنده کامیابي او نیکبختي لاس ته ورځي.